جرمني : د روان کال د جولاي د میاشتي په ۷ نېټه ادبي او سياسي حجري په المان کې خپله نوبنتي غونډه وکړه .
پدغه ترڅ کې د غونډي ګډون والو د پښتو ژبي او کولتور د ساتنې ، پالنې او پرمختیا په اړوند نظرونه شریک کړل او ددغه ارزنده هلو ځلو د لا عملي کولو په لارو چارو ئې رڼا واچول شوه .
د ادبي او سیاسي حجري ملګرو وپتیله چې راتلونکي ناسته به د پښتنو د نومیالي او منلي مشر د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمدا افضل خان « خان لالا » په وياړ به د روان کال د سیتمبر په میاشت کې غونډه جوړوي .
ادبي او سیاسي حجره چې د ټولو پښتنو ګډه حجره ده، چې په جرمني کې ئې د څه مودي راپدیخوا د خپلو خلکو چوپړ ته اوږه ورکړي، خپل پښتانه لیکوالان ، ادیبان او مشران ئې په خپل وخت سره پاللي ، ستايلي او خپلو هیوادوالو ته ورپيژندلي .
خپل اولس او ژبي ته ادبي او سیاسي حجري د نورو چوپړ او لا بریا وو په هیله .
په درناوي
صالح خان
زمونږ دحجري ایمیل :