بســــــــــــــــــــــــــــــــــمل
درنو لوستونکو!
نننۍ لیکنه مې دمخکینۍ لیکنې په تړاولیکم دهغې لیکنې سرلیک و(حامد کرزی دسولې اوثبات لوی دښمن ګڼل کیږي)
په تېره لیکنه کې مې تاسوته داسې یادونه کړې وه :
(حامد کرزی ځکه دسولې او ثبات لوی دښمن ګڼل کیږي، چې دثبات اوسولې په صورت کې بایددی له قدرته ګوښه شي کله، چې له قدرته ګوښه شو بیا نو د ده ژوند سخت په خطــر کې دی په دې اړوند به زما راتلونکې لیکنې تاسو ته په مستند ډول قناعت درکړي).
له وعدې سره سم غواړم لمړی دسولې په اړونددحامدکرزي ددوه مخیتوب اوتزلزل څوبېلګې تاسو ته وړاندې کړم :
ــ حامدکرزی دبن له یوطرفه کنفرانسه مخکې دګوتوپه شمارکسانوهم لاسم نه پېژاند دا، چې دبن په کنفرانس کې دکومومغرضوهیوادونو په خوښه د راتلونکومرموزو توطیو لپاره دی په یونس غیرقانوني او ربانیانو ومنل شودابه بلې لیکنې ته پرېږدوخودومره اړینه ګڼم ولیکم، چې که دحامدکرزي په ځای بل هر څوک ارګ ته وړل شوی وای نه به پښتانه دومره ځپل کېدل او نه به دملي یوالي پړي دومره شکېدل .
ــ یوه لسیزه پوره کیږي، چې حامدکرزی په واک ناست دی خو واک نه لري دده په واکمنۍکې په ملیاردونوډالر داسې لمبه شول، چې لوګی یې لا چاونه لید خوبیاهم کرزی په ځینو غیر مسؤلانه ویناوو کې ولس ته په عوام فرېبي سره د ودان افغانستان اوسوکالې سبا ډاډ ورکوي .
ــ که حامدکرزي په رښتیاسوله غوښتی نو دخپلې واکمني؟؟ په پیل کې به یې هغه ددوی په اصطلاح نړیواله ټولنه دخپلو کړو ژمنو عملي کېدو ته هڅولې وه څو دبن د ناقص اویوطرفه کنفرانس له پرېکړوڅخه یې کم له کمه هیواد ته دمحاجرینوستنېدو د مطمینې لړۍ ترڅنګ هغوی ته ګټوري بوختیاوې برابرې کړې وای خوله
بده مرغه کرزی ولس ته رښتین نه دی نه یوازې له هیوادڅخه دبهرمحاجرینوپروا یې ونه کړه، بلکې دهیوادپه دننه کې یې لاهم دمحاجرینوغم ونه خوړمثلأ:
دکرزي غوږونوته څېرمه دقمبر په څلورلاري کې زموږ مظلوم هلمندي کډوال کلونه کلونه په سره ژمي کې تر پلاستیکونو لاندې شپې سبا کوي ددې مظلومو کډوالو هغه ماشومان ، چې دکرزي له قدرت سره یوځای دنیا ته راغلي اوس لس کلن شوي دي هغوی نه ښوونځي لري نه ښوونکي نه جامي لري نه کتابچې خوهغه تښتېدلي په سوړو کې پټ جنګي جنایتکارن، چې کابل او نورې سیمې یې په وینو لړلې وې او بیاامریکایانو ورباندې لپاسه زېړ خوراکي پاکټونه وورول نن دکرزي له برکته میلیونران شول عطأ نور خو پکې ملیاردرهم شوخو زموږ نورپه سلهاووزره افغان کډوال لادهيوادپه دننه کې دکډوالي تریخ عمرتیروي په ژړۍ دښته کې له شمال اوځینو نوروسیمو څخه د رابې ځایه شویوکډوالو، په خوست ولایت او ډېرونورو پښتني سیموکې د بې ځایه شویوکورنیو لالهاند او در په در ژوند یې ژوندۍ بېلګې دي .
دکرزي له شهامته؟؟ دتخارولایت په خواجه بهاوالدین کلاکې ۷۹بې ګناه پښتنې کډوالې کورنۍدخپلوخټینو غریبانه کورونو په ځای له خپلو ګلالیو ماشومانو سره په زندان کې دعمر دردوونکې ورځې شپې تېروي .
دپورتنیو بېلګو په اړونددحامدکرزي بې کفایتي اوشعورأبې تفاوتي ددې سبب شوه، چې له سولې، سوکالي، او اړینو بوختیاوو محرومو افغانانو زړونه مات او له ناچاري څخه وسله واخلي .
ــ حامدکرزی لاپه چوکۍ سم سپور نه و، چې نړیوالو توطیه ګرو د دیموکراسي په پلمه لویه جرګه په لویه جرګه پسې راوغوښته او داسې ناکسان یې پکې مخکښان کړل، چې په یو ډالر د ورځې لس ځله ایمان پلوري .
داساسي قانون جوړولو دجرګې یو څوګډونوالو دیو وتلي ژورنالست په ګډون ما ته داسې څه وویل، چې سړی ورته حیران پاته شي په هغو ورځوکې موږ هم له رسنیو څخه جریان تعقیباوه یوه ورځ په یومجلس کې ناست وم له بي بي سي رادیو څخه مو دقانون جوړولوجریان اورېد خبرې د پارلمان او ولسمشر د صلاحیتونو اوبیا دلویې څارنوالۍ په واک راڅرخېدې مادمجلس ګډونوالو ته وویل، چې ددغومادو له منلو به په راتلونکې کې ډېرې ستونځې وزیږي څنګ ته ناست دوست مې راته وویل، چې ولې؟
ماویل ځکه، چې ددې مادوتصویب به راتلونکوچنه بازیوته ډګر پرانیزي او هغه چنه بازۍ به بیا د فسادلپاره لار خلاصه اوپه هیواد کې به د تپل شوې دیموکراسي دلا سپکاوي او ډول ډول ګډوډیوسبب شي.
دادې اوس یې تاسوټول شاهدان یاست، چې کوږ بارتر منزل ونه رسیدولسمشر ؟؟ مووګورئ، پارلمان دسترې محکمې او څارنوالۍ ننداره هم پخپله وکړئ .
درنو خویندواو وروڼو!
ترکاڼي دبیزو کارنه دی نظام جوړونه نه یوازې ساتېري نه ده، بلکې نظامپالنه ترنظام جوړونې ستونځمنه ده حامد کرزی په چترۍ کې راښکته سو بیا یې ټکسي وانان او رستورانچیان له جنګي جنایتکارانو سره یوځای دنظام جوړونې په پلمه تر ځان راتاوکړل دا ادعا هم کوي، چې موږ دنړیوالو لخوامشروعیت او ملاتړ لرو نو دا دی اوس یې دلس کلن نظام ننداره پخپله وکړئ چې څومره یې هیوادوران کړسوله اوسوکالي یې کوموګړنګو نو ته وغورځوله؟
ــ حامدکرزي په دالسوکلونوکې د خپلوداړه مارو په لاس په ملیاردونوملیاردونو پانګه له هیواد څخه بهر کړه خو د هیواد ددفاع لپاره یې یوه روپۍ هم سمه ونه لګوله دکرزي له لاسه نن زموږ دپېړیو پیړیو تاریخي هیواد د۶۳ شپېته کلن پاکستان په وړاندې د دفاع وس نه لري کرزی له یوې خواوايي نړیوال له موږ سره دي له بلې خواموپه خاوره درګرده راکېټونه راوریږي نه یې پخپله مخه نیولای شي اونه یې داخپل دروغجن نړیوال پروا لري .
نن دکرزي هغه ډنګر ددفاع وزیر په ژړا و له نا ټوڅخه یې ګیله کوله چې ولي له موږ څخه دفاع نه کوي وا وا دا دی دکرزي هغه غښتلی نارینه دا ښاغلی له ناټو څخه ګیلې کوي خودا شعور ورسره نشته، چې کیدای شي دا هر څه دناټو دپلان له مخې په مخ روان وي په هر صورت داموضوع به بلې لیکنې ته پرېږدوخود پورتنیو ټولو ناخوالو لوی مسؤل همداحامد کرزی دی څومره چې اوبه خړې وي دی پکې ډېرکبان نیولی شي .
ــ له حامد کرزي څخه زموږ دغم لړلي ولس داهیله وه، چې ترهرڅه لمړی به جنګي جنایتکاران محکمې ته راکش کړي خوکرزي نه یوازې دولس دا هیله ترسره نه کړه بلکې په هغه پارلمان یې جنګي جنایتکاران له عدلي تعقیب څخه معاف کړل په کوم پارلمان کې چې پخپله جنګي جنایتکاران لاس بري وو.
کله چې جنګي جنایتکارانو په پارلمان کې خپل ځانونه پخپله معاف وګڼل نو له واره ځینو لویدیځو رسنیو
د دې جنایتکارانو د لا تشویق په موخه له دوی څخه یو څو کسان ګردیو میزونو ته راوبلل له هغې جملې د بي بي سي رادیو محقق رابللی و زه هم په بحث کې شریک وم ما د عیني واقعیتونوله مخې محقق ښه محکوم کړ له هغه سره بل منطق نه و ما ته وايي، چې (ما دست بالا داریم شما درخارج هستید از اینجاخبر ندارید).
اوس نوتاسو ووایاست، چې ولې او د څه لپاره حامدکرزي داڅیرونکي لېوان وساتل واضح ده، چې دسولې د مخنوي لپاره اوس دادی ظاهرأدوستم ، محقق او ضیأ دکرزي پرخلاف نوی ایتلاف جوړوي خوزماپه فکر په حقیقت کې به کرزي هم پسې ولاړ وي مانا چېرې چې ښه وي دکرزې همهلته شپه وي .
ددې ترڅنګ کرزي په دالسوکلونوکې دملي مصلحت په نوم جنګي جنایتکاران دومره ونازول، چې ځینې یې هوائي کرښې لري، ځینو یې بانکونه لوټ کړل، دځینولپاره یې دافغان ویاړونو یوتاریخي مرکز (شیرپور) هوار کړ، ځینو ته یې د شهرکونو په نوم په زرهاوو هکتاره دولتي ځمکې ورکړې ترڅوله دې لارې شتمن شي، غیر منقوله شتمني په منقوله بدله او په دوبۍ اولویدیځه نړۍ کې بانکونه پرې وپړسوي .
ــ حامد کرزي ددولتي مقامونواو بې شمېره امتیازاتوتر څنګ جنګي جنایتکارانو ته دشخصي امنیتي کمپنیو په نوم دملېشوتشکیلات هم ومنل دا داسې ملېشې دي، چې دکرزي په کیسه کې لا نه دي عطأنور یې په شمال کې لري، دین محمد (جرئت) که یاد مووي پخپلو ملېشو لوی څارنوال (ثابت) وډباوه همدا ډول امان الله ګوزر خپلې بې مسؤلیته ملېشي په شخصي جاموکې په جمیل کرزي پسې ترپارلمان پورې دمظاهرچیانو په نوم را ورسولې بیاجمیل کرزي خپلې خبرې بېرته واخیستې اوغوږونه یې ورته ونیول دې ته ورته نور بېشمېره غله د هیواد په نوروسیموکې د شخصي امنیتي کمپنیو په نوم ملېشې لري دمظلومانو په مال او ناموس بې درېغه تېري کوي ددغو ټولو ګلګلمیریو تر څنګ کرزي په شمال کې د اربکیو په نوم داسې غیر ضروري تشکیلات رامینځ ته کړل، چې د شمالي سیمو په دودکې هیڅ نه وو ځکه خو یې خلګ اوس تر دووسپوږمو رسولي دي .
دلته اړینه ګڼم ولیکم، چې اربکي زموږ دهیوادپه جنوب ختیځوسیموکې له پخواڅخه دود وودهغوی کلیوالي نظاکتونه، اصول او اخلاق منل شوي او د درناوي وړ دي .
نږدې درۍ کاله مخکې کله چې دنیواکګرو په عمدي بموریو کې زیات ولسي وګړي په نښه شول نوما د اربکیو یوه طرحه برابره او په ۲۰۰۸ ز کال داګست په شپاړسمه نېټه مې دمونشن ښارپه مرکز مارین پلاتڅ کې دګران افغانستان د خپلواکي ۸۹ یمې کلیزې دلمانځنې په لاریون اومټینګ کې ګډونوال ته بیان کړه زما طرحه په جرمني اوپښتوژبو چاپ شوې وه دمټینګ په ګډونوالوووېشل شوه مستند اسنادپه لاس لرم لویدیځو رسنیو او ارګانونوهم تر لاسه کړې وه .
داربکیو په اړوند زما طرحه دکلیوالي اصولو په رڼا کې له یو څه ځانګړو شرایطو سره برابره شوې وه خو له بده مرغه ، چې له هغې طرحې څخه شمالي ټلوالې یاخوحامد کرزي سؤ استفاده وکړه اود دودیزولویوجرګوپه ډول یې داربکیو درنې دندې اونوم ته هم زیان واړاوخبره به رالنډه او له تاسوبه وپوښتم، چې دکرزي لخوا دداسې کړنو هدف سولې ته هرکلی دی او که دسولې مخنیوی؟
ــ لکه مخکې مې چې دولتي موقفونو ته اشاره کړې وه حامدکرزي دامریکايي الوتکو تر وزرو لاندې زېږېدلي چرګوړي نه یوازې په بې مسؤلیتي سره پرهره چوکۍ سپاره کړل بلکې دفساد شین څراغ یې هم ورته روښان کړد هر چاچې څه له وسه کېدل یا کیږي صرفه نه کوي حامد کرزي دفساد په ضد ډول ډول کمیسیونونه جوړ کړل خو دملیاردونوملیاردونو له غلو څخه یې یو هم نه یوازې په لاس نه دی ورغلی بلکې پخپله حامد کرزی چې ځان ولسمشر هم بولي د میلیونونو ډالرو له غله مجاهد؟؟ صدیق چکري سره په پاکستان کې ملاقات وکړ پکه دا دې لا بله سپکه .
دافغانستان بانک مشر د۱۷میلیونو ډالروله بډواخیستلوسره سره بریالی امریکاته وتښتېد دکابل بانک دوه مشر غله نیول شوي خوکورنۍ یې انګرېزانو تر لندنه پورې ورسولې زما په غالب ګمان به په دې کې هم چکري لاس لري څو ورځې وروسته به دکابل بانک غله هم دکوم لغم له لارې لندن ته ورسیږي دوی که ورسیږي یانه خو د دوی نیونه به دکرزي په فاسده اداره یوه زره اثر هم ونه کړي دا ځکه چې په حقیقت کې کرزی دفساد مخه نیول نه غواړي که فسادورک شي بیاخوولس راضي کیږي ولس چې راضي شي بیادسولې راتګ باوري کیږي کوم څه چي کرزی خپله ورکه پکې ویني .
ــ دحامدکرزي بې ځایه کبر چې یوازي په پښتنو یې کولای شي هم ددې سبب شو، چې سوله مخ را وا نه ړوي د بېلګې په ډول دوه کاله مخکې دلویې پکتیا یو څوقومي مشران دکرزي لیدلو ته ورغلي وو فضأ خورا سړه وه په اخیرکي یو مېلمه کرزي ته یو څه ویلي و، چې دلته یې یادول نه غواړم کرزي بیا دومره ناوړه برخورد ور سره کړی و زه به دځینوقومي نکتونوله مخې هغه خبره دلته نه لیکم په ولله که یوکلینر هم کوم چاته داسې خبره وکړي .
تاسوباوروکړئ څومره، چې حامد کرزی ډارن دی هغومره يې سیاسي پوهه لږه ده ځکه خویې زموږ هیواد دپاڼ او پړانګ ترمینځ ودراوه لنډه دا، چې کرزي نه یوازي لویې پکتیا ته خیر نه دی رسولی بلکې د ټاکنو په موده یې ورسره کړې ژمنې هم ترسره نه کړې .
پکتیا وال واقعأ خوابدي دي کرزي له لویې پکتیا سره لوی ظلم کړی دی دګردیز اوخوست لویه لارپه دالسو کلونوکې کرزي جوړه نه کړه کوم نورڅه خاص یې هم دلویې پکتیالپاره نه دي کړي دمچلغو د بریښنا بند لا همداسې پاته دی نو بیا به کوم ړوند پکتیا وال دکرزي په څنګ زما په ضد دریږي؟
مقصد د ولس خپه کول، دفساد زیاتول دا هغه څه دي، چي خلګ غرونو ته خېژوي کوم څه چي کرزی غواړي .
ــ حامد کرزی بې له دې چې دخپلو خبرو او خپل ځان وزن ته وګوري په دومره لوړو مورچلو ډزې کوي، چې سړی نور هم په ځان بې باوره کوي دبېلګې په ډول دمی میاشتې په نویشتمه نېټه ناټوخېلو د هلمند دنوزاد ولسوالي سلام بازار په سيمه کې څوارلس تنکي ماشومان ووژل، لس پنځلس کسان یې نورزخمیان کړل له دې ظالمانه بموري څخه وروسته ښاغلي کرزي زموږ دمظلوم ولس دغولولوپه موخه البته دخپلو بادارانوپه دستورپخپلو بادارانو سخت لفظي ګوزارونه وکړل پخوا به یې نرمه غېږ ورسره نیوه دا ځل ورته ببر شوی و.
کرزي اعلان وکړ ، چې که ناټو بيا هم د ملکي وګړو وژلوته دوام ورکړي نو افغانان به دوی ته د نيواکګرو په سترګه ګوري ده وويل، چې تاريخ شاهد دی چې افغانانو له نيواکګرو سره څنګه چلند کړی دی .
دکرزي دا ډزې لویدیځوالو په مسخره بدلې کړې اودرویشت ورځې لا نه وې تېرې چې په همدې نوزاد ولسواي ښکرورو بیابمونه وورول او زموږ ۲۶ تنو هلمندي خویندو اووروڼو ته یې مرګ ژوبله واړوله خوښاغلي کرزي غوږونه مړه واچول ته وا هیڅ پېښه هم نه ده شوې .
کرزی دا ځل له خپلو ناکاموسلاکارانو سره خورا مصروف ښکاري دی هڅه کوي ، چې د راروانې عنعنوی لوې جرګې تر پرانستلو پورې یو څو ځلې بیا هوائي ډزې وکړي او تر څنګ یې یوشمېر بې ایمانه کسان عنعنوي جرګې ته دایران په کڅوړو تطمیع کړي تر څوهم دامریکايي اډو په اړوندزموږ دولس لاس او پښې پرې وتړي، هم ارګ کې خپل عمر نورهم اوږدکړي د دې تر څنګ به کرزی یو شمېر نورهیواد دښمن عناصر
داځل دملي وفاق په نوم په ځینو نویو تشکیلاتو ورننباسي، په پارلمان کې به د پردیپالوموقف نورهم قوي کړي څو دامریکايي اډو توطیه بې له کومې ستونځې ومني .
کرزی داځل دعنعنوي لویې جرګې له لارې دمصري حسن مبارک په شان تر ډېرې مودې په ارګ کې پاتې کېدل غواړي ځکه خو پخپلوارتجاعي اعمالوغواړي حالات کړکېچن پاته او دسولې راتګ ناممکین شي .
ــ که حامد کرزی واقعأ د سولې طرفدار وای دجنګي جنایتکارانو په ځای به یې دولس اړخ نیولی و خو ده نه د ولس اړخ ونیو نه یې په ولس زړه وسوځېدکه نور څه یې په وس نه و استعفأ به یې کړې وه داشغالګروپه دالس کلنه ظالمانه بموري ، د لسګونو زروافغانانو په عام وژنه، دسپین فاسفورس لرونکو اویورانیوم لرونکو بمونو په غورځونه چې اوس په هغو سیمو کې معیوب ماشومان دنیا ته راځي باید ولس یې ملی پاڅون ته را جګ کړی وای نه دا، چې دی ډزې کوي وايي :
تاريخ شاهد دی چې افغانانو له نيواکګرو سره څنګه چلند کړی دی .
دخپلې لیکنې په ورستیو کرښو کې حامد کرزي ته یوه انساني مشوره ورکوم، چې له عوام فرېبي مخ واړوي له خپل کور، قام او ولس څخه دې پیل کړي که ولس یې خپل کړ خپل ژونداو بری به هم خپل کړي که نه هر څه به بایلي په پردیو نازېدل دخپل ځان وژل دي .
قدرمنو لوستونکو!
بښنه غواړم، چې لیکنه راڅخه اوږده شوه خو چاره نه وه بایدتاسو ته مې له سولې سره دحامد کرزي ستونځې تشریح کړې وای ، چې ولې کرزی له سولې سره وران دی .
له درنو ویبپاڼو چلوونکو څخه بیا هم یوه دوستانه هیله کوم، چې زما لیکنه تبصرو ته وړاندې نه کړي دا ځکه، چې له بده مرغه په افغانانو کې دزغم اوسیاسي فرهنګ کچه خوراکښته ده ځینې کسان په بدلونومونو دمثبتو نیوکو او مشورو په ځای یوازې توهین کوي زه نه وایم ، چې څوک دې زماپه لیکنه نیوکه نه کوي ودې کړي خو پخپل نوم له خپل تصویر اورښتیني ایمل سره نه داچې په چادري کې په ماپسې خنجر ګرزوي دانه دنارینو کار دی نه دښځینوو.
له حوصلې څخه مو دزړه له تله مننه کوم
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15954
ستاسو بسمل