دايمي اډې که دايمي اسارت

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دوهمه برخه
دنظامي هډو تيوري دڅه لپاره؟
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
امريکا په ګڼو اروپايي،افريقايي او دلوېديځې آسيا په هېوادونوکې  نظامي هډې لري،خوپه مرکزي ،جنوبي اوختيځه آسياکې لا له دې هډو بې برخې وه  اوداهغه سيمې دي چې دامريکا اصلي سياسي،اقتصادي، مذهبي، نظامي حريفان او رقيبان پکې اوسېږي
او له لاس نه خوړلو قيمتي  طبعي زېرمو او کانونو  ډکې دي ،داسيمه د روس ، هند او چين په څېر داتومي او اقتصادي ځواک، دايران  او پاکستان، په څېر داتومي او مذهبي راډيکالۍ ،   دافغانستان په څېردجهادي او اسلامي ويښتابه  اودمنځنۍ اسيا دهېوادونو په څېر دلاس نه خوړلو طبعي زېرمو  کوربنه سيمه ده، ((آنکه خوبان همه دارند ماتنها داريم ))
ياپه بله وينا،داسيمه دامريکا دسياسي،مذهبي او نظامي اندېښنو اودطبعي بډايه سرچينو    په لرلو دامريکا داقتصادي جنون  او عشق داشباع  چورليز (محور) دى نوکه  امريکا ددې سيمې په تسخير وتوانېږي نوبويه  چې ټولې سياسي ،مذهبي ،نظامي او اقتصادي، اندېښنې يې پورته او دنړۍ دپاچايۍ تاج يې پر سر شو، امريکا هېڅکله هم اسلامي اتومي  هېواد پاکستان ، په تيوريک او دپان شيعييزم په قبض اخته ايران  او دنړۍ ستر اقتصادي ځواک چين چې همدا  اوس يې هم امريکا زرګونه ميليارده ډالره پوروړې ده زغملى نشي ،نه اټومي  هند چې په عنعنوي توګه دانګرېزانو سياسي متحد او ترډېره ددوى امپراطوري وه   نه ددوى اصلي رقيب مسکو چې په افغانستان کې يې د افغان مجاهدينو په لاس ټپي  کړ، خو مړ يې نکړ دټپي مسکو ټپونه رغېدلي او پر  نړۍ دبيا واکمنۍ هڅې يې پيل کړيدي،اوآن د مږکانو په څېر يې دامريکا تر زنې لاندې وينزويلا ته هم سورى کړيدى.
دپورتنيو فاکټونو له مخې، داسيمه  امريکا ته  تربلې هرې سيمې ډېره مهمه ده او دلته ددوى نظامي شتون ددوى لپاره سياسي  آب حيات دى.
امريکا غواړي چې دبېلابېلو سياسي ، اقتصادي ، نظامي ، ټولنيزو او مذهبي موخو لپاره  دلته په سيمه کې تلپاتې حضور ولري  ،  دوى غوښتل چې ديوبې وارثه، کمزوري او له سياسي او امنيتي انارشۍ څخه دډک هېواد په توګه افغانستان ونيسي ، دلته يواځې تش په نوم دافغانانو،خو په حقيقت کې ددوى  اداره وي او ددې موخې لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې او ډېرې ځاني او اقتصادي قربانۍ يې ورکړې .
خوکله چې امريکاته جوته شوه چې دامپراطوريو دهديرې ايلول او دافغانانو ښکېلول ورته ناشونې دي   او ژرده چې دمتو فې شوروي (يادش بخير)په څېر ددوى دتدفين مراسم هم اعلان شي نو په دې فکر کې ؛شو چې څنګه خپل سر هم وژغوري او په سيمه کې خپل شتون اوګټې هم خوندي وساتي هماغه وو چې   سي آى اې دخپل يوه سناتور لينسي ګراهام له لارې دافغانانو او نړيوالوداستمزاج لپاره په افغانستان کې داورږدمهاله نظامي هډو جوړول  وغوښتل، کله چې پدې وروستيو کې داخبر ډېره توده شوه نو  دامريکايي چارواکيو لخوا  له استخباراتي تعامل سره سم په پيل کې دا دهغه شخصي نظر وبلل شو خو ورسره سمدستي يې دپلا ويو او  ويډيو کنفرانسونو له لارې له حامدکرزي وغوښتل چې ددوى دې وړانديز ته دعملي جامو ور آغوستلو لپاره لارې چارې برابرې کړي.
امريکايان انګېري چې دا  ددوى موخوته درسېدولپاره آسانه او له هر ه پلوه اقتصادي لار  ده،هغوى پدې اړه د ګاونډيو اندېښنې هم محسوسې کړېدي او دهغوى دقناعت لپاره يې هلته هم پلاوي ولېږل.
امريکايان غواړي ې دلته دتل لپاره پاتې هم شي،په نړۍ د خپلې پاچاهۍ خوب ته ښه تعبير هم ومومي،سيمه هم وڅاري او پروړاندې يې مخالفتونه هم نه وي ،امريکاله افغانستان   څخه په سيمه کې دخپل ژاندارم دقوماندې د مرکز په توګه کار اخلي.
لکه وړاندې مو چې وويل امريکا دلته راتللو ته پلمې لټولې ،دې سيمې ته وسلوال راتلل دامريکا استراتيژيکه اړتيا وه هغه په عربي نړۍ کې د اسرائيلو په څېر هر چېرې ځانته ژاندارم لري، خو په ختيځه نړۍ کې يې  چې تر بل هر ځاى پکې دامريکا دسترګوازغي او دامريکا ګټې ډېرې دي،داسې کوم ژاندارم نه درلود نو ددې ژاندرام مرکز يت ته  افغانستان دوى ته اسانه اوله نړيوالې ملامتۍ څخه خلاصه ټاکنه وه.
په افغانستان کې  دامريکا دنظامي هډو په اړه په برخليک اوه نيزه کې  دق- الف سباوون يوه ليکنه خپره شوې چې په لږ تصرف يې دلته رانقلوو:
((کله نه چې دامريکا دپوځي اډوخبره راپورته شوې نو دګاونډيانو داندېښنو خبره هم ورسره ديوه خنډ او ځنډ په توګه راغبرګه شوې ده او دليل دادى چې دامريکا دايمي اډې دګاونډيانو ملي ګټې ګواښي،دغه خبره کله هم ونه شوه چې ايا افغانستان هم ملي ګټې لري اوکه نه؟
که دافغانستان له امله دامريکا يانو حضورګاونډيانوته احتمالي ګوښ پېښوي او جدي مخالفتونه رازېږوي برعکس دافغانستان امنيت د ګاونډيانو له لاسه عملاً در هم برهم دى،يو يې وسلې رالېږي اوبل يې وسله وال مخالفينوته پټنځايونه چمتوکوي ،خونه غواړي چې په افغانستان کې امنيت ډاډمن شي ....
امريکابه دافغانستان ،پاکستان اوايران دمخالفتونو پربنسټ له اډو لاس واخلي؟
که اډې جوړوي دافغانستان پکې کومې ګټې خوندي دي؟