عبدالباری ؛عارض؛
په تا سف چه محترم جمهورریس په کراتو دخپلو ناپوه مشا ورینو په غلطو مشورو سره داسی بیانیی ورکوی چه نه تنها عملی بڼه نلری بلکه دسیاسی خونسردی ارزښتونه هم ترپښو لاندی کیږی دبیلګی په توګه :
یوځل یی د انتخا با تو دخا صی محکمی وپیشنهاد ته احکام ورکړل چه یوه میا شت دی دپارلمان افتتاح وځنډول سی خو ډیرژریی ددرو ورځو په ترڅ کی ئی دخپل امر خلاف پارلمان رسما افتتاح کړ.
بیا یی دټولو رسنیو له لاری وویل چه که ناټو هوایی بمباری بندی نکړی نو داشغا لګرپه توګه به چلند ورسره وسی خو ډیرژرنا ټو نوری بمباری وکړی .
څوځلی نوریی هم داسی بیا نات ورکړل چی ودیپلو ما تیکی خونسردی ته پکښی پا ملرنه نده سوی اوڅه نا څه یی دامریکا شکونه پر افغان رهبری رامنځ ته کړل لکه څنګه چه د ها لبروک اوایکن بیری دعکس العملونو سبب شول . اواوس یو ځل بیا د شورای نظار او وحد ت د دلګیو د نظریا تو ښکارسو او دځوانانو په سراسری کنفرانس کی داسی وږغیدی چه هیڅ ډول توجه نلری.
ده وویل چه دبن په کنفرانس کی که طا لبا ن سهم اخلی هغه باید دافغانستا ن دحکومت په هییت کی دیو جز په توګه وی اوکنه دافغانستان حکومت به اشتراک ونکړی.
ډیره جا لبه ده ! اول جنا ب ودی ته متوجه نسو چه دافغا نستا ن حکومت کله صلاحیت ددی لری چه طا لبان ویو بین المللی کنفرانس ته بوزی . په داسی حا ل کی چه پر هغوی جا یزی ټآ کل سوی دی او ملل متحد دامنیت شورا
په تورلست کی شا مل دی . صرف بین المللی ټولنه کولاسی دیو تصمیم پرمبنا طا لبا ن دبن کنفرانس ته وبولی
ترهغه لا مهمه داده چه اوس دجنا ب رییس جمهور اصلی عقیده د سولی اومذا کرو په هکله مغشوشه ښکاری.. داچه درشتیا میدان راغی چه افغا نا ن باید دبن په کنفرانس کی مخا مخ خبرو ته کښینی او نوروجنګ ته دپا ی ټکی کښیږدی اما جمهورریس دشورای نظا ر او وحد ت ددلګیو دکړنلا ری حمایت وکړاودطالبانو اشتراک یی دسولی لپاره په بن کنفرانس کی خپل د بای کاټ سبب وګاڼه ،هغه چه همیشه دجنګ له لاری تغذ یه سوی دی اودجنګ په دوام کی دثروت خاوندان سوی دی ( دپروژو په نامه دچوراوچپاول څخه به تیرسو کابل بانک یی ښه مثال دی)
اوبل داچه دوی متوجه ندی چه اشتراک اوعدم اشتراک دبن په کنفرانس کی دچا په لاس دی ؟اوکه هغوی وغواړی دوی به حتما اشتراک وکړی لکه د پارلمان افتتا ح !
اوس هم زه په دی نظر یم چه دکرزی صا حب عقیده شاید پا که وی اما دیو داسی اداری په راس کی راغلی دی چه هغوی معلوم الحا له جګړه یزه تنظیمونه دی اوهغوی برسیره پردی چه دبیګا نه هیوادونو لاس پوڅی دی اود ملت سره په دښمنی مشهوردی ؛ په تیرو دیرشوکلونوکی دمرګ اومیر اوجګړی له لاری د شتمنی خاوندان سول نوځکه دسولی او ملی حکومت څخه بیره لری . په دی اسا س شاید کرزی د مجبوریت له مخی دهغوی نظریا ت ښکاره کړی وی .ځکه دی په ټوله دوران دزما مداری کی خپلواک ندی ځلید لی .
زما غوښتنه دیوافغا ن په حیث داده چه دبن دوهم کنفرانس باید خپلی هغه نمګړ تیا وی چه په اول بن کی یی درلودی اودافغانستان داوسنیو بد بختیو سبب شول دطالبانو په اشتراک سره اصلاح کړی.
المان خپله همیشنی دوستی چه له افغان ملت سره یی لری نه باید دجنګی جنایتکارانو دجګړه ایز و نظریا تو قربانی کړی اوامریکا هم باید په دی لس کاله جګړه کی نتیجه ترلاسه کړی وی چه سربیره پر خارجی عواملو اوسنی زمامداران د ملت لپاره د منلو وړندی ؛ تنها کرزی به څه وکړی .
اوهم دڅوورځو را پدی خوا چه د امریکا یا نو او طا لبا نو ترمنځ مستقیمی مذا کرا تی شروع سوی دی اوس ملت امید واره سوی دی چه امکان لری سوله منځ ته راسی خوکه سوله دافغان حکومت له لاری وی هغه ممکنه نده ځکه شورای نظار اودوحد ت دلګی هیڅکله سوله نه غواړی اوهیڅکله دوی د ملت وحسا ب ته نه حاضریږی .
هیله ده چه الما نان هم دخپل سیا سی نفوذ څخه په استفاده دبن دکنفرانس د سولی په لوری سمت دهی کړی
او د ښکیلو غاړو اشتراک پکښی حتمی کړ ی.
زما په عقیده که عنعنوی لویه جرګه دبن تر کنفرانس وروسته تشکیل سی بهتره به وی ترڅو دبن کنفرانس او لویی جرګی دهماهنګی په فضا کی فیصلی رامنځ ته کړی وای
عبد الباری عارض