ليکوونکى :ضياالرحمن حبيب سپين غر
انسان له پېدايښت نه تر دا مهاله په دې هڅه کې دى چې خپل ژوند ارام او هوسا کړي چې په همدې موخه تر دې مهاله دژوند دورځنيو ستونزودله منځه وړلو لپاره يې ډول ډول ماشينونه جوړ کړي .چې هر ماشين په پېل کې ډېر ساده او قېمته وي خو دوخت په تېريدو سره په کې بدلونونه راځي او ارزښت يې هم کميږي
�و هر ځاى ته يې وړلى شو اوګټه ترې اخستلى شو.پرته له دې چې برېښنا هم نه وي ،برېښنا ساتي کله چې په لومړي ځل زموږ په هېواد کې دافغان بېسم مخابراتي شرکت خپل کارونه پيل کړل نو په هغه وخت کې عادي تليفون چې اوس مهال يې څوک په پنځه سوه افغانۍ نه اخلي په هغې وختونو کې يې ارزښت څلور يا پنځه زره افغانۍ وو .خو اوس داسې تلېفونونه جوړ شوي چې ارزښت او قېمت يې مناسب او اسانتياوې يې زيات دى دبېلګې په ډول دګروپ لرل ،داېف ايم راډيو لرل ،انځوريزه عکاسي ،غږيزه ثبت ،انترنېټ او ورته نورې اسانتياوې لري .په دغه تکنالوژۍ کې پرمختګ په نوروبرخوکې هم شوى خوموږ ترې تېريږو راځو
دې ته چې له دغې تګنالوژۍ بايدڅنګه ګټه واخيستل شي .داچې زموږ په هېواد کې ډېرى وګړي دعلم او پوهې له خواږه نعمت څخه بې برخې دي چې ددوې اغېز په په علم لرونکو يا پوهو کسانو شوى چې له همدې امله موږ له دغه تکنالوژۍ څخه سمه ګټه نه شو اخستلى .که دې خبرې ته ځېر شو :بهرنيانو خو کمپيوټر دانسان دژوند دستونزو دحل په موخه جوړ کړ اوس دموږ ته په کار ده چې څه ډول ترې ګټه واخلو دبېلګې په ډول په کمپيوټر کولاى شو :قرانکريم ،حديث .ديني ليکنې او هر راز نورې ليکنې وکړو همدارازکولاى شو په کمپيوټر غېراخلاقي شيان ووينو .دقضاوت تله اوس زموږ په لاس کې ده چې په دې وخت موږ څه کووا�
� دوخت ارزښت په پام کې نيسو که نه ځکه چې :(وخت لکه سره زر دى)ځينې زده کړيالان يانې محصلين او زده کوونکي ورونه شته چې په کمپيوټر باندې په ډرامو اوفېلمونو ليدلو باندې شپې شوګېروي دغو ورونو کور پريښى وي او کورنۍ يې دوې هم له دې لپاره راستولي وي چې په راتلونکي کې له دوې نه يو څه جوړ شي او ښه راتلونکې ولري خو دوې برعکس چې دکورنۍ دغه پېرزوينه او هيله ومني سر ترې غړوي او خپل راتلونکې ته هيڅ پام نه کوي .ځکه خو بيا يې پايلې ډېرې بدې وي .په هر ډول دتليفون په اړوند ويل کيږي چې په نړې کې دتلېفون ډېر استعمالونکى هېواد افغانستان په ګوته شوى نو له دې څېړنې څخه جوته �
�وي چې تلېفون ډېر استعماليږي نو طبعاًکرېډت په مټ تلېفون ډېر استعماليږي .نو اوس راځو دې ته چې ديو داسې هېواد چې دوګړو اقتصاد يې هم دومره ښه نه وي پيا دتلېفون زيات استعمال هم ولري چې داقتصاد سره مخامخ اړيکه لري نو ايا داسې وي .دمخه مو دې ته اشاره وکړه چې زموږ دهېوادوالو دپوهې کچه لږه او ټيټه ده نو زما په نظر ستر علت او لامل به يې دا وي .ما په خپله او تاسې لوستونکو به هم ليدلي وي چې يو څوک له چاسره په تلېفون خبرې کوي نو مقابل لورى ورته ديو ځل پر ځاى څو ځله وايي :ښه نور څه حال دى ،ښه څه رنګه يې اوداسې نور...
نو که دې خبرو نه پوه وشي دلګښت مخه به مو هم نيولي وي اوکه فکر وکړو نو ددغه کار ګټه بل چاته او بل جېپ ته ځي خو موږ په دې نه پوهيږو او خپل اقتصاد په خپله زيانمنوو يا هم داراز يو ډول خبرې په تلېفونونو کې وي يو څوک بل چاته زنګ ووهي او کله چې له مقابل لوري سره اړيکه ټينګه شي نو ددوه يم تلېفون نه ورته هماغه خبرې پيل کړي چې وايي :حاجي صاحب ته څوک يې ،ستا له شمېرې نه ماته زنګ راغلى وو،ته چېرته يې او داسې نور...
په ځنيو کې خو له چوکاټ نه وتلې خبرې وي .موږ ته خو دا يوه ساعت تېري ښکاري خو ولې که ددې پر ځاى يار ،خپلوان يابل يو چاسره دې په همدغه پيسو چې دى يې په تلېفون کې مصرفوي ورسره مرسته دې وکړي .او که دغه لګښت په دغه لارو ترسره کړي نوپه پايله کې به يې مقابل لورى داحسان پوروړى شي او ددې تر څنګ دمينې په زياتوالي کې هم ښه رول لوبولى شي .لکه چې يو شاعر وايي :
دا عمر خو زموږ کم دمحبت لپاره هم دى
حېران يم چې دې نفرت وزګاريږي خلک څنګه
زموږ اوستاسې په ټولنه کې ورته ستونزې نورې هم شته چې ما ترې همدغه يو څو په دې هيله راواخيستى چې ستاسې لپاره مشت نمونه خروار شي او په دې هيله يم چې دغه خبرې په ټولنه کې سمون راولي او په پاى کې مو خوښي او نېکمرغي په برخه شي په همدې تمه