حبيب الله غخور
ددولتي چارواکو اوښاغلی کرزی صاحب هير سوی ولايت نوم سم وليکئ
داروپاپه وخت دشپې دوه نيمې بجې چي دافغانستان په وخت سهاروختی وو،چي دنن ټکی اسيا ويب پاڼې http://nunn.asia/ته مي ددې پاڼي خپاره شوومطالبودلوستلوپه موخه سرورښکاره کړ.
ددې ښکلې پاڼې راسته لاسته پر تندي په يوه گرځنده کړکۍ کښي مې دالاندي مطلب ترسترگو سو:
خالي, 02 جولای 2011 ، نن ټکی آسیا
((د روزګان په مرکز ترین کوټ کې د ملالۍ په نامه د انجونو لیسه جوړه شوه .
نن ټکی اسیا: دروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې دملالی په نامه لیسه جوړه اوګټي اخیستني لپاره د پوهني ریاست ته وسپارل شول .
دغه لیسه چي د انجونو لپاره جوړه شوې، د اسټرالیا هیواد د(( ۱۵ )) لکه امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړه شوې))
زه دنورخبرنه تېرېږم دومره وايم چي دروزگان نوم دلمړی ځل لپاره درست ليکل سوی .))
تر هرڅه وړاندي ددې ويب پاڼي له درنو خپروونکونه دزړه له کومې مننه کوم چي ديوازنۍ نشراتي موسسې په توگه ئې په پښتو ددې ولايت نوم درست وليکه اودايرانی تکلم له تاثيراتونه ئي په امان کي ونوماوه.
دازموږ لپاره دوياړخبره ده چي پسله ډيري مودې يوځل بياددې ښارانجونوته دامکان برابرسوچي دتعليم لپاره ځانگړې جونگړه (تعمير ) ولري .پدې هيله چي ددې سيمې دانجونولپاره دې ښوونځۍ ته دتگ امکان ولري اوپلرونه ئې ښوونځۍ ته دتگ مخه نه نيسي اوهمدا ډول له نوروډلواوتنظيمونه چي ددولت سره مخالفت لري جدي غوښتنه کوم چي دښونځيودپرانستلومخه ونه نيسي .پدې بايد هرڅوک پوه وي چي علم پر نارينه اوښځې يوشان فرض دي .
له بدمرغه دښونې اوروزنې وزارت له ټولوتبلېغاتوسره ددې ولايت اوودې ولايت دمرکز نه يوازي انجونې بلکي هلکان هم دتعليم له سالمو شرايطونه محروم پاته سوی،دلته هرڅه په نامه شتون درلودلی،دبېلگې په توگه څه موده وړاندي ددې ولايت په يوه ورکشاف کي ددې ولايت يوه له اساسي ستونزوڅخه دښوونې اوروزنې چاروته کمه پاملرنه وبلل پدې ټول خبردي چي نه يوازي مسلکي ښوونکی شته بلکي دکتاب ،تعميراونورودرسی توکوشتون درک نلري ،که رښتياووايو دوزيرصاحب دولايت په پرتله ددې ولايت سره ميرزی ورورکړنه کيږي . داچاته دمنلو وړنه چي په يوه ولايت کي هر څه موجودوي اوبل ولايت کي دبې امنی په بهانه ماشومان له هرڅه نه محروم ساتل سوی وي .متاسفانه ددې ولايت اوسېدونکي داسي څوک نلري چي ږغ ئي تر دولتي چارواکو اوياهم نړيوالوټولنو پوري ورسوي .هغوي چي ددې ولايت خواخوږي ځان بولي په خپله خواخوږی کي ډوب دی .همدا دليل دی چي داولايت اوددې ولايت اوسېدونکي دنړيوالي ټولنې له مرستو اوافغان دولتي چارواکوپه ځانگړې توگه کرزی چي ويل کيږي امريکايانودهمدې ولايت کي کښته اوبيائي له همدې ولايت نه تر بن پوري ورساوه داسيمه هيره کړې ده. داسيمه يو وخت دطالبانوپه زيرمتون بدله سوې وه ،خودزمان په تېرېدوسره دغه حالت يوڅه تغير وموندلی،مگرددولت پاملرنه دې سيمې ته هيڅکله نه ده سوې .
داسيمه لکه دميرې زي ورورکورله نظره غورځول سوی دي .کنه حقيق خودادي که څوک غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي نودهغه سيمو له خلکوسره بېساري اقتصادي اوتخنيکي مرستي بايد وسي کوم چي دسولي راوستوسره مرسته کوي .دا ولايت بې ساري ميوه جات اوزراعتي ځمکي لري.مگر متاسفانه نه ددې ولايت باغوان اونه هم بزگر کرهڼېزوکاروته وهڅول سواوياکومه مالي يامادي مرسته ورسره وسول.سره له دې چي داولايت يوزراعتي سيمه ده پدې ولايت کي دميوې دپروسيس ياکانسروه کولولپاره کومه وړه اويامتوسطه فابريکه جوړه نسول .داچي ددې ولايت ځوانانولپاره دکار،تعليم اوتحصيل زمينه برابره سوې نه ده دابل ملي ناورين دی .
داکوم انصاف اوعدالت دی چي پدې لسوکلونوکي ددې ولايت دټولوليسواوهغه شمېر شاگردانوڅخه چي دښوونې اوروزنې وزارت ئي شمېره اعلانوي،په بهرکي لس تنه اودهيوادپه عالي موسيسوکي سل تنه محصلين نلري .
داهم ددولتي چارواکو اونړيوالي ټولنې دخواخوږي اوپه سميه کښي دسولي اوثبات راوستلوسره دميني روښانه بېلگه.يو ولس چي نالوستی اوبېکاروي ،يوه کورنۍ چي دژوندحداقل اقتصادي شرايط ونلري اوزلمي ئي په کورکي بېکاره ناست وي څنگه کېداي سي ددولت نه دفاع وکړي اویاله هغوي نه خوښ وي ،داطبعي دچي دمعارف اوسوله ايز ژوندمخالفين هغوي دخپلو سياسي موخولپاره استعمالوي .
سره له دې چي که افغان چارواکي پدې نه پوهېږي نړيواله ټولنه پدې پوره پوهېږي چي دسولي اوثبات راوستلو لپاره تعليم ،تحصيل اودکارامکاناتوبرابرول تر بلي هرې چاري ډيره ښه چاره اودحل لار ده.
ددې ولايت خلک ددولت اونړيوالي ټولنې ځانگړې مالي اومادي پاملرنواوپدې سيمه کي ځانگړې پانگه اچونې ته سترگې په لاردی .،موږه پوهيږوچي نړيواله ټولنه ولي يوازي دکابل چارواکوخوښ ساتلو،پر سياسي ، پوځي تبليغاتو اوعملياتو تکيه کوي ؟ اودولس سره عملې مرسته اوهغوي ته هوسااوبسيا ژوندامکانات برابرولونه ډډه کوي ؟؟؟
دهيواداقتصادي پر مختيااوعلمي پوهاوی باندي دځواننسل سمبالتيادايمي سولي اوثبات راوستلوسره مرسته کوي ، نه دتوپ اوتوپخانې .
خپله داليکنه يوځل بياد(( نن ټکی آسیا)) ويب پاڼې نه په مننې سره دپدې ټکورانغاړم چي ټول ليکوال ددې ولايت نوم د((ارزگان )) پرځاي ((روزگان)) وليکي اودولتي چارواکي پردې ولس زړه وخوږوي . ومن الله التوفيق