غوره او معيارى ادب څه ته وايي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
د ښه او ( معياري) ادب پيژندنې په لړ کې ستر مطالب شته خو تر هر څه لومړى مهمه خبره داده چې په خپله معياري ادب په يوه ټولنه کې څنګه پر مختيا مومي او څومره بايد په يوه  اسلامي ټولنه کې هغه ته پاملرنه وشي. په معياري ادب کې ټول جذ بات، احساسات په رښتينۍ توګه تر جماني کيږي او کله چې  دغه نزاکت دادب په چوکات کې و څيړل شي
يا عملي شي نو د معياري ادب لوړه برخه  سرته رسيدلې ده، دا ځکه چې په ادبي څيړنو کې ادب د ژوند تفسير اوهنداره ګڼل شوې او هر څومره چې په هغه کې د     ټولينيزه ژوند رښتينى بڼه وجود ولري په همغه  پيمانه د ښايست توب او ښکلا چانس زيات دى. دلته مهمه داده چې �
�ه معياري ادب کې د ليکنې او وينا اسلوب او سبک ته پاملرنه ډيره ضروري ده، خو بايد هير نه کړو چې سبک يا اسلوب بيا يواځې او يواځې د فکر او خيالاتو د څر ګندولو يوه وسيله ده چې مثالونه يي ډير زيات دي. په ادبي اثرکې اصلي روح همغه جذبه او احساس دى چې د انساني ژوند رښتينۍ تر جمانى وکړي، نه داچې د انتر نټ يو تيوب ورنه جوړ شي او ځينې نور داسې ميډ يا وي چې د ادب معيار په نظر کې نه ساتي او يواځې خپل ځان په هنداره کې ويني.                                                                   

سره له دې چې  ځينې ادب پوهان ( ادب د ادب لپاره )  نظريه وړاندې کوي ولي دانظر نن سبا ډير لنډ او بوچ ښکاري او ښکلا ورسره ملګرې نه ده. په عام مفهوم ادب د ژوند تصوير دي، ځکه دغه نظر نيغ په نيغه د ژوند له ټولو اړخونو او د ژوند له تجربو سره نژدې آړيکي لري او په مجموع کې خاص د ژوند لپاره دي.. کوم ادب چې د ژوند لپاره نه وي هغه به خامخا د ژوند لپاره په يوه بله بڼه زيانمن او خطر ناک وي. خو دغه ډول ادب په ټولنه کې نشي پاتې کيدى او ژر به له منځه ځي.له همدې امله ويلى شو چې ښه، لوړ او معياري ادب همغه دى چې په کې نغښتى مفهوم او وينا د ژوند او انسان له تجربوسره سمون ولري او له
خلکو سره يو ځاى روان وي. داچې د يوه فيلسوف له نظره« ادب د ژوند تنقيد دي» دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې مونږ د ژوند تيرولو کومه لاره غوره ګڼو؟ معلومه خبره ده چې انسان په فطري توګه ښه او پاکيزه ژوند تيرول غواړي چې په اسلام کې ډير پخوا نه دغه مطلب ته په بشپړه توګه اشاره شوې ده داځکه چې دې سره اخلاقي ارزښتونه هم ملګري دي او ښه انعکاس په کې مومي چې د هغه له مخې بيا زمونږ ژوند پرمختګ او ترقي وکړي او کله بيا چې ځينې اديبان د ژوند له مسلطو ټو لنيز ارزښتونو څخه سر غړونه و کړي، يا يي په هغه باندې فکر نه رسيږي او يا دده د پوهې له سطحې نه اوچته وي او يا بغاوت وکړي ن
و څرګنده خبره ده چې تخليق کړى ادب دي او په ټولنه کې ارزښت او پايښت نه شي   موندلى.                                                                                                                        

په پاى کې ويلاي شو:  لکه څنګه چې انسان تل پاک، سوتره او ښکلي ژوند تيرول غواړي چې هيڅ ډول رياکاري، ټګي او برګى، افراط او تفريط، سازش او پالش پکې نه وي نو ټولنه بايد  د ژوندپه دغه لاريون او حرکت واقع شي چې ادب هم پاک او رښتيني شي. دغسې ادب د يو قوم او ملت وياړ او په رښتينۍ معنا معياري ادب بللى شو.                                                                                                         
په درناوي