عبدالسلام اندړ نارام
وېلې د دې خبرې ډېرکلونه تېرشوي دي،زړه خبره ده خو زماپه مغزوکې لا تازه ده ، يوه لحظه مې هم له ياده نه وزي . په رښتيا هم دانسان په ژوند کې ډېرې داسي پېښي،خاطرې او حادثې وي چې د سړي له ژوندسره ملګري او نه هېرېدونکي وي .
ز موږ په کلي کې به که چا لاندی ،خيرات ،قرباني اوقصابي کوله او يا به يې هم دکوم ګران مېلمه لپاره چرګ حلالاوو،نو به يې دجومات په ملا او يا کوم نېک سړي باندي داکارکاوو، وايي مال چې ښه سړی حلال کړي غوښه يې خوندوره وي .
د مال دحلالولو په وخت کې به ښه ګڼه ګوڼه وه، واړه ماشومان ،وړې نجوني، ځوانان اوسپينږيري به پرې را ټولېدل، لکه دچرګانو دجنګ ننداره چې به يې کوله .
هغه څوک چې به د پسه اويا حيوان دحلالېدو په وخت کې حاضر وو،نو حلالېدونکې به غږ وکړ دری ځله ټول اللهُ آکبر وواياست! چاړه به يې دحيوان په غاړه ور کېښوده! نو وړو او زړو به چغي کړ ې، داللهُ آکبرپه ويلو به يې دقيامت ورځ جوړه کړه .
ما ورته وويل: په وړکتوب کې ما هم دپسو، وزو، غويو او چرګانوحلالېدل ليدلي دي، خو کله چې به ذبح کونکې دحيوان په غاړه چاړه ورکېښوده نو ما به سترګي پټي کړې او ژر ژر به مي اللهُ آکبرونه ويل . . . ده زما خبره پرې کړه خپله کيسه يې داسي شروع کړه .
د لوی اختر ورځ وه،د لمر له څرک سره هلکانو دچايو او حلواوو پتنوسونه په کړنګېدو سره جومات ته راوړل . ملا وعظ ،نصيحت اود قرباني په باره کې خبري وکړې، دوعا وشوه، خلک ولاړشول اول له ملا، طالبانو، مشرانو او په ترتيب يې له يوبل سره داختر مبارکي وکړه . دچای په چښلو پيل وشو .
ماشومانو ټولو نوي کالي اغوستي وو، لاسونه يې په نکر يځو سره کړي وو، دټول کلي په کورو ګرزېدلي وو،اخترمبارکي يې راټولې کړې وې لمني او دسمالونه يې له نينو،توتانو، سينځلو، مميزواو پتاسو ډک ول . ټول په منډه خپلو کوروته ولاړل لمنې يې خالي کړې بېرته دلويي کلا مخي ته له کاسو، پتنوسواوتالو سره راټول شول او داختري دحلالېدو په انتظار کې نا قراره ول .
دجمالي سر يې مور ورخرېيلی وو،سترګي يې په رنجو ورتوري کړې وې، د زرتارو ګرده خولۍ يې په سر وه ، په غاړه يې څو خيرن تاويزونه ، دشل ګزي بابا دسلو غوټو بند او يو کورکمن ځېړېدل . زاړه کالي يې مور په نيلوکې ورته رنګ کړي وو،دچرمو واسکټ يې په ډنګرو وږو کې ليږ لوی مالومېدو، نري لاسونه يې دواسکټ په جيبو کې ايښي وو ، پښې لوڅي به يې کله يوې خوا اوکله بلې خواته وځغستل ، هرچاته يې په مينه مينه کتل خو له هيڅ چا څخه يې يوه دمهرباني خبره اوياهم د اخترمبارکې وانه ورېده . بلکي پر ځای يې سپکې سپورې( دخلکي شين هډې زويه ورک شه!) اورېدې . دجمالي په يتمه څېره کې دنوروماشومانو پر خلاف غم، اندوه ،عجز اومايوسي له ورايه مالومېده، ځکه چې پلار يې نه وو، کالي يې زاړه وو اختری يې نه در لود ،جومات ته نه وو تللی ،ماشومانو په خپله ډله کې هم نه پرې ښود،.
زه نه پوهېدم چې جمالی به کومو اندېښنو ځورا وو؟څه به يې زړه غوښتل ؟ کومو هيلو به لو باوو ؟ دڅه په انتظار به وو؟ تورې معصومي سترکي يې چا ته په لار وې؟ او که به د نا اميدۍ ظالمو اوخونخوارو څپو لاهو کاوو .
خلک له جومات څخه په زوږ اوخندا را ووتل . هرچا خپل خپل اختری را کشا وو، چا دجومات مخته ځينو هم دلويې کلا مخي ته پسونه اوغوايي حلال کړل، دحلالېدو په وخت کې به غټو او وړو ټولو اللهُ اَکبرونه ويل .جمالي داټوله وضعه په دقت څارله، دهرچا خولې ته به يې په ځير ځير کتل . دجمالي په لاس کې يوه لنډه لښته وه وينو ته يې لاره پرې جوړ وله،چې ديوه اختري ويني به وچې شوې، په تلوار به ولاړ اودبل حيوان په وينو کې به يې لښته وهله لاسونه يې هم ښه په وينو سره شوي وو .
نورو ماشومانو په ځغاسته لړمونونه،وازګي، بډوګي خپلوکوروته ځغلول اوپه منډه منډه يې غوښي وېشلې .
د قرباني غوښي و وېشلې شوې ،مراسم خلاص شول، ټول خلک خپلو خپلو کورو ته ولاړل . څوشېبې وروسته په ټول کلي دکبابو بوی خورشو،دکلي فضا دلوی اختر له خوښيو ډکه وه .
جمالي په وينو سره لښته په وينو سرو لاسو کې نيولې وه او تر سر يې تاووله .کور ته په وچو شونډو ،سپېره مخ او له غمه ډک زړه ولاړ.
مور يې چې جمالی وليد ور منډه يې کړه ،په غېږ کې يې ټينګ ونيو په تندي او دمخ په دواړو خواوو يې مچ کړ،ستا له دې سپېره مخه وګرزم ، ستا دسر صدقه شم ښه ډېر يې ورته وژړل، په نيولې او بندنفس يې دخاوند قاتلانو ته ډېري ښېراوي وکړې، سولګيو نيولي ستوني کې يې ويل: پاکه خدايه! د کومې ګناه جزادي راکړه؟ هغه خو معلم نه وو، هغه خو مکتبي نه وو ،خو يوازي خوار چپړاسي وو،کا فر خونه وو چې دکاري(قاري) (۱)قاتلانو،جلادانو اوخدای ناترسو حلال کړ ، لويه خدايه ! دا کاري(قاري) قاتل خو په خپله خدايي سره په تور توپک سوری، سوری،غلبېل غلبېل کړې . (د شهيد چپړاسي د کونډي سوال خداوند متعال(ج) قبول کړ او قاري قاتل همداسي شو .)
په ژېړ مخ يې مړو اوښکو څپې وهلې له جمالي څخه يې لښته واخيسته لاسونه او مخ یې ور ومينحل ، کالي يې ورپاک کړل ، له پښې يې ازغی ور وکيښ او دپيازو په پټوکوکې يې جوش کړي هګۍ پوست کړه مالکه يې پرې ودوړوله،دجمالي مخته يې په ساړه پاستي کېښوده . جمالی چې وږی شوی وو په تلوار يې هګۍ په ډوډۍ کې ومروړله او ځان يې پرې موړ کړ.
له ډوډۍ خوړلو څخه چې خلاص شو نو يې له مور څخه پوښتنه وکړه : زمابابا چې يې حلالاوو اَللهُ اَکبرونه يې پرې ويلي وو؟زما دبا با وينوته چا لار جوړه وله؟ ويني خويې نه وې ډنډ شوي؟ پښې يې تړلې وې که خلاصي؟
دمور شونډويې پړک واخيست ، ستونی يې سلګو بند کړ ، سترګي يې کلکي دزوی په سترګوکې خيښي وې او غټي غټي اوښکي يې جاغوته تويې دې ، پټه خوله وه ، غږ يې له خولې نه وت ، د زوی د پوښتنو جواب يې نه در لود .
عبدالسلام اندړ نارام
(۱)قاري بابا دمولوي محمدنبي دتنظيم جلاد وو