زما پلار چیری دئ :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لنډه کیسه
د ۱۳۵۸هجری شمسی او (1979) عیسوی کال وختونه دي . د خلق ددموکراتیک ګوند خپل سیاسی قدرت په ټول افغا نستان کي په واک نیولی دی. کلي، ولسوالي، او ولایتونه ترمر کزه پوری د انقلاب په څپو کی ډوب دي. هره میاشت  د انقلابی شورای له لاری یوانقلابی فرمان دایریږی. 

د ملګری ، کارګر، بزګر، خټګر ، همدرد، غریب یار ، وطنوال، وطندوست،  مظلوم یار ، زیارمل ، ولسمل ، یتیم ، جهش ، طوفان او داسی نور تخلصونه په ورځپاڼو او رسنیوکي ډیرلیدل او اوریدل کیږي. بزګران ترټولو خو شاله دي. د خانانو او ملکا نوپرځمکه وړیاوی قوالی  لاس ته راوړي، د بزګرانو او ګارګرانو او لادونه هم د ځانګړي فرم�
�ن له مخي بیله کوم ولور(مهر)  نه د  نجلۍ د پلار له کوره خپله راتلونکی میرمن لاس ته را وړلای شي. ولي ځیني اسلامی ډ لی ټپلي ددی انقلاب نه سر ټکوی او د مرور افغان په شان وطن پریږدی، او ګاونډی هیوادو ته تیښتي . هلته بیا د اسلامی ګوندونو په تحریک د امریکا اوغرب په ملاتړ د کابل رژیم پر ضد د جهاد پاڅون  بنسټ کښیښول شو. د جهاد طرفداره مجا هیدونو د رژیم  د نسکورولو هلی ځلی ګړندی کړي. او هره هفته پر کابل  او ولایتونو باندی د را کټونو بمباري جاری شوي.
اصلی کیسه : & شیرجان کاکا چه یو غریب سړی وو.دوه زامن او دوي کوچني لوڼي یی در لودي . د بزګری او کروندی په چارو بوخت وو. کله به یی دیوه خان بزګر او کله به دبل خان بزګری کوله ، ولی د خپلو څلورو وړو ماشو مانواو میرمني خرچه او مصارف یی نشوای پوره کولاي، او د ډیرو خلکو پو روړي وو. د شیر جان کاکا ګاونډي معلم صاحب چه د نوي رژیم په چوکاټ کی یی د ولسوال دنده ترلاسه کړی وه ، ډیر ژریی شیرجان ته وویل چه راشه ووایه چیرته ځمکه در جریب کړم او دکوم خان ځمکه دی خوښه ده.شیرجان چه ساده پټان سړۍ وو .د معلم صاحب په ځواب کی یی ووی�
� چه نه معلم صاحب دا ځمکه د پلانی خان ده اوما د هغه ډوډی او نمک خوړلی دي. دا خو حرامه ده ، زه هیڅکله دا کارنه کوم. معلم صاحب چه شیرجان کاکا يي ښه پیژندي نو یی ورته وویل چه ستا خپله خوښه ده ، که يي نه غواړي مونږ دا ځمکي ونورو خلکو ته ورکوو. څو میاشتي تیري شوي دولسوالي دکلیو زمین داره خانان ایران او پا کستان ته وتښتیدل او یا د رژیم لخواه جیل ته واچول شول.په کلي او کورکی بزګری او مزدوری هم ودریدله او د شیرجان کا کاکورني مالی حالت ډیر خراب شو. یو ما ښام د کلی په مسجد کي شیرجان کاکا د نورو ګا ونډیانو لخواه ما لو مات تر لاسه کړل چه نوی انقلابی رژیم ددولت شاړي ځ
مکي پر خلکوباندی ویشی. شیرجان کاکا د سبا ور ځی په راتلو سره چټک د ولسوالي انګړ ته ورغلي او د ګاونډی معلم صاحب چه د مګړي ولسوال دي د ملاقات غو ښتنه یی وکړه .معلم صاحب هم بیله ځنډه شیر جان  کا کاخپل دفترته را وغو ښتي او ورنه یی و پو ښتل چه څه کیسه ده. شیر جان د برايي ما ښام د مسجد دخلکو اوریدلي ددولتي ځمکی د ویش کیسه ورته وکړه.ولسوال صاحب وخندل او پیاده ته امروکړ چه ور شه ددفتر مدیرصاحب ته ږغ کړه چه ژر راشي . مد یر صاحب راغي او ولسوال ورته سپارښتنه وکړه، چه ددولتي ځمکو په لیست کي د شیر جان کاکا نوم هم ولیکه، او بیا یي شیرجان کا کا ته مخ ور واړوه ، چه ته هم ز
ما یوه هیله ومنه . هغه دا چه خپل ما شومان به مکتب ته شا میلوی. شیر جان کاکا دا ور سره ومنله او کورته راغلي.  یوه میاشت وروسته شیرجان کاکا په خپل کلي کی ددولتي ځمکی د شلو جریبو ځمکي څښتن شو. او دغه ټو ټه  ځمکه يي  په وړیا توګه تر لاسه کړه .شیر جان کاکا پر خپلی نوي ځمکي نوې د خټو کور جوړ کړي، او دکروندی او کښت په چارو بوخت شو.ما شومان یی ښوونځۍ ته ولیږل او دخپل را تلونکي ژوند نوی پړاو یي پیل کړي.;
شیرجان کا کا نور د نوي رژیم سره خپل ملاتړ اعلان کړی. په کوپراتیفونو، دولتی جشنونو او د ولسوالي په دفاعی کمیټه کی یی فعاله بر خه واخیسته ، ولی دخلق دموکرتیک ګوند و غړیتوب ته يي علاقه نه درلوده . دا ځکه چه دبیسوادی له کبله په دغه  لارو چارو لا ښه نه پو هیدي
یوکال وروسته شیر جان کاکا د خپل ورور د لیدلو لپاره د ولایت یوی بلی ولسوال ته ولاړي . په لاره کي د مجاهدینو یا ددولت په اصطلاح د اشرارو سره مخا مخ شو. د مجا هیدونو ډلي شیرجان کا کا ډیر ښه پیژندي او ددولت سره د همکاری په تور يی  پړاو ملامت وګڼی. ژر یی د ځان سره یی خپلی قرار ګاه ته بو تلي. د شیر جان کا کا میرمن ورو سته له دوو ورځو څخه خبره شوه چه میړه یی دده د ورور کورته نه دي تللي او پرسپینه ورځ لا درکه او ورک شو.ګاوند یانو یی ولسوال ته اطلاع ور کړه ،ولی د شیر جان کاکا هیڅ درک پرک معلوم نشو.د شیر جان کاکا ورور دولایت په ټولو ولسوالیو کی د پلټني هلی ځلی پیل کړ�
�. ولی هیڅه پته يي ما لومه نشوه.
یوه ورځ دیوه کلي سپن ژیری سړی د شیر جان کاکا ورور ته وویل چه ما ستاسو ورور دوی ورځي مخکی ولیدی او دیوی ډ لي مجا هیدنو سره  روان وو.  
د شیر جان کاکا ورور په دی خبر سره ډیر غمجن شو، او ژر کورته را غلي. د ملا نه نیولی بیا د ټولو مخورو سپین ژرو په مشوره د مجاهیدونو د لیدلو په هوډ پا کستان ته ولاړي. پس له ډیرو پو ښتنو او ګر ویژنو ور ته څر ګنده شوه چه ورور یي د یوه زبر دست اسلامی ګوند په لاس کی دي. ولی دلیدلو او یا د ځای د نښی او نښاني پته یی معلو مه نه کړه، او وا پس کورته راغلی . خپل وریرونه او وریندار یی د هغه ځای نه خپل کورته له ځا نه سره بو تلل. وروسته له یوی میاشتي یو سړي د شیرجان کا کا د ورور کورته راغلي او داسی وویل. ستا ورور او زه یو ځای د فلانی اسلامی ګوند په قرار ګاه کی بندیان وو. شیرجان
کاکا  د کمو نستي دولت سره د همکاري په تورددوو شاهدانو په شهادت  د فلانی مولوی صاحب په امر اعدام شو. او مړي یی مونږ خپله خاوروته وسپاري. ددی خبر په او ریدولو سره د شیر جان کاکا په کورني کي د غم او ویر سوی ناری او ژړاوي شروع شوي او ټو له د غم پر کمبله کښینستل. د شیر جان کاکا ورور په دا بله ورځ خپل کورنۍ او دورور یتیمان سره را ټول کړل او د ایران ګاوندي هیواد ته مها جر شول. د شیر جان کاکا ماشو مانو به تل د مور او اکا څخه پو ښتنه کوله چه زمونږ پلار چیر ته دي ؟ او کله را ځی ، ولی ددی خبری ځواب هیچا نه در لودي.
پای

ولی محمد نورزی