ليكوال : احمدشاه پاڅون
د كوچني تياره ميلمستون په انګړ كي درې ككرۍ ښكاريدې يوې ذهر جني غالبوزي د كوټې چپتيا پرې كړه د هلك پلار لوړ ور وكتل او ورو يې پر ږيره لاس راتير كړ بيله دې چي هلك ته و ګوري ويې ويل .
مبارزه زويه ! ته پوهيږي چي نن دي خسر راځي پام دي وي چي د هغه مخ ته دا خبره ونه كړې كنه نو خوابدى به سي ، وايي خسر لكه پلار داسي وي كه ته زما خبره ونه منې زه به څومره خواشنى سم ؟
مبارز په خوله كي ور وليد او په لږ درد يې وويل : هيڅ كله به له خپلي خبري تير نه سم نه مي خسر دى او نه مي هم پلار .
د مبارز اكا د كوټې په انګړ كي پرتې توكدانۍ ته ور اوږد سو ناړي يې پكي توه كړې مبارز ته يې و كتل
څنګه وايي چي خسر مي ندى داسي لور يې دركړې لكه شاپيرۍ .
مبارز : دا ښاپيرۍ دي خپل زوى ته وغواړه زما نده په كار .
د پلار چغه يې پورته سوه چپ سه رزيله ! خپل شكل ته دي ليدلى چي د بل په لوڼو پسخند وهي هغه دي اخلاق دي چي د پلار او اكا سره خوله چلوي كه دي بله خبره وكړه خوله بدي درماته كړم .
مبآرز لاندي مځكي ته كتل څه يې ونه ويل پر كوټې بيا يو بې دليله چپتيا را خوره سوه .
دا ځل د مبارز اكا خبري وكړي : هغوى به كله راسي ؟
سړي خپل ساعت ته وكتل ويې ويل :نه پوهيږم اوس هم و ځنډيدل .
ورور يې ورغبركه كړه تر سړك دې خواته لار كچه ده سړى ځنډوي .
د مبارز پلار په نرم او مينه ناك ږغ وويل : زويه زه ستا پلار يم ستا په بده نه يم خوشحاله او په هغه څه چي مشران پوهيږي كشران نه پوهيږي ته نژدې مځكي ته ګوري موږ دي اينده در سموو ملك كاكا په وطن كي ډير دروند نوم لري ته چي د هغه زوم سې څوك به پورته درته و نه ګوري تر ابده خو به زه ژوندى نه يم بل ورور هم نلري اخر دا كور په يوازي سر نه چليږي داسي يو څوك په كار دى چي وږه دي وي اخره زمانه ده فتنې ډيري دي . او بيا خان كاكا ښه سړى هم دى ډيري پيسې هم لري لور يې چاته رسيږي ته كبر كوې .
مبارز چي تر دا مهاله يې د پلار خبري په سړه سينه په ځوړند سر اوريدلې وويل بابا ستا خبره سمه ده خو زه د هيچا سره اړه او مانده نه لرم چي خان كاكا مي كومك وكړي او زه خبر يم چي د هغه لور ډيره ژبوره ده ، پيران هم پر راځي او ښايست هم نلري .
- زويه دا ټولي اوازې دي سمه انجلۍ ده ماليدلې ده
- نو ولي يې په زوره باندي منى زه په خپل په خوښه واده كوم دا زما د ژوند خبره ده
د مبارز پلار ته يو ځل بيا غوصه ورغله : هغه څوك چي لږ مكتب هم ووايي بس لاس ځيني پريوله . ما ته و ګوره ما خپله خسرګنۍ تر واده پوري نه پيژندل او بيا كوزده سوې انجلۍ پريښودل په پښتنو كي لوى عار دى ستا دا نوم پر ما پيرزو دى ؟
د كور مخي ته د موټرانو درنو ږغونه د دوى توجه واړول ، د كوڅې دوړې مسملتون ته راننوتلې ، دواړه وروڼو لڅي پښې ور منډه كړه مبارز پر خپل ځاى ناست وو شېبه وروسته يو شناوى سړى د څو وسله والو سره كوتې ته رادننه سو د مبارز پلار او اكا دوى ته د ناستي لپاره ځايونه په ګوته كول د هغوى پښو د كوټي پر غالۍ د خاورو خړ خاپونه پريښودل .
مبارز له ټولو سره په ماته خوله د لاس روغبړ وكړ
خان كاكا چي اوږدې جامي مناسبه ږره او بګړۍ يې لرل د ميلمستون په تر ټولو مناسب ځاى كي كښينوست نور ملګري يې د كوتې څلورو ديوالونو ته تيت سوه د مبارز پلار او اكا د كوټې دروازه د ځآن لپاره غوره كړه
خان كاكا د كښينستو سره سم خپله بګړۍ پر مځكه كښيښول سر يې و ګروى د سترګو تر كوجنانو يې مبارز ته و كتل ويې ويل: دا زما زوم دى ؟
ټولو په يوه سلا و خندل
د مبارز پلار وويل هو دا دي زوم دى انشا الله ستا لور به ډيره نازولې او خوشحاله وساتي .
خان كاكا په لږ تراژيدي ډول وويل موږ اورو چي دى انكار كوي .
د مبارز اكا څه ويلو ته خوله چمتو كول چي خان كاكا ورڅخه وار د مخه كړ .
- خو ما نن هوډ كړى چي زه به د خپل زوم د كوژدې ډزي د هغه په كور كي كوم .
يو ځل بيا ټول د خندا شنه سوه
خندا په كور كي د ښځو تر غوږو ورسيده را منډه يې كړه د ميلمستون كړكۍ ته چي كورته نژدې وه غوږ سوې .
ټول يوې خواته او مبارز بلي خواته وو .
اخر خان كاكا په غوصه د مبارز پلار او اكا ته وويل دا زما زوم دى ستاسو څخه شرميږي ما پريږدى چي خبري ورسره وكړم هغه وخت به راځئ چي ماد خوشحالۍ ډزي وكړي .
هغوى لا پورته سوي نه وو چي خان كاكا خپلو وسله والو ته هم امر وكړ : هلكو تاسو هم ولاړ سئ موټر كي كښينى .
كړكۍ ته را غونډو ښځي هم د په منډه خپلو كارونو پيسي ولاړې .
د مبارز پلار له خپل ورور سره كور ته خوشحاله را ښكاره سوه
:ما نه ويل چي خان كاكا په كار پوهيږي ته يې ګوره چي اوس څنګه هلك رضا كوي .
وايي تجربه د علم مور ده خان كاكا كه تعليم نلري تجربه خو لري .
ميرمني يي ځان ناګاره واچاوه مخي ته ورغله ويې وپوښت : څنګه سو .
سړي خوله ويړه كړه ويې ويل بس اوس دستي به يې واروي چي هلك راضي سو خان كاكا راسره د خوشحالۍ د ډزو ژمنه هم كړي
د مبارز مور خوله دعا ته سمه كړه : خداى دي داسي خسر هر چاته وركړي لكه زما بچي ته چي يې وركړى دى . هغې د دعا لاسونه پر مخ را تيرول چي د ډزو ږغ سو ټول خوشحاله سوه دواړه وروڼو ورمنډه كړه د لمر تيزي رڼا يې د سترګو ليد كم كړى وو ميلمستون ته په ننوتو يې په لومړې نظر هيڅ ونه ليدل خو بې اختياره د دواړو له خولې ووتل
مبارزه زويه مبارك دي سه . كوم غبرګون يې تر لاسه نكړ
د سراى د دروازې څخه د موتر د تګ تيز ږغ واويدل سو د مبارز پلار چغه كړه سړك ته يې منډه كړه
د مبارز په وينو ككړو څپليو يې تر دروازې پوري ځاى ځاى مځكه سره كړه خو كوڅه د موټر دوړو پوښلې وه
ستاسو نظرونو او نيوكو ته سترګي په لار
احمدشاه پاڅون