ټولنو یوالی وکړئ مه بېلوالی
محمد نقیب تره خیل بلجیم
ایرانی چنګیزپهلوان په هغه هېواد کې د پوهنتون استاد او د( افغانستا عصر مجاهدین و برامدن طالبان)کتاب لیکونکی دی،او خپل دغه کتاب یې قوماندان مسعود ته ډالې کړي. هغه وایی ۱۹۹۲وم کال د پښتونیزم د دونیم سوه کلنۍ واکمنۍ پاي وه.لازمه خو داوه چې لمسونګر متعصب ويلي وای،
څه یاده نېټه د پښتنو دځورونې،کړوني له کور او کلي د شړنې او نسل وژنې پیلامه شوه. پښتنو ته چې دتېر مهال د لټۍ،بېکارۍ،نالوستۍ،بد نېتۍ،بې اتفاقۍ او دحاکمو اومطرحو سیاستوالو دخطاوو له وجې دسر و مال درنه بیه ورکول شروع شوه،په کوردننه خو وطن پرې سور تنور وه.لېکن په بهرکې کډوال پښتانه دپردېسۍ ابتروحالاتو تېرو سهوو او ګناهونو ته متوجې کړل،یو او بل ته یې دپخلا ینې لاسونه سره اوږده کړه د کولتوري، فرهنګي،آدبي ټولنو په جوړولو کې سره راغونډ یدل. که دپاک ضمیرلرونک کسانو په همغوغمونکو شېبو کې دهغوی نیک خوځښتونه لیدای یا پرې خبریدای.یقیناُ چې د شاباس له ویلو سره جوخت د قام په ېووا لي شکر وېستلای وای .دپښتون ټبر پر بې اتفاقۍ د تاریخ د تورو کرښو د ګواهۍ سربېره په همهغه مهال کې د دوی بوږنونکی حالت لکه د ګل د بوی په شان پدې حقیقت ګویا وه. چې بېلوالی او نالو ستي د دوي بنیادي عامل دي.له پښتنو پرته په نړۍ کې به د بل داسې وېشلې قوم څرک چاته نه وي،چې لس یې په یوه لار سره نه ځي.قومي لارښود اوټولن پېژندونکي خوشال خان خټک ۳۵۰ کاله پخوا د پښتنو په بې اتفاقۍ اعتراف کړی. لس به مه سره ونه وینې په ننګ کې. که درست ملک سره پره کړې تر تور سنګه بېلوالی او نا لوستي چې د فرد، ولس او ټولنې د قوت او ثروت شیره دالاجي شوي ګني په څېر زبېښي. پښتون ملت هم ورته زبېښل شوی.سړی زبېښل شوی توکي ایسته غورځه وي.مړخولي رباني غوږبوچې مسعود،کودن دوستم،ګوسفندي محقق اومېښګټي اسمعیل د شمال شرقي،شمالي او شمال غربې ولایاتو په لک هاوو پښتانه څه یې په دښتو او کندوکې ځنا ورانو او مرغانوته وارته ول او څه یې لکه چرګان کشی کړه،بې کسه او بې وسه کو رنۍ چې د تېښتې شیمه یې نه لرله دانسانیت د دښمنانو ظلمو او تېریو ته یې غاړه کېښوه. پر پښتنو باندې د داسې تورې تیارې ورځې د راتلو له وېرې د قوم ریښتني لارښود ستر خوشال د څښتن تعالی په دربار کې داسې عجز کړی. خدای دې ورک د پښتنو کا دا درې توکه. یو بد جهل بل بد نیت دریم نفاق. د سپین زړو پښتنو په زړونو کې به تېرشوی وي، چې موږ ته به د لارښود خوشال خټک دوعا قبوله شوی وي او که د مدعا کسان،خپلو پرونيو سهوو اوګناهوو ته ملتفت شوي. چې تر پرونه دننه په هېواد کې د خوښیو په شېبو کې لس تنه دځان پالنې، ځان غوښتنې او دسیاسي رنځ لامله نه یوځای کېدل.اوس شکر دی همغه کسان په پره ديو هېوادو کې دغمونو او دردونو سره سره د کولتوري،هنري،آدبي ناستوجوړهولو لپاره په ګډه هلې ځلې کوی همدا پرونې د سیاسي اقتدار لرونکي اتلان وه، څه په نامه پښتانه ته ورتلل پخپله یې پخپل تیر سیاسي اند او کړنو پېښېماني کوله، ویل یې چې موږ پښتانه په سیاسي ایډیاوو نه بلکې په افغان پالنه اوهېواد پالنه راغونډيږو،افغانستان مو کور پښتو مو مور او موږ یې اولاد ونه یو،نو باید چې د مور او کور د بقا لپاره سره یو شو.د پروني بېلوالي په وجه له کوره وشړل شولو که نن سره ېوځای نشو.ټلواله به مو افغانستان په خراسان ونوموي والله که مو بیا د پلار اونیکه زیارت کولوته هم پرېږدي. داسې خوږ او پرځای کاري تبلیغ که د شنډو مغزو کس اورېدلي وه،هم به یې ورسره منلی وه. د ویښ مغزو خاوندانو خو به خامخا منه. نفاق په اتفاق واوښت،د پوهاوي په موخه د تاریخي ورځولمانځل د مړو او ژوندیو د منل شوو ملي اتلانو،پوهانو،آدیبانو په درناوي ناستې او دهېواد او ولس په مخکي د پرتو ستو نزو د چارو دموندو په اړه غونډې جوړه ول د ټو لنو له بر کته ښه په درز پیل شوه. دقومي اوژبني وفاداري ښودلو په موخه یې د ټولنو د نومونو مختاړي د افغان ، پښتون په کلمو یا یې د پښتونو د ملي شخصیتونو په نومو ونومول. تر هغه چې ماته خوړلو سیاستوالو تومنه نیوله، تیت و پرک یاران یې راټولول،ډلګی بندي کول یې،پخوانۍ پانګه یې پکار اچوله یا د پانګه ګۍ خاوند کېدل او یا یې د کابل په اداره کې د سر ننوتو ځای مونده پښتویې کوله. انسان ډېر ضعیف النفس شی دی که یې زور ته سر ټیټ نشو ثروت ته یې خامخاټیټیږي .او د مکارو انسانانو یاري لکه د ګیدړې په شان تر تمې وي. کیسه ده وایې چې ګيدړه نژدې د ښکاریانو د ښکار تومه شوې وه،ګېدړې سوال وکړ. پیر صایبه که له ظالمانو دې په آمان کړم ګز دې راوړه چې خامتاه درکړم .تقدیر وه او که د پیرحکمت، ګیدړه له مرګه بچه شوه.څه ځنډ وروسته پرې غږ وشو. ما خو وژغورلې اوس خامتا راګزکړه، ګیدړې وویل! پیرصایبه ته په ټوکه هم نه پوهېږې. اوس که پروني تبلیغانوته ژمنې یې ورپه یاده وي.د ګیدړې ځواب یې په خوله وي( تاسو په ټوکو هم نه پوهېږي) پخوا ولس په پنځو ګوندو او شپږو تنظیمو وېشل شوی وه، اوس یې په شپږ شلو هغو وېشلی دی.او له شپږسوو نه په زیاتو ټولنو باندې. هره ټولنه لکه د لرګي ماتونکي پانې غوندې ده. که د لرګی ماتونکی دتبر په شدت لرګی چاووده وکړي بیا دچاودې په برابر پکې پانه وهي.د کابل اداره خو د چاودو مجموعه ده ،نن هره ټولنه پدې سرګردانه ده چې د ځان په برابر پکې درز ولټوي او سر ورکې ومنډي. اوس د ټولنې غړي د ولسپالنې پرځای سیاست پالنه کوی،شخصي ګټی د ملي ګټو نه ورته ړومبی دي،د ضمیرخلاف له قام سره داخلاص-ېووالي او پوهاوي پر ځاې بخیلۍ،سیالۍ او غمازۍ کوی وي .دوی د شهرت،قدرت اوثروت په خاطر وېشلی قوم لا پسې وېشی، که لس کاله نور پښتون وژنه همداسې روانه وي خدای مه کړه د پښتو دکلمې جنازه به واخستل شی.بیا به دا ابن الوقته کسان خپلو سیالانو ته د کوم ټبر په نامه ځان ورپېژني؟
محمد نقیب تره خیل بلجیم ۲۳-۷-۲۰۱۱