سلام خان
د القاعده ډلې پورې اړونده يوې ويب پاڼې ( السحاب) د غبرګولي په ٢٦مه، په خپلې ويب پاڼې کې د ايمن الظواهري د مشر کېدو خبر خپور کړى دى ،دغه راز د العربيه په نامه يوه عربي تلويزيوني چينل هم د القاعدې د سرچينو په حواله د ايمن الظواهري د مشر کېدو پخلى کړى دى ، ايمن الظواهري له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې
ويل کېږي، چې پر امريکا د ٢٠٠١دستمبر د مياشتې په بريدونو کې ايمن الظواهري مهم رول درلود
په ياده شوې وېب پاڼه کې د الفجر په نامه د القاعدې د رسنۍ د څانګې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ددوى ډله به د امريکا او اسرائيلو پر ضد خپلې جګړې ته ادامه ورکړي ،هغه په روانه مياشت کې د خپل يوه پيغام له لارې پر امريکا او د هغې په ملګرو هيوادونو د بريدونو ترسره کولو ګواښ هم کړى و.
القاعدې اعلان وکړ تر څو چې ټول تېري کوونکي او متجاوز پوځونه داسلام د خاورې نه وتلي نه وي نو ترهغې پورې به زمونږ جنګ دوام ولري
د القاعده شبکې د اسامه بن لادن له وژل کېدو نژدې یوه نیمه میاشت وروسته بالاخره ایمن الظواهري د خپل مشر په توګه اعلان کړ،د عربي رسنیو د راپور له مخې د القاعده شبکې اړوندو ویبپاڼو وویل چې ایمن الظواهري له دې وروسته د اسامه بن لادن پر ځای د دوی مشر دی ،اسامه بن لادن د تېرې مې میاشتې په دوهمه نېټه د ایبټ اباد په نیمه پوځي ښار کې د کاکول د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ په یوه لوی کور کې د امریکايي کومانډو ځواکونو په وسیله ووژل شو.امریکا د امنیتي اندېښنو له کبله د بن لادن مړی سمندر ته وغورځاوه.
لقاعده وايي چې اېمن الظواهري ېې داسامه بن لادن پر ځاې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلې دی. اېمن الظواهري چې په مصر کې زیږېدلی دی، د ټاکل کیدو اعلان یې د اسلامي ډلو په ېوه وېب پاڼه کې خپور شوی دی. القاعدې سمدستي ژمنه وکړه چې دامرېکا او اسراېلو پر خلاف به خپل جهاد جاري وساتي اوامرېکا او اسرایل دواړه یې د تیري کوونکو کافران وبلل
اېمن الظواهري چې د طب ډاکتر دی او رشته یې جراحي ده، بله هفته ٦٠ کلن کیږي. هغه د ډیرې اوږدې مودې نه دالقاعدې دپخواني مشر اسامه بن لادن مرستېال ؤ او د ټرورزم کارپوهان په د ېباور دي چې اصلا اېمن الظواهري دالقاعدې د عملیاتو او استراتېژئ جوړونکی دی.
ډېرو څېړونکو ډېر مخکې دا فکر کوه چې په پاکستان کې دامرېکاېې کوماندوګانو په ېوه حمله کې داسامه بن لادن د وژلو نه وروسته به الظواهري د القاعدې د نوي مشر په توګه وټاکل شي.
ګومان کېږي چې الظواهري دافغانستان او پاکستان ترمنځ په غرونو کې چېرې پټ دی او له همدغه ځاېه دالقاعدې عملېات رهبري کوي. دامرېکا دحکومت دټرورزم ضد ادارې ېوه مامور، جان برېنن په روانه هفته کې اعلان کړې ؤ چې امرېکا لګېاده کوښښ کوي چې الظواهري پېد اکړي او وايي وژني.
اېمن الظواهري دمصر دېوې تعلېم ېافته او بډاېې کورنې غړی دی چې زېاتره غړي ېې ډاکترانو او پوهانو په توګه روزل شوي دي، خو هغه د ډېرې هلکوالئ نه داسلام د رادېکالې او تندروې مفکورې خاوند ؤ کله چې هغه دطب رشته لوستله او تحصېل یې کوه نو په هماغه وخت کې ېې دمصر د الجهاد اسلامي ډله جوړه کړه.
کله چې اسامه بن لادن دامرېکا په ېوه حمله کې ووژل شو نو اېمن الظواهري په خپله وېن اکې دپه امرېکا باندې د ټروریستي حملو د طراح ډیره ستاینه وکړه او ويې ویل چې هغه د خپل رب حضور ته د الظواهري په وینا د یوه شهید په توګه ورغی.
هغه تل د لویدیځو قدرتونو ډېره کلکه غندنه کوي او په عربي دولتونو باندی له دې امله ډېر انتقاد کوي او وايي څرنګه چې هغوئ د امرېکا ډېر نژدي انډېوالان دي نو ځکه بی دېنه دي الظواهري د افغانستان دطالبانو دمشر ملا محمد عمر سره خپله وفاداري اعلان کړې او نوموړې ېې دمسلمانانو دامېر په نوم ېاد کړ.
الظواهري په خپله ېوه رېکارډ شوې وېنا کې وايي چې د لېبېا دمشر معمر القذافي پر خلاف د ناټو دهواېې حملو اصل مقصد دادی چې لوېدېځ ملکونه ېې د تېلو په دولت باندې قبضه وکړي. نوموړي دمصر، او سورېې د جابرو مشرانو پر ضد ولسي پاڅون ستاېنه کړې ده. د امرېکا حکومت دالظواهري په سر ٢٥ مېلونه ډالر انعام اعلان کړی دی ،ايمن الظواهري چی په مصر کې زېږېدلى، له اسامه وروسته له کلونو راهيسې د القاعده شبکې دويمه درجه مشر و، اوس د امريکا تر تعقيب لاندې کسانو په ليست کې شامل دى، د هغه د نيولو لپاره ٢٥ مليونه ډالره جايزه ټاکل شوې ده،د امريکا څارنوالان الظواري په ١٩٩٨م کال کې په کينيا او تانزانيا کې په بمي حملو کې په لاس درلودلو هم تورنوي. د هغه د استوګنې ځاى نه دى معلوم، خو امنيتي سرچينې وايي په اغلب ګومان دى به هم په کی په کومو سيمو کې پټ وي ، الظواهري د مصر د يوې منځنۍ طبقې کورنۍ څخه دى، چې د کورنۍ ټول غړي يې ډاکټران او پوهان دي، د قاهرې په پوهنتون کې يې زده کړې کړي او د سترګو دجراح ډاکټر په توګه فارغ شوى دى ،د ١٩٨٠يمې لسيزې په نيمايي کې الظواهري په مصر کې د سخت دريځۍ له کبله درې کاله بندي شو او وروسته يې له بن لادن سره وکتل
دوى دواړو د شوروي يرغل په وړاندې د جهاد لپاره د افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه ،الظواهري په ١٩٩٠يمه لسيزه کې په مصر کې د اسلامي جهاد د ډلې مشري واخيسته چې هدف يې په دې هېواد کې د يوه اسلامي دولت جوړېدل وو، دغه ډله وروسته له القاعده سره ملګرې شوه.پای سلام خان.