رفيع الله روشننن له غرمې راپه دېخوا راباندې الهام کېده،نه پوهېدم دڅه به وو،دشعر خونه وو،ځکه چې شعر مې ونه ليکه، نودابه څه وو؟ نه هېڅ نه پوهېږمه،يوڅه خومې بايد ليکلي واى، کېداى شي کوم دوست به مې په ياد شوى وي،يابه زه چايادولم، داخوهم له امکان څخه لرې نده چې په کور کې به مور،پلار خويندو وروڼواوياهم دوړو مور يادکړى يم،خير هرڅه چې وو، يو وخت مې فکر شو ،
اوهواسراره ته يې، دانو هغه څوک وو چې کېداى شي دازما دګوتو هسې به دهمده لپاره وې، او دته به يې څه ليکل، کله چې موږ واړه وو نو په هغه وخت کې نه کمپيوټروو اونه هم بله الکترونيکي وسيله وه ، چې ليک يا پيغام يې استولى يا رسولى واى،نو موږ به يو بل ته په کاغذ ليکل کول او کله چې به مووليدل سره به مو تبادله کړل، چې تر ډېره به موساتل،که څه هم موږ په يوه کلي کې اوسېدو،خودومره ديوبل په زړونوکې ننوتي وو، چې هغه وخت کوم چې موږ به له يوبل نه بېل شو،هم به مو نه شوه زغملى،نوبه موپه کاغذخپلې خبرې يوبل ته کولې داسې لکه مخامخ چې ناست ،ولاړ اويا هم په لاره روان يو،په هغه وخت کې موږ په املاء او انشاء هم سم نه پوهېدو خو بياهم موږ دواړه په خپلو او يودبل په ليک پوهېدو او مطلب به موترې اخسته.
دهغه له دې سندرې سره مې ورته وويل چې هغه ليکونه خومې له ځانسره ساتلي خو اوس مې درته بل ليک ليکه،هغه په ټېليفون کې حيران شو،چې هغه څنګه؟ او داڅنګه کېداى شي چې زه دې اوس درته په يادشم او او زه دې درته فون وکړم،ماوويل( لکه باران مې په زړګي را ورېدلې راغلې،عمر دې ډېر دى همدا اوس مې يادولې راغلې)،خوزما په زړه په رښتيا سره اسرار نه ورېده ، څه څه راغلم !؟
چېرې راغلم؟
له دې سره مې ورغبرګه کړه،ښه نو زما نمبردې څنګه پيداکړو او چېرې يې؟
:ته وګوره چې نمبردکوم هېواد دى،چې مې وکوت،نو نمبردافغانستان وو،ولې چې کود يې ٠٠٩٣وواو سيمکارت يې هم اتصالات وو،نور هم حيران شوم،هلکه داخودافغانستان نمبردى کنه،په کړس کړس يې وخندل ،ښه داپرېږده دارته ووايه چې زه درشم اوکه ته راځې؟
نه نه زه درځم ووايه چې په کوم ځاى کې يې،ښه سمه ده دخداى پامان!
اهو داپرده څه شوي ،ده خوراته دځاى ادرس هم ونه وايه،نږدې وه چې له پرېشانۍ نه مې زړه وچوي،سر رابآندې وګرځېده،په ټنډه مې خوله راغله،همداسې لکه دبت پشان پاتې شوم،لمړى ځل وو چې غوصه مې ورته راغله،له ځانسره مې وويل ښه نو ته ده ساده ته وګوره،خلک همداسې کوي،تاخوبه لږ صبرکړى وو،اوس يې ټېليفون هم کار نه کوي، مخې ته پروت مېز مې په سوک په زوره وواهه چې پرې له پاسه ايښى کمپوټر همداسې نږدې وه چې لاندې پرېوځي،چې ددروازې ټک ټک شو ځواب مې ورنکړ،دروازه راخلاصه شوه، ګورم چې اسرار له خندانه شين دى اوداخل ته راغى،اى خداى دې انصاف درکړي،پېژانده خومې نه خو له خندااوحرکاتويې پوه شوم چې همدى دى،هغه اوس ډېر غټ شوى وو،هغه پخوانى اسرار نه وو،اى !زه به هم غټ شوى يم کنه! ماته خو خپل ځان نه معلومېږي څومره چې ماته هغه غټ ښکاري کېداى شي هغه ته به هم زه همدومره ښکارم.
اسرار له تېرو١٢لسوکلونوله خپلې کورنۍ سره په کاناډاکې اوسېده ،خوله يوبل څخه مو هېڅ خبرنه لاره،اوپه همدې ورځوکې افغانستان ته راغلى وو،په رښتياهم چې زړه په زړه آينه وي .