په تهران کې له تروريزم سره د مبار زي په غونډه کې د ولسمشر کرزي د وينا متن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
له دې امله خوش يم چې له ګرا نو وروڼو او همکارا نو سره دبيا کتنې او دغه را ز د تهران ښکلي ښار ته د بيا سفر فرصت پيدا کوم . دخپلو ايرا ني وروڼو او خويندو د تا وده هر کلي او بې غرضه ميلمه پالنې له امله د زړه له کو مي مننه کوم ګران ورور ، د ايران د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر احمدي نژاد ته کورودا نۍ وايم
چې ددغې غونډي په جوړولو سره يي دمعاصري نړۍ ديوې اصلى مسئالى اود جدي ستو نزو په باب دخبرو زمينه يي برا بره کړى ده . لکه څنګه چې پو هيږۍ زموږ سيمه او په تيره بيا ا فغا نستان له تروريزم سره په مبار زه کې بي ساري انسا ني او مادي زيا نو نه زغملى دي . موږ افغا نان د ترو ريزم د اصلي قربا نيا نوپه توګه د ملي او نړيوال مسووليت په تو ګه له تروريزم سره دمبار زي په ارزښت په بشپړه توګه پو هيږو ښاغلي رييس ، ميرمنو او شاغلو ترو ريزم په هغى نړۍ کې چې هيوادونه او ملتو نه د هري ورځې په تيريدو سره له يو بل سره ډير ژر اقتصادى تړا وونه پيدا کوى او په هغو کې د مالو نو او اطلا عاتو تبادله او فرهنګى تبادلې په انکار نه منو نکې کار بدل شوى دى له بل هروخت څخه زيات فرا ،ملي نتيجې اواغيزې لري ترو رستې نړيوالى شبکې له بل هرځاى څخه زيات زموږ په سيمه کې فعال دي ځينې دغه شبکې لکه القاعده دترو رستې نړيوالو سا زمانونو په شان دبنسټ پالنې دايډيو لو ژيو ترپو ښښ او له ديني ارزښتو نو او باورو نو څخه په نا وړي استفادي سره عمل کوي .بله برخه هم د بيلتون غوښتونکو تحر کا تو او ځينې هم د نورو په کورنيو چارو کې د وسيلى په تو ګه د استفادى وړ ګرځي ديوې کو چنۍ ډلې ورانکاره فعاليتو نه اود اسلام د مقدس دين له نامه څخه نا وړه استفاده بله مساله ده چې له تروريزم سره په مبار زه کې له اسلا مي هيواد څخه زيات جديت غواړي په داسي حال کې چې تروريزم زيا تره قربا نيان له افغا نستان څخه ترپا کستان ، عراق اود مسلما نا نو نورهيوادو نه او سيمې دي بنسټ پالنه زموږ د مقدس دين له نا مه څخه په نا وړي استفادى سره هلې ځلې کوي چې دبي ګناه کسا نو وژنه تو جيه کړي د اسلام مقدس دين ، دسو لې ، ورورولۍ او ګډ ژوند دين دى ، اسلامي هيوادونه بايد له نورو هيوادو نو څخه زيات له دغې اسلا مي پديدي سره په مبار زه کې له يو بل سره يو موټى شي او اجازه ورنه کړى چې زموږدين اسلا مي تمدن د نا وړه استفادي وړ وګرځي دغه را ز هيله لرم هغه هيوادو نه چې له زيا تې مو دى را په ديخوا يې د تروريزم پر خلاف غږ اوچت کړى دى صاد قا نه عمل وکړى له ترورستې شبکو سره دزغم او په اوسنۍ نړى کې د هغوى له سامان الاتو څخه استفاده چې ترو ريزم يوه نړيوال ګواښ ته پکې لوړ تيا موندلى ، يو خطر ناک سياست دى دغه شان سياست زموږ په نړۍ کې د بي سارو ضايعا تو او ورا نيو سبب شوى دى ميرمنو او ښاغلو ددوه ديرشو کلو نو په اوږدو کې د افغا نستان څه نا څه دوه مليو نه تنه اتباع وژل شوي ، زموږ په سلګو نوزره تنه انسا نان معيو ب او زيانمن شوي دي ،زموږ د هيواد اقتصادى بنسټو نه ويجاړ شول، زموږ د هيواد پيا وړي اردو او امنيتې او دولتي مرکزو نه په سيستماتيک ډول ويجاړ شول او موږدې ته اړوو چې په دغو وروستيو لسو کلو نو کې ټول شيان ، په داسى شرايطو کې چې زموږ په هيواد کې ترو ريزم او جګړه دپخوا په شان شتون لري نوى يې جوړکړو . په خواشينۍ سره بايد ياد ونه. وکړم چې د زده کړي ،رو غتيا ، داقتصادى بنسټو نو اودولتي مرکزو نو د بيا رغا وني په برخو کې له سترو برياليتو بو نو سره سره نه يواځې افغا نستان اوس سو لې او امنيت ته نه ده رسيدلى ، بلکي ترو ريزم نن له بل هروخت څخه زيات زموږ سيمه په تيره بيا افغا نستان نيولى او ګواښوى يې ښاغلي رييس ، ميرمنو او ښاغلو دفرا، ملي ستو نزو حل کول ګډه ارا د ه او فراملي تصميم غواړي افغانستان په کلکه په دي باور دي چې هيڅ يو هيواد په يواځينې توګه نه شي کولاى له تروريزم څخه ګټه وا خلى بلکي تروريزم خپل منطق لرى اود نړۍ د ټولو هيوادو د امنيت اوثبات دښمن دى زه په دې با وريم چې له تروريزم سره مبارزه يواځې په پوځي وسايلو سره برياليتوب ته نه رسيږى ، موږ که چيري له يوې خوا هلې ځلې کوو چې په دفا عى سا مان الاتو سره د خپل هيواد دامنيت دفاع وکړو ، له بلى خوا په زغم اوصبر سره په خپل هيواد کې دسو لې او پخلاينې دپرو ګرام په عملى کولو او تحقق بوخت يو . زموږ د هيواد بچيان بايد دخپل اسلا مي هيواد غيږى ته را ستا نه شي او په سوله او امنيت کې ديو پتمن ژوند امکان بيا ترلاسه کړى ښاغلى رييس ، ميرمنو او ښاغلو نن ترو ريزم داسي محر که قدرت پيدا کړى دى چې هيڅ هيواد نه شي کولاي د هغه له شر او زيان څخه په امن کې پا تي شي له دې امله ،بايد په واقعبيني او پو هې سره په ګډه د هغه په له منځه وړلو هلې ځلې وکړو افغا نستان ، زموږدسيمې له ټولو هيوادو نو سره په دې اړوند خبري کړي دي اودغو هيوادو نو ته يې خپلي انديښنې څرګندى کړي دي دردونکى اوربړ ونکى واقعيت دا دى چى نه يواځي زموږ د هيوادو نو سوله ، ثبات او پرمختګ له سختو زيا نو نو سره مخامخ کيږى بلکي زموږ دسيمې دځينو هيوادو نو شتون ،دځمکنې بشپړ تيا او وا کمنې په کلکه ګواښيږي . موږ بايد په ټول مسوو ليت سره د خپلو خلکو او تاريخ په وړا ندې عمل و کړو له دې ا مله له تروريزم سره په مبار زه کې دسيمې دټولو هيوادو جدى او عملى ژمنه ، زموږ دټولو لپاره په يوه حيا تې اوارزښتناک کار بدله شوې ده ښاغلي رييس ! موږ بايد دخپلو هيوادو نو د جوړولو ، پراختيا اوترقي لپاره خپل ځواکو نه متمرکز کړو ددايمې تاو تريخوالى سياست په دې سيمه کې دهمکاريو او جوړولو دفرصتو نو د له منځه تللو سبب کيږى چې د افغا نستان په باور بايد دخبرو اترو او سوله ييزو هڅو له لاري پاى ته ورسول شي دنن ورځي ګنفرانس دهغو ټولو مواردو لپاره ښه زمينه ده چې د تروريزم له خوا بيګناه انسا نان ګواښيږى او افغا نستان په دې لاره کې له تاسو خويندو او وروڼو سره ځان همکار بولى . ستاسو دپا ملرني له ا مله مننه کوم ،پاي