د هدايت الله هدايت ژباړه
د شپېګل آن لاین د انګریزي متن څخه
د ۲۰۱۱ م کال د اګست ۱۴ مه
په امريکا کي وروستنی مالي بحران دا وښودله چي په دې هيواد کي سیاسي جنون حاکم دئ ، متحده ایالات نن د سیاسي او اجتماعي پلوه يو ناکامه او شکست خورده دولت دئ . اروپا باید په نهایت کي زده کړي چي څرنګه د خپل ځان ساتنه وکړي .
د نوي یمي لسیزی مخکي غرب يا د غربي نړۍ کلمه ځانته خپله معنی درلوده او خپل ګډ ارزشونه اوهدفونه يې بيانول . ډموکراسي ، عدالت او د خپلسرو او مستبدو دولتو څخه بیزاري هغه څه وه چي غرب د ولسونو و مخي ته ایښودل او هغوی يې په دې توګه په ځان پسې را کشول . خو نن سبا دا داستان نور زوړ سوی دئ، غرب نور نسته . نن هرهغه څوک چي د امریکا او اروپا نوم يو په بل پسې اخلي ژبه يې ګنګوړه کيږي . د هغه اصولو پر بنا چي غرب ورباندي سنجول کېدئ ددې پسته نور امریکا يو غربي هيواد نه ګڼل کيږي .
امريکا اوس يو داسي هيواد ګرځېدلی دئ چي دولتي نظام يې د يوه ممتازه ثروتمنده اقليت په منګولو کي را ښکېل دئ ، یعني هغه سر اخيستی يرغلګر اوميليټاريسټي اقليت چي په تېرو لسو کلو کي يې دوو پرخرڅه او خونینه جنګوته يې اور واچاوه . امريکايي ټولنه هم يوه داسي ټولنه ده چي د سیاسي او ټولنيزو اختلافاتوپه وجه د يوې عظيمي درې په څېر دوې پلې سوې او سره شلېدلېده . داسي ټولنه چي د هغې ايډيالوژيک ړوند توب، د ډيموکراسۍ د اصلي او بنيادي هدفو څخه چي سوله او مصالحه يې مغزن جوهر دئ ، ليري ساتل کيږي .
امريکه نن بدله سوې او خپل ځان يې د غرب څخه ليري کړی دئ . ددې ثروتمنده هيواد اجتماعي شو په شو کېدل واقعاٌ حيرانوونکی دئ . امريکائي اقتصاد پوه د نوبل د جايزې ګټونکی جوزوف سټګلتيز ( Joseph Stiglitz ) وايي چي په امريکا کي ددې هيواد د ټول ثروت د څلورو څخه يوه برخه د يوې کوچنۍ ثروتمندي ډلي په لاس کي ده . دغه ونډه په تيرو ۲۵ کلو کي په سلو کي ۱۲ وه خو نن د امريکا د ټول ثروت په سلو کي ۴۰ همدوی لاندي کړی دئ .
سټيګلیتز وايي چي په اصطلاح د دريمي نړۍ په هيوادو کي د شتمن او غريب ترمنځ واټن څه ناڅه کم سوی دئ خو برعکس په امريکا کي بيا دغه واټن اوس تر هر وخت زیات ليدل کيږي .
د نوبل د جايزې يو بل ګټونکی امريکايي اقتصاد پوه پاول کروګمان (Paul Krugman ) ، وايي چي امريکا ځان د موز د جمهوري په نامه ښيي (status of a banana republic) . نن د دريمي نړۍ ولسونه او ټولني امريکا ته په کږه خوله ګوري او هغه ته بې تفاوته دي، دغه څه نن د امريکا اصلي جوهر بیانوي چي دامريکائي ټولني د تاش په تاش کېدو و پروسې ته لا نوره هم چټکتيا ورکوي . هر څونه چي د نه تعادل نشتوالی ډيريږي په هماغه اندازه د عمومي رفاهيت په را وستو کي د ثروتمندانو ګډون کميږي . تاسي وګورۍ کله چي د اپل (Apple)غوندي د يو ې کمپيوټري موسسې مالي ذخيره د ۷۶ ميليارډه ډالرو څخه اوړي ، يعني پخپله د واشنګټن د مرکزي دولت د مالي ذخيرې نه لا زیاته ، خو جمهوري غوښتونکي بیاهم پر هغوی باندي د مالیاتو د ډېرېدو سره مخالفت کوي . دې کار نن يو اروپايي هېښ کړی دئ او په حيرانتيا سره هغه ته ګوري ، هغه دا کار د خپل ځان وهل بولي او د خپل نظام تخریب يې هم ګڼي .
همدا وضعه د امريکا د شوړېدلي سياسي فرهنګ سره هم صدق کوي چي لا اوس هم په ایالاتو کي استحقاقونه ورځ تر بلي کميږي خو بیاهم ځان د امريکا متحده ایالتونه بولي . د امريکا په سیاسي مباحثو کي د دولت څخه د « کرکي او نفرت» احساس يو ورځنی امر ګرځېدلی ، خو په عين حال کي د خلکو غولونه ، د هغوی سره د چل او فریب کردار د سیاسي خرد او تعقل ځای نيولی دئ . نن د مالیاتو کمېدل و يوه بت ته ورته کيږي چي باید ومنل سي او د دولت څخه ليرتوب اوس په يوې ايډيالوژۍ باندي را اوړي . د امريکا په دې نوې کورنۍ جګړه کي لا دوخته د جمهوري ریاست و مقام ته هغه پخوانی احترام د منځه تللی دئ .
خو په افق کي د نجات او خلاصون لاره نه ليدل کيږي . په امريکا کي نور څوک وسیاست ته اعتبار نه ورکوي . وکيلان او سناتوران د ثروتمندانو په خدمت کي راغلي او دهغوی پر اعانو باندي اتکاء لري . داسي څه هم نه ليدل کيږي چي د « باسټيل د زندان » په څېر به يو انقلابي پاڅون تر سره سي . د خلکو خښم زیاد دئ، خو ډېر وخت کيږي چي رهبران په دې توانېدلي دي دغه خښم کنټرول کړي . دغه رهبران د« ټي پارټي» د سیاسي جنبش مبتکر ډېويډ او چارلز کخ دوه میلیارډره وړونه او روپرټ مرډاک د« فاکس نیوز» د شر اچوني ټلویزون د لاري دهغوی په خدمت کي راغلي او د هغوی تبلیغاتي ارګان ګرځېدلی دئ .
دغه ټوله څه چي نن په امريکا کي تيريږي و اروپايانو ته يو بل شاني سياسي فرهنګ ايسي . د يوه بل شاني قواعدو او مقیاساتو سره . هغوی ته دا ټول عجيب ښکاري . اروپايان داسي انګېري چي هغه څه چي پر امريکايانو راغلې ده هغوی ته د خطر زنګ دئ . هغوی وايي چي موږ بايد خپل سیاسي فرهنګ، خپل اساسات او خپل هيواد ددې خطر په مقابل کي وساتو .
اروپايان وايي موږ بل شاني يو خو د امريکا سرنوشت په عين حال کي زموږ دپاره يو چانس هم دئ، او هغه دا چي هرڅونه چي د امريکا څخه پرديتوب يا بیګانګي ډېريږي . په هماغه اندازه موږ بايد زده کړو چي څرنګه د يوه اروپائي غوندي فکر وکړو . هغوی وايي غرب موږ يو !