دحرمينو هنداره اتلسمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
دحرم حدود
دمکې معظمې ددرناوي په اړه چې کوم  روايات  راځي دادرناوى يواځې   دکعبې تر ودانۍ محدود ندى ،بلکې الله ج دخپل رحمت اودحرم دعزت اوشرف له کبله دحرم چاپېر چل ته هم دا درناوى ورکړى دى.

يوروايت داسې هم دى چې حضرت جبريل ع حضرت ابراهيم ع دحرم پر حدودووګرځاوه اودتيګو په واسطه يې ددې حدودو د په نښه کولو امرورته وکړ،اوحضرت ابراهيم ع هم داکار وکړ.؟
دمکې له فتحې وروسته رسول الله ص تميم بن اسد الخزاعى ته ددې حدودو  دتازه کولو امر وکړ او هغه هم داکار په ښه توګه وکړ.
ترهغه وروسته هم په بېلابېلو وخونوکې مسلمانو واکمنو داکار کړى دى،اوپه دې حدودوکې يې ٩٤٣نښې ايښې دي  خوددې نښوډېره برخه په غرونو ،غونډيو،خوړونو او ناهوارو برخوکې ده،چې اوس دانښې ډېرې کمې پاتې دي.
دحرم ياکعبې خپل مساحت ١٣٧کيلومتره متره مربع  اوټوله  ساحه يې پنځه سوه پنځوس کيلو متره ده چې  حدود يې په دې ډول دي :
تنعيم يا دعايشې رضى الله تعالى عنها مسجد.
تنعيم دحرم شريف شمال ته دمدينې منورې پرلار له حرم څخه اوه نيم کيلومتره لېرې واقع دى حرم ته داتر ټولو نږدې حد دى ،په مکه يادحرم په ساحه کې اوسېدونکي ډېر حاجيان دعمرې داحرام لپاره همدلته راځي تنعيم دحل په ساحه کې دى
جعرانه:
ددې ځاى نسبت دبنوتميم دقبيلې يوې احمقې اوناپوهې ښځې ته شوى چې خپل نوم يې ريطه اولقب يې جعرانه وو،هغې به ټوله ورځ وړۍ ورېشلې اوچې مازيګر به شونوخپل کړى کاربه يې خراب کړاوخپلې ورېشلې وړۍ به يې بېرته سپړلې،((ولاتکونواکالتي نقضت )).... ايت دهمدې په اړه راغلى داځاى دحرم په ٢٤کيلومترۍ کې شمال ختيځ ته واقع دى .
ددې ځاى اوبه په خوږوالي کې نوم لري،اوآن خلک يې دضرب المثل په توګه يادوي،دلته هم ملک فهد په ٤٣٠متره مربع ځمکه کې دزر(١٠٠٠)لمونځ کوونکي په ګنجايش يوښکلى مسجد جوړکړ.
حديبيه:
دادحرم له ساحې بهر دجدې پرزاړه سرک پرته له حرم څخه ٢٤کيلومتره  لرې سيمه ده،اوس  يې خلک شميسي بولي،دلته پخوا دحديبيې په نوم يو کوهى وو اوداسيمه هم دهمدې کوهي په نوم يادېده،شميس هم ديوه پخواني تاريخي  کوهي نوم دى چې فاسي(٨٣٢هـ سپوږميزمړ)هم يادکړى دى،دلته دحرم له حدودو دوه کيلومتره لېرې يوښکلى مسجد هم جوړ شوى دى،دبيعت رضوان او دحديبيې دسولې مهمې پېښې هم دهجرت په شپږم کال همدلته ترسره شويدي.
دلته پخواترکانوهم يومسجدجوړکړى وو.
نخله:
دادمکې اوطائف ترمنځ سيمه ده چې دحرم دختيځ اوشمال حدود ټاکي،دادوه برخې دي يوې ته يې نخله يماني وايي چې طائف ته  د تللي سړک ښې خواته ده اوبلې ته يې نخلۀ  شامي يامضيق وايي چې له حرم څخه  پنځه څلوېښت کيلومتره لېرې پرته ده،دداءة په نوم دغره يوې اوږدې لړۍ دادواړه نخلې   يوه  له بل څخه بېلې کړې دي.
کله چې رسول الله ص دهجرت په لسم کال دطائف له سفرڅخه راستون شو،نود پيريانويوې لويې ډلې همدلته عظيم الشان قرآن واورېد،او مسلمانان شول،دعبدالله ابن جحش په مشرۍ يوه اته کسيزه سريه هم درسول الله ص لخوادقريشو دکاروا ن دڅارلولپاره همدلته ولېږل شوه،دې سريې پردې کاروان حمله وکړه دعمر ابن الحضرمي په نوم يوتن يې وواژه او عثمان بن عبدالله او حکم بن کيسان يې ژوندي ونيول،اونور وتښتېدل،داپه اسلام کې دلومړني کافروژل اودمسلمانانوپه لاس د لومړنيوبنديانونيول  اوددوى مال لومړنى غنيمت ګڼل کېږي.
دعزاپه نوم مشهور اوستربت چې الله ج په عظيم الشان قران کې ياد کړى دى،(افرءيتم اللت والعزى)نجم ١٩:يعنې ((اوتاسولات اوعزى وليدل))هم په همدې نخله کې وو چې رسول الله ص يې دمکې له فتحې وروسته دماتولولپاره حضرت خالدبن وليد،وګوماره،کله چې رسول الله ص دمکې له فتحې وروسته له حنين څخه طائف ته تشريف وړه نو په نخله يماني اوقرن منازل تېرشو.