محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
دجدې ياملک عبدالعزيزنړيوال هوايي ډگر
هغه هوايې ډګر چي موږ پکې ښکته شو ډېرلوى او له جدې ښارڅخه نولس کيلو متره لېرې دى او لکه چې ومو ويل دهواله لارې راتلونکي حاجيان په سلوکي نوي هملته ښکته کېږي ددې کارد ودانولوکارپه١٣٩٤هـ سپوږميز،١٩٧٤زيږديز کال پيل اوپه ١٤٠١سپوږميزيا١٩٨١زيږديزپاى ته ورسېد خواوس يې هم دپراختيا کارونه روان دي
دحاجيانودډګر ترمينل،دپايبر ګلاس په نوم له يوډول موادوڅخه ددوه سوه او يو خېمو په بڼه جوړ شوى دى ،داخېمې تجيرته ورته دي،ډېرې دنګې ،ښکلې ،سپينې او دځانګړي ډيزاين درلودونکې دي.
داخېمې دتودوښې ،اوبو،باران،لمده بل اوهرډول هوا پروړاندې مقاومت کوي.
داډګرپه ٥١٠٠٠٠متره مربع ځمکه کې جوړ شوى اودننني عصر هره آسانتيا پکې شته دى ،دې ډګر ته په ١٩٨٣زېږديزکال داغاخان د اسلامي ښکلې ودانۍ جايزه هم ګټلې ده
له جدي څخه دفيوضاتو ښارته
دشنبې ورځ خپله لمنه او لمر خپلې زرينې پلوشې ټولولې موږ له جدې څخه مکې معظمې ته روان شو،په موټروکې دوېش او دحاجيانو دلېږدکار منظم وو،څلور لوى بس موټرونه چې په هريوه کې پنځوس څوکۍ وې رارسېدلي وو،په موټرو (ابوسرهد)ليکلي وو خو چې په جده کې به دېپر هر لوى سپرلۍ وړونکي موټر سترګې ولګېدلې نو ابوسرهد به پرې ليکلي وو،له سلو ډېر موټر مو په دې نوم وليدل ماته د موټرپه مخکنيو څوکيو د ناستې زمينه برابره شوه،موټرته يو تن غنم رنګه ځوان چې برېت او ږيره يې په سنتو برابر او افغاني جامې يې پر تن وې ناست وو،په عربي مې ترې وپوښتل چې ولې يې په دومره ډېرو موټرو ابوسرهدليکلي دي،هغه راته وويل چې ابوسرهد د يوشرکت نوم دى،ددې شرکت مشر ابوسرهد نومېږي چې اصلاً دپاکستان دپېښور، پښتون اوسېدونکى دى.
دده دمعلوماتو له مخې، دې سړي اوس د سعودي تابعيت اخستى دى،او دسعودي په شتمنوکې شمېرل کېږي،ده وويل چې اورېدلي يې دي نوموړى شپږدېرش زره عرادې همدا ډول بس موټر لري چې په سعودي کې،چلېږي او دحج په مراسموکې هرکال د حاجيانو د انتقال لپاره له سعودي حکومت سره قرارداد کوي.
ده، وويل چې له داډول بهرنيو شتمنو اودې ډول ستر شرکتونو سره معمولاً سعودي شاه زويان (شهزادګان)شريک وي خوله ابو سرهد سره له دې ډول کوم شراکت څخه خبر ندى.
دجدې او مکې معظمې ترمنځ شاوخوا اتياکيلومتره واټن دى،خوابادي ډېره شوې، دمکې او جدې ښارونه پراخ شوي دي،په ځانګړې توګه جده ډېره لويه شوېده، داسې برېښي چې څوکاله وروسته به د مکې او جدې ښارونه له يو بل سره وتړل شي.
له جدې تر مکې تر ډېره حده د سړک دواړو خواوووته دوکانونه دي، ماښام لمونځ مو پرلاره په يو مسجد کې اداکړ ،دالومړى لمونځ وو چې موږ په سعودي کې په جماعت او په مسجد کې وکړکله چې مسجدته ننوتلم،دمسجد ښکلا اودقيمتي غاليو جګري فرش مې ذهن دومره بوخت کړ چې نږدې و رکعت رانه تېر شي.
ماته دعربانو اوږدلمونځ،امين بالجهر،رفع اليدين ،په لمانځه کې خشوع او اهتمام نوى کار ځکه نه برېښېده چې په پوهنتون کې مو په سلوکې اتيا استادان دعربي نړۍ اتباع وو،خونور حاجيان يې حيران کړي وو.
له لمانځه وروسته د اوداسه د ځاى کتلوته ورغلم پرېمانه اوبه،د اوداسه ،استنجاه او د معذرت دپوره کولو لپاره کافي ځايونه وو.
وږى وم په الوتکه کې له خوراک وروسته موڅه خوړلي نه وو اخوا دېخوا مې وکتل چې که نږدې کوم دکان وي،او دخوړلو لپاره څه واخلم. دوکان ووخولږ لېرې ،ما ويل که ورځم نو موټر روان نشي ،رښتياهم موټر ژر روان شو.
دموټرچلوونکي عربي ډېره کمزورې وه ماترې لامل وپوښت ويل يې چې عربي يې خپله ژبه نده ما يې ترې ځاى وپوښت خوځواب يې هم خوښ او هم حيران کړم :ويل يې افغان يم اوپه افغانستان کې دننګرهار دسره رود،دولسوالۍ دبابړيانو اوسېدونکى يم.
دستي مې ورته په پښتو وويل :ځوانيمرګه ته خوزما وطندار څه چې کليوال هم يې ،ښه پوهېږې چې موټرکې درسره افغانان ناست دي نو بيا ولې عربي وايي،که وايي چې عربي لومړى تا پيل کړه نو ماخوته نه پېژندلې په خنداشو.
سعودي ته د راتللو په اړه يې وويل چې دلته يې شپاړلس کاله وشول او له پاکستان څخه راغلى دى،هغه وويل چې دى اصلاً بل چېرې منشي دى،خو دابوسرهد شرکت مسؤولينو ترې غوښتي چې د حج په موسم درې مياشتې ددوى موټر وچلوي، ده ډېره سوچه پېښورۍ پښتو ويله خو مورنۍ ژبه يې سرخرودۍ دري وه ،اصلاً چا ګومان هم نه کاوه چې دى به پښتون نه وي.