دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
اتمه برخه
که يوه مېرمن ووايي«نه»،مقصديې« شايد» دی؛که ووايي«شايد» مقصد يې «هو» دی ؛ که ووايي «هو» نو هغه هيڅ مېرمن نه ده.
نڅا
هغه چې ناڅي بايد سرينده(ويلون) غږوونکي ته پېسې ورکړي.(انګلستان)
هغه چې په خپله ټوپونه وهي نڅول يې اسان دي.

هغه چې نه غواړي وناڅي، بايد مېدان دې پرېږدي.
دنڅاله پاره له يوې جوړې نه زياتوسروبوټانو ته اړه ده.(المان)
هغه چې نه شي نڅلی، پړه پر نا اواره ځمکه  اچوي.(مالېزيا)
هغه چې نه شي نڅلی ،وايي ځمکه کږه  ده(افغانستان[ژ])
څه چې څوک په والس(دجوړه نڅا يوډول)کې بايلي ،په غاړکۍ کې ګټي.(يولېند-ډنمارک)
زيات داسې ناڅي،لکه ژاړي چې.(سوېډن)
هغه چې ناڅي،ټول خوښ نه دي.
هيڅوک بې نشې نه ناڅي.(لاتين)
په تش نس نڅاښه نه ده.
لنډه نڅا نږدي منډه ده.(اووم پيدر)
هغه چي ښه ناڅي،دچا خوښي لوبېږي.(انګلستان)
هغه چې ښه ناڅي،له يوواده نه بل ته ځي.(اسپانوي)
کله چې ناڅې،ډهل ته ګوره.(هندي – بوروشاسکی)
دادنڅا له ښوونځي نه زيات دی.(هاواي- پوليني)
له يو سړی نه نڅا،او له يوګل نه غونچه کېږي.(المان)
مينه تل بدۍ پاکوي.(اووم پيدر)

۳۶
کله چې سړي  په لوڅو پښونڅلي وي،نوپه جرابو به روان وی.۵۳
ژوند همېشه پرګلانونڅا نه ده.
کله چې هيڅوک نه غواړي وناڅي، غږول (دموسيقي دالاتو) خراب دي .
دنمارکی
کله چې يودنمارکی ړومبی يوې خونې ته ننوځي،وروسته ورپسې نورزيات راځي . (دفيروټاپوګان)
لور
پرلورګانو ته پام کوه .
ديويد
زه بايد درته وښايم چې ديويد(نوم دی)بير چېرته اخيستي دي .(سوېډن)
کله چې ټولواک ديويد زوړ شو،عشقی سندرې يې وويلې.
څوک  له زوړ(مخکني) کشيش نه دکشيش بل ښه همکار نه شی پېدا کولی.(اووم پيدر)
څوک چې په يېږ شات ويشي کمه برخه ترلاسه کوي .(ايتالوي)
له دې چې ټول له لاسه ورکړې،ښه ده چې نيم وويشې .
دخوښۍ ويش دوه چنده خوښي ده،دغم ويش نيم غم دی  .(سوېډن)
ولس تېرايستونکی(عوامفريب)
ولس تېرايستونکی بدلباسه بې کېفيت دی .
شعر
شعر بې مانا درواغ دي،خوسړی يې بايد باورکړي .(سوېډن)
له خراب شعر نه خرابه سندره جوړېږي .(دفيروټاپوګان)
ديپلومات
ديپلومات هغه دی چې دښځې دزېږېدوورځ يې په يادوي خو عمريې هېروي .(انګلستان)
مننه دوياړسکالوده.
ټول بحثونه له “هو” او“نه”څخه رامنځ ته کېږي .(فرانسوی)
هغه چې تل پرې خبرې کېږي، په خبرو(بحث) ارزي.(انګلستان)
شيطان
شيطان ډېر ښه پوهېږي چې څومره زوړدی .

۳۷
شيطان زيات پوهېږي،ځکه چې هغه زوړ دی ،نه داچې شېطان دی. (پرتګال)
شيطان زوړ دی، خو ددي له پاره نه دی ښه .(سوېډن)
دېويوغريب شيطان دی،هغه هيڅ خدای نه لری.(روسی)
چېرته چې شيطان به خپله نه شي تلی هلته عصبي ښځه لېږي.
هغه څوک چې له شيطان نه ډارېږي هيڅکله شتمن کېدای نه شي.(ايتالوي)
کله چې څوک يوشيطان په وهلو بهروشړي اوه نور راننه باسي.(سوېډن)
که دشيطان په مخ دروازه وتړې هغه په کړکۍ راننوزي .(روسي)
شيطان ډېرې پښې لري .(يونان)
شيطان تر دولسو زيات ړومبني ياران لري(هغوۍ چې دشيطان دلارې اصلي لارويان دي).[داد مسيح دهغودولسونږدې پيروانوته په اشاره کې ويل شوی(ژباړن)]
که شيطان څراغ نيولی وي  تګ ښه نه دی(دشيطان به څراغ مزل مه کوئ)(انګلستان – والس)
هغه چې غواړي له شيطان سره ګډخواړه وخوري، بايد اوږده ږيره ولري.(انګلستان)
څه شی چې څوک له خدای نه اخلي شيطان راولي.(سوېډن)
شيطان زياتې ارواګانې په طلايي جال کې ښکار کوي( راګيروي) .
شيطان هيڅکله اوږدمهاله پور نه ورکوي.
کله چې غريب شتمن ته څه ورکوي،د شيطان خټې دي .
کله شيطان وږی شي ،چټلۍ خوري .(دامريکامتحدايالتونه)
اړين وخت کې شيطان مچان هم خوري .(جرمني)
شيطان هروخت ځان ته توررنګ ورکوي،خوموږ هغه ګلابی رنګه ګورو.(فنليند)
سپين شيطانان له تورو ډېرخراب دي.
يوشيطان بل شيطان له منځه نه وړي .
په بې نارينه کليسا کې شيطان کشيش وي .(ارمنی)
کله چې شيطان لمونځ کوي،دوکه کوي .
دشيطان له زرګونو ريښکيو يوکميس نه جوړېږي .
څوک چې قران لولي، شيطان ترې کډه کوي .(عربي)
دبودامخ ته شيطان اوسېږي .(جاپان)

۳۸
په هرانګورکې يوشېطان دی .(المان)
په بيده دېو(شېطان) دم مه وايه.(تبت)
اشنادېو،تر نااشنا پرښتې ښه دی.(ارمني)
تر يوې ناليدلې پرښتې ،ليدلی دېو ښه دی.(چين)
کله چې شېطان زوړ شي،کشيش کېږي.(سوېډن)
چې کله شېطان دلوګي سوري پاکوونکی وليدويې ويل: “دايو نوی ډول شېطاان دی”.(سوېډن)
شېطان تېرايستل کوی، خوزورنه کاروي .(ګوايانا-انګرېزي)
قاضي
په يوه دعوا کې دوه قاضيان ښه نه دي.
هيڅوک خپله دعوا کې په خپله قضاوت نه شي کولی.
څوک چې ددوه ملګرو مينځ کې قضاوت کوي،يوله لاسه ورکوي .
هغه چې دنورو په هکله قضاوت کوي ،دځان په باب قضاوت کوي.(ايتالوي)
کله چې ګېدړقاضي وي،خدای له پسه سره مرسته کوي.
چې دعوا نه وي،قاضې نه وي .(سوېډن)
له خپل قاضي سره شخړه مه کوه.(پيدرلول)
دقاضي  مخکې ژړا ناوخته ژړاده.
دقضاوت پرڅوکۍ تل هغه  کس ناست وي چې پر سپوشوروا نه شي ويشلی.(اووم فيدر)
هلکان
هلکان هلکان دي،اوهلکان دهلکوالۍ کارونه کوي .(لاتين)
ښه هلکان مېندوته ورته وي،ښې لورګانې پلرونوته .
غولن ماشوم مورشرموي.
اوږده هلکان اوپېسې بايد له کوره وباسئ ددې له پاره چې څه وګټي.(ويندسيوسيل)
دګرمو هلکانو هيڅکله ساړه  نه کېږي.(لويديز يوليند)
هلکان چې غټېږي په  عين وخت کې په ګېډه کې يوه لېوه لري .(المان)
هلک (خدمتګارهلک)
هوښيار خدمتګار(هلک) ښه ناظر کېدې شي.

۳۹
له خراب چوپړي هيڅکله ښه ښاغلی (بادار) کېدی نه شي.
دا بده ده چې څوک دهلکانوچوپړی وي.
ځښل اوڅښاک
له بوتل نه يې وڅښه چې  په ګيلاس کې ورک نه شې.
زه يوازې خپل څښم.(پوليند)
ويې څښه دمېلمه په څېر ويې خوره دکوربه په څېر.(ايسليند)
ښه څښل په  خانک (سرخلاصي لوښي کې چټلي ده.
څومره چې سړی زيات څښي هومره زيات تږی کېږي .
يا شراب وڅښه يا له ميخانې ووځه .
که شراب وڅښې هم مړکېږ ې که ويې نه څښې هم مړکېږې،نوولې يې ونه څښې.(روسيه)
که له يو جام نه يې څښې بل ته مه ګوره .(عبري)
دبل په خاطريې وڅښه ،په خپل خاطريې وخوره .(روسيه)
ډېر يې دبل په سلامتۍ څښي مګر خپله سلامتي له لاسه ورکوي .
ځينې دډېرو څښلواوځينې دتندې له امله مري .
نشه ښځه په کټ کې ملايکه ده او په کور کې کې شېطانه ده .(اووم پيتر)
نشه ښځه خپل ځان دې .(روسيه)
نشه توب دشرابوغلطي نه ده دسړي غلطي ده.
نشه توب دخپلې خوښې لېونتوب دی.
نشه توب دخپلې خوښې لېونتوب دی .(لاتيني)
څه چې دپه سد( په حال)دنشه يي(مست) په ژبه وي .(يونان)
دنشه يي خبرې دپه سد سوچ دی .(اوکرايني)
دنشه خوشالی دپه سدغم دی .
دغم له شراب څښلونه دخوشالۍ اوبه څښل ښه دي .(روسيه)
دنشه سړي ډېر ښه علاج هغه ته دپه سد سړي حيران حيران کتل دي.(چينايي)
شرابي تل سهار تياری نيسي.
که دوه کسانو درته وويل چې نشه يې نوبيده شه.(روسي)

۴۰