څه ډول بايد توبه وباسو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ضياالرحمن حبيب سپين غر
په دې نړۍ کې دا هرڅه الله پاک دانسان دخوښيو او دښه ژوند دتېرولو لپاره پېدا کړي دي چې انسان بايد ترې دخپل توان سره سم ترې تر اخري کچې پورې ګټه پورته کړي .
هر انسان په ورځنيو چارو کې له ستونزو سره مخ کيږي چې بايد ورته دحل لاره وکتل شي چې په دې ترڅ کې ډېرې داسې لارې شته چې هغه ستونزه پرې حل شي
خو ځنې وخت دغې لارو چارو ديو چا پام نه وي چې په پايله کې دډېر بد انجام سره مخ شي چې ددغې ډلې څخه هم يوه لويه ستونزه چې کولاى شي دانسان په دې نړۍ  کې او په هغې نړۍ کې ژوند له نېکمرغيو څخه ډک کړي  هغه توبه ده که څه هم کېداى شي ډېر خلک توبه وباسي خو په هغه اصولو برابره نه وي چې څنګه ښايي .
دا چې له انسان څخه دخپل ورځني  ژوند په اوږدو کې راز راز ګناهونه کيږي نو اړينه ده چې هغه لوي ذات ته توبه وباسي کوم چې دا اوه اسمانونه ،ځمکې او مافېها پېدا کړي دي.
دا چې توبه څه ته وايي ؟
څنګه ويستل کيږي؟
څنګه پوهېږو چې ايا زموم توبه قبوله شوې که نه او يا ولې ډېره توبه ويستنه څه ګټه لري دا به تاسې په لاندې ډول څرګند کړه :
توبه څه ته وايي؟
له سوسي يو لوي صوفي څخه دتوبې په هکله پوښتنه وشوه ده داسې وويل (توبه له هغه شيانو څخه چې پوهه او علم يې ښه نه ګڼي ،ډډه کول او په هغو شيانو چې علم او پوهه يې امين بولي خښول دي).
له سهېل تستري نه وپوښتل شو چې توبه يانې څه مانا ؟
ده وويل :(توبه دې ته وايي چې ته خپل تېر ګناهونه هېر او له ياده يې وباسې او ستا له ياده ووځي).
خو دتوبې په هکله دوجداومعرفت دخاوند وروستۍ فېصله داسې ده لکه چې ابوالحسن نوري وايي:توبه دې ته وايي چې انسان له الله پاک څخه پرته نور ټول شيان له زړه څخه وباسي او دده ټول فکر او سوچ دالله لورته وي )
دتوبې شرايط يا څه ډول توبه وويستل شي؟
لومړى :بايدانسان دپخوانيو او تېرو ناوړو کارونو او اعمالو په کولو دزړه له کومې پښېمانه شي او تل لپاره افسوس وکړي چې داسې کارونه ترې څنګه پېښ شوي .
دوه يم :شرط دا دى چې له توبې وروسته سملاسي خپل لاس له ناوړه اعمالو نيسي .
درې يم :شرط يې دا دى چې دى بايد کلک عزم او ټينګه اراده ولري چې په راتلونکو وختو کې به بيا هيڅ وخت هغه ناوړه اعمال تکرار نه کړي دا درې واړه شرطونه په حقيقت کې دپېښمانتيا په کلمه کې نغښتلي دي .
دتوبې قبلېدو نښې:
له يوه عالم څخه پوښتنه وشوه چې يو انسان که  توبه وباسي دهغه دتوبې دقبلېدو نښانه به څه وي ؟
هغه په ځواب کې ورته وويل :دتوبې منل کېدو دپاره ځنې نښې نښانې شته او هغه دا چې انسان له هغه وروسته تل دالله پاک يادوي او له ښو خلکو سره ناسته ولاړه کوي ، له بېکارو ،بدکارواو فساداچونکو انسانانوڅخه لرې ګرځي لږه دونيا ورته ډېره ښکاري او داخيرت لپاره  ورته ډېر کار هم لږ ښکاري .
انسان ولي توبه وباسي او څنګه پښېمانه کيږي
لومړى:
دا چې انسان دخپلو تېرو ناوړه اعمالو پايلي ته ځېر شي او په زړه کې يې دهغو په پرتله وېره او ډار پېدا شي تر دې چې دا کار دده دپښمانتيا لامل شي.
دوه يم :
دا چې انسان په زړه کې دالله فضل او رحمت مينه او هيله زياته شي او څنګه چې دى پوهېږي چې دانسان دناوړه کارونو سره سره دالله فضل او رحم تمه بې ځايه ده  نو ځکه دى له ګناهونو څخه لاس اخلي او په تېرو ګناهونو پښېمانه کيږي .
درې يم :
ځنې انسانان دخپل پاک فطرت له مخې نه غواړي چې دګناه په ډنډ کې پاکې جامې چټلې شي او دالله څخه دحيا له امله او دهغه امراو دپرځاى کولو په وسيله ځان له ګناه څخه ساتي  .
هغه څوک چې دويرې له امله پښېمانه شوي وي هغې ته په اصطلاح کې تايب وايي او هغه چا چې دناوړه کړو څخه دالله دفضل په تمه لاس اخستى وي هغې ته منيب وايي او هغه چا چې دالله څخه دحيا له کبله دورانو کارون څخه لاس نيولى وي اواب ورته ويل کيږي نو په دې توګه درې درجې لري.
يوه خپله توبه  به په معمولي مانا ،بله انابت او درېيمې ته يې اوبت وايي چې توبه دعامو مسلمانانو کار او هر چالازمه ده اوانابت دصوفيانو او اولياو دنده ده او اوبت دپېغمبرانو او الله داستازو کار دى.
دپښتو په ادب کې دتصوف دا مقام
خوشحال خان بابا دتوبې په اړه وايي:
کبيره ګناه چې وکــــــــــــــــــــــا                  خوار شه دى که توبه نه کـــــــا
که توبه يې په اخـــــــلاص وي                له دوزخ نه به دى خـــلاص وي
دعاصي توبه قبلــــــــــــــــــيږي                            مغفرت ورباندې کيږي
ځان چې چرک دګناه مومــــي                   دتوبې په صابون درومــــــــــــي
چې توبه يـــــــــــــــــــې دنصوح وي                دتوبې به يې فــــــــتوح وي
دتوبې شرطه څلــــــــــــــــــــــور دي                 پېښماني په زړه دنور دي
استغفارويــــــــــــــــــــــــــــل په ژبه                   بيا ګناه مه کړه تايبــــــــــــه
ټينګېدل په توبه جــــــــــــــــــــــانه                   چې بيا نه کړي توبه ورانـه
په دا رانګه که توبه ګار شــــــــــــي                 له توبې به برخوردار شـي
که قضادى  وي لموځونــــــــــــــــــــه             يا عشرونه زکاتونـــــــــــــه
يا قضا چې روژې ستـــــــــــــــــا وي             يا دخون دعوه په تـــــا وي
که علاج ددواړو وکــــــــــــــــــــــــړي                    په توبه به نور زړه ښه کړې
ستا توبه ده خاصــــــــــــــــــــــــــــــانو                  يې له خاصو مسلــــــــمانو
که توبه دې په غـــــــــــــــــــــــرض ده                   دا توبه نه ده مــــــــــرض ده
په دې تمه چې ټول مسلمانان په دغه خبرو عمل وکړي څو يې ژوند له خوښيو او نېکمرغيو څخه ډک شي.