دايمي اډې که دايمي اسارت؟ اوومه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
امريکا له  افغانستان څخه نه وځي
امريکا دافغان حکومت او ددې حکومت  دملي شورى پر نبض پوهېږي او د همدې ډاډ له مخې يې   په شوراب ، بګرام ،شين ډنډ ،خوست او مزار کې دلسګونو ميليونو ډآلرو  په لګښت   ځانونو ته کلک ، پراخه او اوسپنيز  تاسيسات  او هډې پيل کړي دي ، دخبرونو  له مخې امريکا يواځې په بلخ کې دمارمل  دهوايي اډې دترميم لپاره شپېته ميليونه ډالر بېل کړي دي ،  

دپژواک خبري اژانس راپور
په افغانستان کې د شوراب ،    بګرام  ،مارمل   او شين ډنډ په څېر هډو له جوړولو ښکاري چې امريکايان په هره بيه دلته پاتې کېدل غواړي  دا هډې هريوه  په څو سوه جريبه ځمکه کې پيل شوې يواځې دبګرام هډه په زرګونو کيلومتره مربع ځمکه کې ودانه شوې  او دهډې شاوخوا له اتوکليو څخه يې خلک وتلو ته اړوېستي دي .
دې مظلومو ولسونو څو څو ځله   دحکومت  دروازې هم  وټکولې او آن  دخپلو کليو او ځمکو دترلاسه کولو لپاره يې لاريونونه هم وکړل .  
داهډې په دومره پراخه او بنسټيزه توګه پيل شوې چې که امريکايان يې په جوړولو ډېره بېړه هم وکړي  نو تر ٢٠١٤زېږديز کال پورې چې  اوباما له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو دوېستلو وروستۍ نېټه ټاکلې  هم نه بشپړېږي .  نو کله چې  امريکايان دلته  اوږد مهاله او يا دايمي شتون ونه غواړي  نو داهډې چاته جوړوي ؟.

آيا افغانستان ته دامريکا راتلل نعمت دى؟

ځينې لوېديځ ځپلي  ،ذهناً مسموم  او مينځل شوي تکنوکراته  افغانان افغانستان ته دامريکا راتلل  دالله ج نعمت ،دهغه لخوا من او سلوى  او دافغانانو او افغانستان لپاره ښه چانس او  نېکمرغي  بولي  دوى  پر افغانانو غږ کوي چې دې سيمې  ته   دامريکا دپښو په راغځېدلو دالله  ج حضور ته دشکرانې لمونځ ادا کړي .دوى  استدلال کوي  چې افغانستان په تېره يوه، يوه نيمه پېړۍ کې  په ځلونو ځلونو ( کراتو مراتو ) له   امريکا څخه غوښتي چې افغانستان ته توجه وکړي  او ددوستۍ لاس وروغځوي .دوى وايي چې آن  له امير عبدالرحمن خان څخه رانيولې ترظاهرشاه او حفيظ الله امين پورې ټولو له امريکا څخه دوستي او دلته راتلل غوښتي خو امريکا ددوى غوښتنې رد کړيدي .امير امان الله خان امريکا ته  پلاوى ولېږه ،  ظاهرشاه څوځله   خپل ترونه ورولېږل آن فرانسه يې امريکا ته واسطه کړه چې دلته راشي ، دلته يې  دامريکا دبهرنيو چارو دهغه وخت وزير  هنري کسنجر  ته زارۍ وکړې خو امريکا داټولې غوښتنې په کلکه رد کړي اوس چې امريکا پخپله  او دافغانانو له غوښتنې پرته راغلې نو ددوى له شتون او امکاناتو څخه بايد ګټه واخستل شي .  
ددوى  په ځواب کې ‌بايد وويل چې  دهغه وخت شرايط  له اوس سره ډېر توپيرلري او داتوپير ترچا پټ ندى افغانستان په هغه وخت کې   ددوو سترو او ښکيلاکي ځواکونو ( بريتانيې او شوروي اتحاد له ګواښ سره مخ او دژرندې ددووپلونو  ترمنځ راګير وو او اړ وو چې  له دې ګواښونو څخه  دځان ژغورلو لپاره يوه بل لوى ځواک ته  پنا ويسي . خو امريکا دبېلابېلو دلايلو له  مخې  افغانستان او دې سيمې ته راتللو  ته زړه ښه نکړ چې لوى لامل يې يو  له شوروي اتحاد څخه وېره  او بل انګرېزانو ته سياسي رشوت ورکول وو .   
همداراز  په هغه وخت کې دمنځنۍ اسيا  له نفتو او نورو خامو  توکيوډکې زېرمې او هېوادونه د نړۍ دسپرپاور(لوى  ځواک )شوروي اتحاد په لاس کې وو  او امريکا هم هغه وخت  دخپلو نفتي اړتياوو دپوره کولو لپاره  عربي او خليج هېوادونه ټاکلي وو  اوس  چې له يوې مخې هغه زېرمې په خلاصېدو دي او له بل پلوه   په عربي هېوادونو کې  دولسي پاڅون دسونامي له  کبله دامريکا له ملاتړه برخمن او ګوډاګي نظامونه يو په بل پسې ړنګېږي او دمنځنۍ اسيا دسرو زروچرګ   هم دشوروي له منګولو  وتلى  او پخپله شوروي هم  په ګونډو شوى نو منځنۍ اسيا دامريکا لپاره ډېر اقتصادي ارزښت لري . امريکادپخوا په پرتله په نسبتا ً جديت سره  غواړي چې  دخزر غاړو ته ځان ورسوي ، لکه څنګه چې  دري دېرش کاله و ړاندې شوروي اتحاد  غوښتل  دخپلو اقتصادي مو خو لپاره دافغانستان او پاکستان له لارې  تودو اوبو ته ځان ورسوي .
له بله پلوه لکه وړاندې مو چې وويل نړۍ دشوروي له ماتې وروسته  له يوقطبي کېدو وروسته اوس بېرته ددوه قطبي کېدو او درې قطبي کېدو خواته روانه ده او ډېر ژر به   ديارلس نيم سوه ميليونه نفوس لرونکى  چين او لږ وروسته شوروي هم  دلويو طاقتونو په توګه سرونه راپورته کړي. امريکا هڅه کوي چې په بېلابېلو  لارو  ددې دواړو   هېوادونو د ځواکمنتيا مخه ونيسي  ،  
امريکا  به دخپلو حريفو ځواکونو د ماتولو لپاره دنړۍ پر  بام  ياپامير او هندوکش پر اسمانڅکو څوکوخپل باليستيکي او  لېرې واټن ويشتونکي توغندي نصب کړي.
امريکا دااندېښنه هم لري چې  کېدلى شي  دپاکستان اتومي انرژي دددوى په وينا د بنسټپالو (رښتينو) مسلمانانو لاس ته ولوېږي .
دايران اتومي کېدل دامريکا بله اندېښنه ده ، کله چې امريکا يواځې په دې پلمه  يا تور چې ګواکې   عراق اتومي وسله جوړوي پر هغوى يرغل کوي، دصدام حسين مشروع او قانوني حکومت ړنګوي هغه دمسلمانانو په مقدسه او دخوښيو په ترټولو  لويه ورځ (دلوى اختر په لومړۍ ورځ ) په دار خېژوي، عراق کنډوکپر او له خاوروسره خاوري کوي  نو آيا کله چې دافغانستان او عراق له جګړو اوزګاره شي نو  دهغه ايران پر وړاندې به چوپ کېني .چې په رښتيا هم اتومي وسله جوړوي او يا يې جوړه کړېده  ؟ اوس امريکادافغانستان په جګړه کې ايران ته ډېر سياسي رشوت  او قوي امتياز ورکوي ، ايران دافغانستان له لارې  له منځنۍ اسيا څخه دګازو دپاپپ لاين له جوړولو سره مخالف وو ځکه ايران غواړي  چې دا امتيازات  چې هرکال  سلګونه ميليونه ډالر کېږي خپله واخلي او امريکا هم ددوى  په خوښه  څو کاله داپروژه وځنډوله او اړوندو هېوادو  ته يې اجازه ورنکړه چې ددې نل ليکې تړون  لاسليک کړي،همداراز په عراق او  افغانستان کې يې دايران دخوښۍ لپاره شيعه اقليتونه  دنورو  پر اوږو ورسپاره   او دحکومت چارې يې په لاس ورکړې  خو دايران پروړاندې دامريکا داحاتم بخشي ګانې به ډېر دوام ونکړي    ؛نو داټول لاملونه رايوځاى شول او سيمې ته يې دامريکا پښه راکش کړه