دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
اوومه برخه
ټګان (فريب کاران)کورونه جوړوي،هوښياران يې بيا اخلي.
سړی بايد په هغوډبرو وداني وکړي،چې لري يې.(اووم پيدر)
دومره غټ کور مه جوړوه چې دچت جوړولو توان يې نه لرې.
يو يې جوړوي بل پکې اوسي.(فيدر لول)
دبل پر اوږو پېټی سپک وي.(روسيه)
په سفر کې دروند بار سپکه بټوه ده. (اووم پيدر)
هيڅوک دبل دپېټي په دروندوالي نه پوهېږي. (انګلستان)
خدای ټولو ته دپېټي له پاره اوږې ورکړي. ( آلمان)
په خپله خوښه پېټی هيڅ پېټی نه دی. ( آلمان)
ښه پېټی له هوښيار سر پرته بل څوک نه شي وړلی.(پخوانۍ ولسي مقوله )
سپک بار لکه دامبولانس دتخت آرزو ده.
هغه بار چې پر دوو کسووړل کېږي يوازې نيم يې دروند دی.
ښه بار اوږده لار اسانوي.
هغه چې غواړي بار وېسي،ټول پرې بار وړي. (سوېډن)
دباران بد بدل څڅوبی دی.(دنمارک_يوليند)
ډېرکم ښه بدلون وي.له وروستۍ آرزودلومړۍ جريمې هيله راځي. (سوېډن)
وروستی زو رلومړنۍ دمه ورکوي. (پيدر لول)
زيات څاڅکي ستر سيندونه جوړوي. (فيدر لول)
کوچنی څاڅکی هم دسيند په مرسته سمندر ته رسېږي. (هند_هندي)
څاڅکی څاڅکی سيند کېږي.(افغانستان_دري ژ.)
ټول رودونه سمندر ته تويږي خوسمندر نه ډکېږي.(بيبل)
ددې اړه نه شته چې څوک ويالې ته دسمندر لار وښيي.
۳۱
له سيند نه دلښتيو بندول ښه ده. (فيدرلول)
هغه چې په سمندر راتلای شي په ويالې هم راتلاۍ شي. (سوېډن)
يومېرمن له پېش بند لاندې بهر ته له هغه څه زيات وړلای شي چې دوه لاسونه يې کورته راکش کولای شي.(فريسيسک)
هغه چې کتابونه ليکي هيڅ پناه نه لري. (بيبل)
کتابونه او ماشومان دکشيش قوت دی.
کتابونه خپل برخليک لري.
دکتابونو برخليک دلوستونکو په هوښيارۍ پورې تړلی دی.(لاتين)
ارزان اوژرکتاب کم پېدا کېږي. (لاتين)
يوکتاب داسې دی لکه يوبڼ چې په جېب کې وي.(عربي)
تړلې کتاب يوازې يوه ګډه کاغذ دی.(انګلستان)
سړی بايد پرکتاب له سرليک نه قضاوت ونه کړي. (سوېډن)
چې کتاب پرانيزې،هرومرو څه زده کوې.(چين)
دکتاب پوهه دخواړو په المارۍ کې نه شي ايښودل کېدای.(ايسليند)
له ډکې ګېډې نه دکتاب علم ښه دی. (ايسليند)
بې کتابه سړی ړوند دی.(فيرور [ددنمارک يو ټاپو دی .ژ. ])
دلومړي ځل له پاره ديو کتاب لوستل لکه ديو نوي دوست پېدا کول دي،دويم ځل لوستل يې لکه ديو زوړ دوست بيا ليدل دي. (چين)
دښه کتاب په کرښو کې ډېر ښه څه پراته دي.
له يو خراب کتاب نه خراب غل نه شته.(ايتاليا)
له هغه چا سره پام کوه چې يوازې يو کتاب يې لوستی وي. (لاتين)
ترهغې چې بټوه له پېسوډکه وي ،دا غوره ده چې غېږ له کتابونو ډکه وي.(انګلستان)
بې کتابونو خونه لکه بې روحه بدن دی. (لاتين)
که کوردې دکتابونو دجوړولو له پاره جوړکړ،نويو روح ستا کورجوړوي. (لاتين)
دکتابونو تاخچه ،ستا دتواضع پوړۍ ده.
ديوعامه کتابتون جوړول ديواړتون(زندان)ړنګول دي.(دامريکا متحد ايالتونه)
۳۲
په کتابون کې دمړو ژوندۍ ارواګانې خبرې کوي.
څومره چې کتابتون ستر وي په هغې کې کمه مطالعه کوي.(ليتوانيا)
دکتاب لوستل لکه بې چنګکه کب نيول دي.(سوېډن)
دشمال له پاره ځان کوږ کړه.
دارادې له بدلون(ماتېدو) نه دبدن ماتېدل (کږول) اسان دي.
هغه چې تاته ټيټ شوې وي ځان ورته دومره راټيټ کړه چې سردی په ځمکه ولګېږي.
( افغانستان_ازبکي)
لښته هغه وخت کږه کړه چې تنکۍ وي. (سوېډن)
دانې تل تودې وي څوکې يې سړې وي.
ګران دوعاکوونکي ته ورو ځواب ورکول کېږي.
دوعا ګران اخيستل دي. (سوېډن)
داګرانه ده چې سړی دواړه ،هم دوعا وکړي او هم پېسې ورکړي.(دنمارک_ يوليند)
ماشومان
ماشومان دخدای(ج) سوغات دي خو ديو شيطان ځورول. (دنمارک_ يوليند)
ماشومان ماشومان دي، هر چېرته چې وي.
ماشومان ،ماشومان دي، که څه هم دپاچا ماشومان وي.(دنمارک _ برنهولم)
ماشومان، ماشومان دي ،او ماشومان دماشومتوب چيغې وهي.
ماشومان دغريب سړي شتمني ده.
ماشومان دخدای سوغات دی ،خو نه يوازې کوچنۍ نجونې.(سوېډن)
ماشومان دهسک تر څنګ نه موندل کېږي.(اووم پيدر)
پر ماشومانو او نېشه خلکو دخدای ښه پام وي.
ماشومان چې واړه وي مېندې روي چې غټ شي پلرونه روي.(روسيه)
کوچني ماشومان دی پرلمنې پښې ږدي غټ دې پرزړه.(چکي)
کوچني ماشومان دمور پر پړوني پښې ږدي اوغټ يې پر زړه.
څوک چې ماشومان څنګه روزي هماغسې يې لري.
ما شومان دچيغووهلو له پاره چيغې وهي نه دسندرو ويلو له پاره.
۳۳
هغه ښه ماشومان دي چې ځانته په خپله للو وايي.هغوۍ چې پوره خواړه لري کم ماشومان لري. (هند_ هندي)
هغه چې زيات ماشومان لري خواړو ته يې تڼۍ لګولی دي.
دهغه چا حال خراب دی چې زيات ماشومان او کم خواړه لري.(پيدرلول)
څوک چې څومره ماشومان لري ،هيڅ يويې زيات نه وي.(دنمارک_ يوليند)
هغوۍ چې ماشومان لري هيڅکله بې غمه نه دي.
کوچني ماشومان کوچني کړاوونه غټ ماشومان غټ کړاوونه.
غريب ماشومان هم کېدای شي نېکمرغه وي. (دنمارک_ يوليند)
ورته ماشومان ښې لوبې کوي.
هغه چې هيڅ ماشومان نه لري دمينې په واده نه پوهېږي.(ايتاليا)
کوچنۍ ناوې هم ماشومان زېږوي. (سوېډن)
زموږ ماشومان دنورو ځوانان.
زموږ خپل ماشومان تر نورو ښايسته دي.
خلک تل دخپلوماشومانو او سپو په باب ښه فکر کوي.
وروستي ماشومان، مخکې بې موره اوپلاره کېږي.(انګلستان)
لمسي دزړو تاجونه دي.(بيبل)
موږ ټول په يوه بېړۍ کې ياستو.
په کښتۍکې آرام کښېنه. (سوېډن)
بې کښتۍ سړی تړل شوی دی.(دنمارک_فيرورټاپو)
پر هغه بېړۍ چې لا تراوسه په ګودام کې ده څوک نيوکې نه کوي.(اندونيزيا)
ولاړې اوبه ښيي چې بېړۍ(کښتۍ) څنګه ښه ده.(سوموا_بوليني)
هره بېړۍ په خپل ځاې کې ولاړه وي .(انګلستان_واليس)
دزياتو ماڼوګانو بېړۍ ډوبېږي.(عربي)
که په بېړۍ کې مو شيطان له ځان سره اخيستی وي ،کولای شئ هغه پر ځمکه هم آرام کړئ. (سوېډن)
هغه يې په کڅوړه او بوجۍ دواړو کې لري.
څښل او پُو کول په يووخت نه کېږي.(ايتاليا)
۳۴
څوک نه شي کولای (په يووخت)هم سوی ښکاره کړي هم کب.
څوک نه شي کولای چې هم پوکی وکړي اوهم اوړه په خوله کې ولري.
څوک نه شي کولای چې يو شی هم ورکړي اوهم يې وساتي.
څوک نه شي کولای چې هم يې وويشي او هم قضاوت وکړي.
څوک نه شي کولای چې هم وخاندي اوهم ښايسته خوله ولري.
څوک نه شي کولای چې په يووخت هم مارماهی (مارډوله کب) ونيسي اوهم سوۍ ښکار کړي.
غول کول اوډهل وهل په يووخت نه کېږي.
داسې نه شي کېدای چې يو شی هم وخورئ اوهم يې وساتئ.
چانس
چاچې خپل يو چانس ونه نيو،په پاتې عمر کې به دهغه په باب اندېښنه کوي.(ترکمنستان)
امر
په کارکې دچټک پرمختګ له پاره ړومبنی شرط دامر نشتوالی دی.(سوېډن)
بېزوځکه څوک نه ولي چې بدرنګه ده(ليمبا-افريقا)
نپيل(سيګار)
هغه له نپيل(سيګار) نه خوند واخيست .
ددويم نپيل مزه له هغه ړومبني نپيل نه ،چې نه دې وي لګولی ښه ده.(سوېډن)
دايوه دردونکې کړۍ(دايره) ده.
ليمو چې وزبېښل شي قشقولۍ دغورځولو ده.(پوليند)
متمدن وحشی ترټولووحشيانو بدتر دی.
کنياک اوسُرب په سهار کې،سپين زر غرمه کې اوسره زرماښام کې.( المان)
په ځان نيوکه وکړه لکه په نور چې يې کوې،نورداسې وبښه لکه ځان.(چين)
شپه اوورځ ګوره.
په حاصلخېزه ځمکه کې ورځنی خوځښت(فعاليت) ډېروي .(ايټاليا)
ړومبنيو مېرمنو ويل : هلک بايدکڼاوې(لرګينې کوښې) درلودی.
ښځه يوه اغلې ده که دڅنګ خونه کې نارينه ښاغلي وي(له ځانه ښاغلتياوښيي).(اتريش)
وړومبنی مېرمنې و يل،ماڼو خپله مېرمن پرتخته وغورځوله.
۳۵