سلام خان
د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې متحده ایالات به په روان کال کې لس زره پوځیان او د راتلونکي کال تر دوبي پورې 23 زره نور عسکر له افغانستانه وباسي ،د دغه پلان په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېر چې په اوس وخت کې شاوخوا یو لک دی
په تيره يوه اونۍ کي اوباما د خپلو امنيتي سلاکارانو سره په سلامشورو کي ډيري لاري وسنجولې، تر څو داسي يوې پريکړي ته ورسيږي چي په هغه کي د پوځي او ملکي مشرانو توازون ساتل سوی وي ،پوځي مشرانو غوښتل چي په ډير لږ شمېر ځواکونه د افغانستان څخه و ايستل سي، خو د سنا ځينو استازو بيا دا غوښتنه کول چي تر اوسامه وروسته جگړې پای ته رسيدلې او ژر تر ژر بايد عسکر راووزي ،د پوځي کارپوهانو په نظر د ۱۰۰۰۰ سرتيرو په وتلو به په د افغانستان په اوسنۍ وضعه کي کوم بدلون را نه سي. خو د وخت په تيريدو سره چي ځواکونه به کرار کرار کميږي کيداس چي د هغه هيواد په ختيځ او جنوب کي د طالبانو په وړاندي جگړه به سخته سي،د بارک اوباما د دوو خوا وو تر فشار لاندي و د يوې خوا د دفاع وزارت چي ويل يې د افغانستان څخه د ډيرو سرتيرو ايستل به ټولي لاسته راوړني د خاورو سره خاوري کړي او د بلي خوا په امريکا کي د افغانستان د جگړې سره سخت مخالفت ډير سوی،امریکايان، د افغانستان د جگړې، چي تقريباً د مياشت لس مليارده ډالره يې مصرف دی او تر اوسه پوري شاوخوا ۱۶۰۰ امريکايي عسکرو هم خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی سخت مخالف دي
د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون پرون یو وار بیا تاکېد وکړ چې د امرېکا جمهور رییس براک اوباما او د برتانیې حکومت دواړه به د افغانستان څخه خپل محاربوي عسکر د ٢٠١٥ مېلادي کال پورې راوباسي.
اوباما د خپلې تلوېزوني وینا نه مخکې پرون د ښاغلي کېمېرون سره په تلیفون خبرې وکړې او افغانستان نه یې د عسکرو د رایستلو په مسله ورسره مشوره وکړه ، دامریکا نه وروسته برتانیه دوهم هیواد دی چی په افغانستان کی تر ټولو زیات عسکر لری چی شمیر یی ۹۵۰۰ عسکرو ته رسیږې.
جمهور رئیس کرزي د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما د تېرې شپې د اعلان چې له افغانستان نه به د ۲۰۱۲ کال تر پایه خپل ۳۳ زره عسکر وباسي هرکلی وکړ او وې ویل چې افغان ولس ته د خپلې خاورې د اختیار د ترلاسه کولو مبارکي ورکوي،هغه وویل د بهرنیو ځواکونو وتل او د انتقال پروسه ددې معنی ورکوي چې افغان ځواکونه اوس وړتیا لري، جمهور رئیس وویل د نړیوالې ټولنې د هرې مرستې قدر کوي او نه یې هیروي خو افغانان د خپلې خاورې اختیار په خپل لاس کې غواړي،حامد کرزي په خپل غبرګون کې چې د ارګ په ماڼۍ کې پداسې حال کې چې مرستیالان او د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې هم حاضر وو وویل چې دا ورځ افغانانو لپاره خورا مهمه ده او تاریخ ثابته کړې چې افغانانو خپله خاوره ساتلې او اوس به یې هم ساتي، هغه وویل د امنیت د انتقال پروسه مهمه ده او باید په سمه توګه یې ترسره کړي
طالبانو د بارک اوباما لخوا د دې فیصلې په اړه چی د افغانستان څخه به محدود شمیر امریکایی پوځیان راوباسی ، رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او دا اقدام یې یو تش سمبولیک ګام بللی دی او وایی چی دغه کار به له جګړې ستړي نړیوال او امریکایی ولس قانع نکړای سی او دا اعلان پر داسی مهال کیږی چی دلته دایمی پوځی اډې تحمیلوی او مسلسل افغانان وژنی .
اعلامیه وایی چی اوباما دا کار د خپل ملت د غولونی لپاره کوی ، ځکه هغوی د پوځیانو بشپړ راوتل غواړی .
اعلامیه وایی چی د اوباما دا انګېرنه باالکل غلطه ده چی وایی امنیت به افغان اردو او پولیس وساتی ، دا ځکه چی هغوی په یو فاسد نیت او فاسد عادت رامخته سوي او افغانان یې د نورو غلامان بولی او هم یې عملأ امتحان ورکړی دی نو ځکه به هغوی د پنتاګون او سي آی اې آرمان پوره نکړای سی .
اعلامیه پسی زیاتوی چی امریکایان دلته ناکامه سوي او د بېوزلو افغانانو بم وري ، د شنو فصلونو تباهی ، ټول وژنی ، نیونی او ځورونی او هم د امریکایانو ځانی او مالی لوی زیانونه یې ښه بیلګې دي .
اعلامیه په پای کی وایی چی یوازینۍ چاره یې د ټولو بهرنیو پوځیانو ایستل دی که نه ، د دې اشغال پر ضد به کرکه نوره هم عامه سی څو چی د هغوی په مطلق شکست سره به ختمیږی ، پای سلام خان