سلا م خان
په تيره يوه مياشت کي د پاکستان له خاوري شاوخوا پينځه سوه توغندي د افغانستان پر لور توغول سوي چي په پايله کي يې تر اوسه شاوخوا شپيتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،تقریباً دری هفتی تیري شوي چي پاکستاني فوځ د شپي او د ورځي له خوا د افغانستان د کنړ او ننګرهار د ولایتونو
په دغه موده کی، دافغانستان دولت په ډیره نرمه لهجه له پاکستان څخه ددې بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه، هغوى نه يواځې دا غوښتنه ومنله، بلکې له دې بريدونو څخه يې انکار هم کړى دى ، بالا خره په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امر خېل دچنګاښ دمیاشتی په نهمه نیټه د پاکستان د پرله پسې تېريو له امله له خپلی وظیفی استعفى ورکړه ،جنرال امرخېل په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د پاکستان د نظاميانو د توپچي بريدونه او تيري دافغان ولس او دافغانستان په حريم باندې په داسې حال کې ادامه لري، چې ملګري ملتونه او ايساف ځواکونه چپه خوله پاتې دي او تر دې دمه پورې ايساف له دې بريدونو ناخبري ښودلې ده ،امرخېل په خپلو خبرو کی ويلی دی چې: په دې بريدونو کې زموږ لسګونو هېوادوالو ته ، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې هم دي. نوموړى وايي ، چې دغه بريدونه اوس هم دوام لري او تېره شپه هم د پاکستانيو پوځيانو لخوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو سيمو مرمۍ لګېدلې دي.د سرحدي پوليسو دغه قوماندان وويل ، چې نور نه غواړي تاريخي بې غيرتي او بدنامي يې په نصيب کې پاتې شي او له خپلې دندې څخه استعفي ورکوي.هغه زياته کړه : زه نه غواړم چې زما مجاهد او مظلوم ملت په خاصه توګه د کونړ خلک په ما باندې په تاريخ کې ناوړه قضاوت وکړي ،جنرال امرخيل ده هم وويلی دی چي خپله دنده يې ځکه پريښوده چي نور نو ده نه سوای کولای ملت ته د پاکستان د ړندو او بې باکه بريدونو په اړه جواب ووايي ،امرخيل ويل چي څو واري يې د مرکزي حکومت څخه د پاکستان پر خاوره د متقابولو بريدونو غوښتونه کړې وه خو يو ځل هم و نه منل سوه .
که څه هم ولسمشر کرزي دغه بريدونه غندلي او له پاکستان لوري څخه يې د هغو د بنديدو غوښتنه کړې. خو پاکستان وايي چي دوی ښايي په خطايي يو نيم توغندي د افغانستان لوري ته را شړلي وي ،جنرال امين الله امرخيل نړيواله ټولنه او په خاصه توګه ملګري ملتونه د دغو بريدونو په مخ نيوي کي په ټګۍ تورن کړل چي په وينا يي خپله هغه دنده چي د ملتونو خپلواکۍ ته درناوی کوي نده پېژندلې ،د سرحدي ځواکونو دغه قومندان په خپله وينا کي د پاکستاني قواوو د اوسنيو بريدونو په باب چي د کونړ، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا پر ولايتونو تر سره سوي چوپه خوله پاتي کيدل بې غيرتي وبلله چي په خبره يي ده ته نوره د زغم وړنه وه نوموړي له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل، چې دغه استعفا یې ځکه چارواکو ته وړاندې کړې چې افغان او نړیوالې ټولنې د پا کستان له لورې د کونړ او ننګرها د سرحدي سیمو پرحملو جدي عکس العمل نه دی څرګند کړی اصلي علت یې دا دی، ټوله نړۍ دې ته متوجه ده، چې شاواخوا یوه میاشت کیږي، د پاکستان توبخانه د افغانستان حریم نقضوي، تر نن ورځې هم دا تېری د افغانستان په حریم باندې روان دی سره له دی چی نړیوالی ټولنی او ایساف دپاکستان دغه تجاوز محکوم کړی نه دی،بلکی انکار یی تری کړی دې ،جنرال امرخیل ده دا هم رد نه کړه چې په افغان دولت کې د پاکستاني پوځ د پراخ نفوذ له امله د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت غبرګون سوړدی ،ده دا هم ویلي و چې ولسمشر دې یا پر پاکستان د ځوابي برید اجازه ورکړي او یا دې په کابل کې د پاکستان سفارت بند کړي
تراوسه پوري د کورنیو چارو وزارت په دې باب څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د جنرال امرخېل پر استعفا غور کوي،دښاغلی جنرال آمرخیل دغه اقدام دهیواد ځخه ددفاع په لاره کی دستاینی وړ دې او دنوموړی له دغه نیک اقدام ځخه باید ټول افغانان دملاتړ اواز جګ کړې.پای سلا م خان