سلام خان
د افغانستان د ولسي جرګې له ټاکنو د نژدې يوه کال په بشپړېدو سره دغه لانجه لا هم پيچلې کېدونکې برېښي او د دولت د ۳ قواوو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخته ترينګلې بلل کيږي ،دسیاسی چارو ډیر کار پوهان د ټاکنو د خپلواک کميسيون هغه پرېکړه غيرقانوني بولي چې نهه تنه يې نوي ولسي جرګې ته ور معرفي کړل
دولسي جرګې د تېرکال د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون غړى احمد ضيا رفعت د ټاکنو د خپلواک کميسيون هغه پرېکړه غيرقانوني بللی ده چې نهه تنه يې نوي ولسي جرګې ته ور معرفي کړل ،نوموړی ویلی دی چی دغه ۹ تنه ددوی له لورې په در غلیو تورن او ناکام شوی وو ،د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون وياند وايي چې د ټاکنو کميسيون ددې واک نه لري چې ددوى پخوانۍ کړې پرېکړه ماته کړي. د ټاکنود قانون له مخې شکايتونه ټول څېړل شوي دي.د ټاکنو دکميسيون په ګډون هېڅوک دټاکنو په پايلوکې د بدلون حق نه لري. دغه نهه تنه چې د ټاکنو د کميسيون له خوا جرګې ته بريالي معرفي شوي دي، که دوى ته وګورو هغوى بډاى، زورور او ياهم لوړ پوړو دولتي چارواکو ته نږدې کسان دي. له دې داسې ښکاري چې د ټاکنو په پايلو کې دغه بدلون د فشار، معاملې اوياهم د فرمايش له مخې ترسره شوى دى
بلخوا د ټاکنو د کميسيون وياند فروغ تابش مني چې ولسي جرګې ته د دوى له خوا اوسني نهه تنه بريالي اعلان شوي وکيلان د ټاکنوپه لومړنيو پايلوکې هم بريالي وو، خوپه وينايې وروسته د شکاياتو کميسيون ناکام کړل.
د ښاغلي فروغ په خبره دټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کميسيون دغه نهه تنه هغه مهال له کوم قانوني دليل پرته ناکام اعلان کړي وو.ښاغلي فروغ وايي چې کميسيون هماغه مهال هم د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کميسيون له دغې پرېکړې سره مخالف و، خو له قانوني پلوه يې د ده په خبره د شکايتونو د اوريدو د کميسيون په چاروکې د لاس وهنې حق نه درلود. موږ د يوه ځانګړي طرزالعمل له مخې چې د ټاکنو د پايلو د ارزولو په موخه مو جوړ کړى و. دغه نهه تنه بريالي اعلان کړل، موږ وموندله چې د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کميسيون د دغو نهو کسانو د حذف لپاره لازم دلايل نه لري
دټاکنو دخپلواک کمیسیون د رئس معنوی په وينا، دغه ٩ تنه دهغو ٦٢ کانديدانو له ډلې څخه دي،چې د ځانګړې محکمې له لوري بريالي اعلان شوى و . معنوي زياته کړی ده، چې دټاکنو خپلواک کمېسيون دا پرېکړه د کړکيچ دهوارولو او د ستونزې د حل له مخې، چې دنظام ،ولس او ډيموکراسۍ په ګټه نه وه، صادر کړې ده.خو يو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې دا پرېکړه نه يواځې اوسني کړکېچ ته د پاى ټکې نه ږدي،بلکې د نورو ناندريو د راټوکېدو لامل به شي ،دا پرېکړه به ددې لامل شي،څو يو کمزورى نظام رامنځ ته شي او خلک به هم پرې باور ونه کړي، په عین حال کی امکان لرې چی ياده پرېکړه به د ولسي جرګې د اوسنيو غړيو تر منځ د اختلاف او درز لامل شي او دغه ۹تنه معترض کانديدان ،چې دټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري بريالي اعلان شوي په ولسی جرګه کی د اصلاح غوښتونکيو له ډلې سره يوځاى شي.
دا په داسې حال کې ده،چې په ولسي جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف چې مخکې له ډېرځواک څخه برخمن و، د ځانګړې محکمې پرېکړه يې ناقانونه او پر حکومت يې نیوکی کولی،خو په دې وروستيوکې د اصلاح طلبانو په نوم يوه نوي ايتلاف ،چې د پارلمان شپږ ګروپونه (سبا،سعادت،ملي تفاهم،ملي مشارکت،اعتماد او ملي متحد) پکې شامل دي، د ملي شورا په انګړ کې خپل موجوديت اعلان کړ،چې له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف دريځ يې نسبت پخوا ته کمزوری کړ
په کابل کې یو شمیر برحالو قاضیانو، څارنوالانو اوحقوقپوهانو د یوې غونډې په ترڅ کې د انتخاباتو د لانجې د هوارولو لپاره پر انتخاباتي شکایتونو د غور د ځانګړې محکمې د حکم ملاتړ وکړ ،هغوی وايلی دی چې هیڅ اورګان د قضا د حکم پر وړاندې د دریدو صلاحیت او توان نه لري او که هره اداره یې د پریکړو د ماتولو هڅه وکړي دوی به په پوره قوت د هغوی پر وړاندې اقدام وکړي ،کابل د استیناف د محکمې ریس سید رحیم وویل چې د ولسي جرګې غړي او نور اورګانونه چې موخه یې د ټولټاکنو له کمیسیون څخه وه حق نه لري چې له خپل صلاحیت پوره پریکړې وکړي او هر هغه پریکړه چې قضا کړې وي هغه به پلي کېږي ، نوموړی داهم ویلی دی چی ،د دې پر ځای چې د شریعت د احکامو ملاتړ وکړي د وسلې، توپ او زور په وسیله خپلې خبرې تحمیلوي، او دغه کار به زموږ اراده بدله نه کړي، هر اورګان باید د خپل وظیفوي صلاحیت په چوکاټ کې عمل وکړي او که د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون دی او که د ولسي جرګې اوسني غړي هغوی نه سي کولای او دا حق هم نه لري چې د قضا پریکړې بابیزه وګني او هغه هغسي تتشې خبرې وبولي ،په همدې حال کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري ویل سوي چې دوی نه سی کولای چې د اختصاصي محکمې حکم چې ولسمشر ورته د پلي کولو امر کړی په بشپړه توګه ومني
دبله لوری د ولسي جرګې د انتخاباتو معترضه کاندیدان او په سلګونو پلویان یې د انتخاباتو د کمسیون له وروستۍ پریکړې سره د خپل مخالفت په دوام د سې شنبې په ورځ په کابل کی واټونو ته راوتل ،ددغو معترضه کاندیدانو، له خوا افغان ولسمشر ته په یو واضح پیغام کې دوه انتخابه وړاندې شول، چې یا دې له دوی سره خپلې ژمنې عملي کړي او یا دې هم استعفی ورکړي ،معترضه کاندیدانو په خپلو ځرګندونو کی ویل، چې د انتخاباتو کمسیون په خپلې وروستۍ پریکړې سره، چې د دوی په وینا د یوناما او د بریتانیې د سفارت په لمسون شوی، شرعي پریکړو ته سپکاوی کړی دې هغوی و حکومت خبر داری ورکړی دې که ددوی له حقه دفاع ونه کړی نو دنظام په خلاف به پورت شې،دمحکمی حکم دخدای او درسول حکم دی او دمحکمی له حکم باید ملا تړ وشې هغوی ویلی دی،موږ خبرداری ورکوو او په جدي ډول خبرداری ورکوو، چې که تاسو د خدای او د رسول حکم، چې د سترې محکمې له خوا صادر شوی نادیده ونیسۍ، نو له دې نظام څخه ملاتړ موږ لپاره ګناه ده او د هغې په وړاندې جهاد فرض عین دی ،ولسي جرګې هم د انتخاباتو د لانجې په اړه د خپل دریځ له مخې د انتخاباتو د کمسیون پریکړه نه ده منلې او ویلي یې دي، چې په هیڅ ډول به یې عملي نه کړي
وروسته له هغې، چې د انتخاباتو کمسیون د ځانګړې محکمې د حکم برخلاف، چې په کې دوه شپیته معترضه کاندیدان بریالي اعلان شوي وو، یوازې نهه کاندیدان بریالي اعلان کړل دا د دې پریکړې په وړاندې لومړنۍ تند غبرګون و،مظاهره کوونکو دا خبرداری هم ورکړ، چې پس له دې به دوی ولایتونو ته مخه کړي او د لویو لارو په بندولو سره به خپلو احتجاجونو ته دواوم ورکړي ، معترضو کاندیدانو دا هم ویلی دی ، چې د انتخاباتو د کمسیون دې پریکړې دا ثابته کړه، چې په افغانستان کې د شرعي محکمو نه بلکې د بهرنیو ادارو پریکړې عملي کیږي هغوی ویلی دي ،که بیاهم په دې عمل ونه شي، نو دا هم د مخالفینو هغو ادعاوو ته صدق ورکوي، چې په افغانستان کې د اسلام شرعیت نه، بکلې د خارجي سفارتونو فیصلې عملي کیږي
دا معترضه کاندیدان په داسې حال کې واټونو ته راوتلي، چې افغان حکومت د انتخاباتو د کمسیون د پریکړې په اړه لا هم خاموشه دی، خو ملګرو ملتونو یې بیا ملاتړ کړی ،د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ښاغلی ستیفن ډی میسټورا د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د هغې پرېکړې، چې د اګسټ په ۲۱ نېټه وکړه، هر کلی کوي، همدا رنګه دولسمشر ښاغلی حامد کرزی دویندوی دفتر یوه غړی ویلی دې چی دامریکی ولسمشر باراک اوباما دکرزی ددغی پریکړی هر کلی دیوه ویدیویی کنفرانس په طرڅ کی کړی دې او دانتخاباتی لانجی دحل په باب یی دکرزی پریکړه یو شجاعانه او له ولسواکی ځخه ملا تړ کوونکی عمل بللی دې .پای سلام خان