دډاډګېرنې اوغمشريکۍ پېغام په ډېرې خواشينۍ سره مو يودردونکی خبرترلاسه کړچې، پر هېواد اوولس مين اودزيارکښ انسان رښتينې خدمتګارعبدالمجيدسربلنددورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې او خپل خواخوږي ملګري او دوستان يې غمجن کړل. اِنا لله وَ اِنَا اليهِ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ډېرې خواشينۍ سره مو يودردونکی خبرترلاسه کړچې، پر هېواد اوولس مين اودزيارکښ انسان رښتينې خدمتګارعبدالمجيدسربلنددورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ  سترګې پټې کړې او خپل خواخوږي ملګري او دوستان يې غمجن کړل.

اِنا لله وَ اِنَا اليهِ راجِعُونّ‎‎

ارواښاد عبدالمجيد سربلنددهېوادپالونکو دقافلې پاک زړی،پاک لاسی،صميمي اورښتينی ژمن مخکښ و.خدای بخښلی سربلندله ځوانۍ نه دمرګ تر پولې – له نيمې پېړۍ زياته موده – خپل اند اوکړن دواړه دهېواد سوکالۍ اودزيارکښ هېوادوال نېکمرغۍ ته ځانګړي کړي ول.

ارواښادعبدالمجيدسربلندچې دواحدافغانستان پلوي ا و په هېواد کې دټولنيز عدالت دتأمين درښتيني اوسرښندونکو مبارزينو په کړۍ کې په زړورتيا اومېړانه ستايل کېده. دده په مړينه دهېواپالو فرهنګيانو ترمنځ ستره او ځورونکې تشه رامنځ ته شوه .

خدای بخښلی سربلند دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې سرته رسولې وې .ده دهيواد ديواګاه او ژمن روڼ انداوديپلومات په توګه دبېلابېلو دندو په بهير کې داطلاعاتو اوکولتور وزارت ،دصدارت دلومړي مرستيال او په کيوبا کې دافغانستان دجمهوري دولت دسفارت دندې ترسره کړې وې.

په داسې حال کې چې د خداي بخښلي سربلند مړينه زموږ دټولوله پاره نه هېرېدونکی غم دی دده دروح دآرامۍ اودکورنۍ غړوته يې دجميل صبر غوښتنه کوو.

له دنمارک نه پېغام لېږونکي:

آصفه الم

محمد آصف الم،

محمدانوردلسوز،

محمداسحق معلم،

 

 

 

بريالی قاسمي،

تميم ابوي،

حفيظه الم،

 

حشمت الم

خليل زمر،

خالق غوثي،

خليل سکندري ،

خليل روفي،

خواجه محمد صديقي،

دستګيرروشنيالی،

دلاور وثيق،

دستګير صادقي،

سهېلا شېرزۍ

محمد شفيع،

محمدصفرخواريکښ

صديق ننګ،

ظريف تره کی،

محمدعمر،

محمدعمرمعلم،

انجنیر عرفان کارګر

عصمت نایب خیل

غوټۍ سکندري،

فريدالم،

فريدبرهان،

فريد ناصري ،

عبدالفتاح سکندري،

فضيله سهام،

محمد قاسم آسمايي،

کبیر بارکزی

ملالۍ کارګر سادات،

عبدالملک پرهېز،

مسعودسکندري،

مسعودحداد،

محمد مختاربره کي،

محمد الله وطندوست ،

محمدنصيرسهام،

محمد نسيم صديقي،

محمد نادرامانزی،

محمدولي،

ميرعبدالواحد سادات ،

وحيد برهان ،

عبدالهادي ابوي،

يونس الم،

محمديوسف هېواددوست،