کرزی صاحب : اوس هم په خپلو خبرو ولاړ يم

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په دي وروستيو وختو کې دامريکا له سي ان ان ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دسولې غوښتونکې دي او هيله لري چې ماشومان يې له هر راز انديښنې پرته ښوونځي ته لاړي او وکولاى شي دنورو هيوادونو دخلکو په شان په سوله اوامنيت کې ژوند وکړي .
جمهوررييس په دې مرکه کې له طالبانوسره دخبرو په باب وويل چې له هغوى سره دخبرو شرايط څرګند دي يعني دافغانستان دتيرو لسو کلونودبرياليتوبونو اودافغانستان دښځو دازرښتونو منل اوداساسي قانون رعايتول دي ، هغه طالبان چې دغه شرايط ومني کولاى شي په عزت سره خپلو کورونو ته ستانه شي . ددغي مرکې په يوه بله برخه کې جمهور رييس له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دايستلو دنيټې داعلام هرکلي وکړ او دا کاريې دافغان ځواکونوله خوا دامنيت دترلاسه کولو لپاره دافغانستان دتياري نښه نښانه وبلله . دغه راز جمهوررييس دبارک اوباما له خوا دامريکايي ځواکونو دوتلو داعلام په هرکلي سره وويل چې دځواکونو دوتلو پلان اودهغوى شمير ښيې چې افغانستان خپل امنيت په خپله تامينوي اوهلې ځلې کوي چې په خپلو شتووسايلو سره دخپلې قلمرو دفاع وکړي . جمهوررييس ددغې مرکې په بله برخه کې په ناټودخپل وروستۍ انتقاد دفاع وکړه او ويي ويل دده هغه کلمي يي چې ګني بهرنيوځواکونو ته يې داشغالګر خطاب کړي دي، ناسم يې تفسيرکړي دي، خوټينګاريې وکړ چې دناټو دکړنو په باب خپلو څرگندونو پيښمان نه دي ، جمهوررييس وويل دهغو هوايي بمباريو دوام چې بيګناه ملکي وګړي او ماشومان پکې وژل کېږي، نور دمنلو وړ نه دي . جمهو ررييس زياته کړه او ويې ويل که چېري دغه بريدونه دوام ومومي دا ددې مانا لري چې موږ ددي هيواد مسووليت نه لرو اودا په خپله ښيي چې دغه ځواکونه اشغالګردي اويوازي په همدي متن کې و چې ماخبري وکړي او اوس هم په خپلو خبرو ولاړ يم. جمهوررييس زياته کړه کله چې زه دغه شان څرگندونې کوم ، هدف دا دي چې دغه خبرې بايد دښمنانه يا اشتعالي وبلل شي اونه هدف يې دکوم ناسم څيز ترلاسه کول دي ،بلکې غواړم زموږ متحدين په دې پوه شي چې دافغانستان خلک ددې حق لري چې ځان خوندي احساس کړي او وويني چې دغه جګړه په هغه تګلوري کې روانه ده چې په پاى کې روښاني ترسترګو کېږي . جمهوررييس دامريکا له پرمختيايي اوامنيتي مرستو څخه مننه وکړه او له دې سره جوخت يې انتقاد وکړ چې په دغو بشردوستانه هلوځلو کې له بده مرغه کله ناکله دافغانستان دخلکو هيلې په پام کې نه دى نيول شوي . جمهوررييس دمثال په توګه دکندهار دبريښنا دپروژې يادونه وکړه او ويې ويل چې امريکا ددې پرځاى چې دوه سوه پنځوس مليونه ډالره يي دجنراتورونو په پيرودنې ولګول کولاى يې شول چې هغه دبريښنا ديوبند په جوړولو کې چې ددايمي حل لاره ده ولگوي .
ولسمشرکرزي د افغانستان د سولي پر بهير د پاکستان اغيزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چي په دغه بهير کي ځيني عوامل داسي هم سته چي د افغانستان د کنترول څخه بهر دي ،هغه وويل چي د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستان همکاري، د دغي پروسې د کاميابۍ اصلي دليل کيدای سي ،پاکستان د افغانستان د سولي په بهير کي ډير مهم رول لري. د افغانستان د سولي په پروسه کي داسي عوامل هم سته چي د افغانستان تر کنترول وتلي دي، او که دغه عوامل همکاري و نه کړي، نو طالبان نه سي کولای چي د يو واحد ګروپ په توګه د سولي د بهير سره يو ځای سي ،حامد کرزي دغه راز دا خبره چي افغانستان دي پر څو برخو وويشل سي رد کړه. هغه وويل چي د سولي په بهير کي به داسي هيڅ کومه پريکړه و نه سي، چي د افغانستان د تقسيميدولامل سي.
همدارازله څه باندې دوو اوونیو راهیسي د افغانستان د بېلابېلو مقاماتو له بیا بیا شکایتونو او اعتراضونو وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په جار وویل چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمو د درنو وسلو ګولۍ ویشتل کېږي چې په نتیجه کې یې یوشمېر بېګناه ملکي خلک په تېره بیا ماشومان او ښځې وژل شوي دي ، «باید دا ډول حملې نور ودرول شي ،له تېرو درېيو اونيو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د افغانستان پر خاوره د څه دپاسه ٥٠٠  د توپ مرميو د توغولو له امله، ٤١ تنه وژل شوي او ٤٥ نور تپيان دي ،دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ددوشنبی ماسپښین د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره په کتنه کې د افغانستان پرسرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو د راکټي حملو د بندېدا غوښتنه وکړه ،حامد کرزي د افغانستان د ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او له جنرال کیاني څخه یې وغوښتل چې د افغانستان لور ته د راکټونو ویشتل فوراً بند کړي ،ولسمشر کرزي وویل، نن سبا د افغانستان او پاکستان خلک تر بل هر وخت سولې او ثبات ته زیاته اړتیا لري او باید دواړه هیوادونه د دې ارمان د پوره کولو لپاره چټک او مضبوط ګامونه واخلي او په هره ممکنه وسیله د جګړو مخه ونیسي چې د دواړو هیوادونو د ورانېدا او بدمرغۍ سبب کېږي پای سلام خان.