که داتوافق نامه شوی وی بیا خو دکرزی اخطاربهرنیوقواوو ته دعام وګړودمرګ ژوبلی په باب بل تعبیر لری

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

منصور  احمدزی

دانتر نت پاڼی می کتلی چه می سترګی پر یوی لیکنی ولګیدلی چه د عبدالله افغان او کماالدین انځورلیکنی وی او ګران افغانستان   ټول افغان  لوی افغانستان  خوست  خبریال  سپرغۍ  افغانننګ  او بورا  په خپل وخت سره  دخپلو مینوالو دلوستلو لپاره خپری کړی وی چه ټولی پاڼی دستاینی وړدی.


دلیکنی تر خوا اسناد هم ورسرموجودوه اوس ددی مطلب دروښانتیا لپاره دا باید معلومه شی چه دا تړون دکرزی په وینا شویده کرزی هدایت صادر کړی اوکه یی ندی کړی که کرزی دا کار کړی وی د مشرانو جرګی  ولسی جرګی پکی کوم رول اونظردر لوده  یا ددی تړون په هکله قانون څه حکم کوی چه داکار دقا نون په چوکاټ کی دملی ګټو  تمامیت ارضی او استقلال سره په  ټکر کی ندۍ   او هریو کس ددی  ډول مهمو او حیاتی  تړونونوامتیاز اوصلاحیتونه لری ؟؟؟؟!
تر نن ورځی پوری ولی دملت له نظر نه دا ډول اساسی او ډیری اهمی برخی  پټی ساتل شوی وی  دا ددی هیواد له  وګړو سره لوبی کول دی چه  یوتن هم نه پری خبریږی  دا جرم دی تاریخی جنایت او ستره جفالدی قهرمان ملت سره دۍ .
داچه لیکی دایساف قوماندان دهر نوع اقدام اختیارات او صلاحیتونه دافغانستان په خاوره او فضایی حدودو کی لری  ددی مطلب  او تعبیر باندی ددوی سر خلا وه اوکه عمدا یی داخاوره دهغوی عام او تام اختیارته دټولو اوسیدونکو سره ور قباله کول وه کوم شی پاتی دی  دافغانانو کومه برخه مصونیت لری دا غیراسلامی غیرمذهبی غیر کلتوری هر یو شی ددی تعهدات پر بنیاد نن ورځ جریان لری نور بیا زما اوستا اویا دافغانستان نه غر ض یعنی د خیرک ادی دۍ  لعنت دی  پردی تړون او دا ډول ضمیر وی افغا نان تر ننه دګندمک دتړون په ویر ناست دی مګر خبر ندی چه په کابل کی دا ډول واکداران ناست دی او تړونونه کوی  چه ګندمک مو پریی هیریږی په ګندمک کی مو یوازی دخاوری یوه برخه لانجمنه دی مګردی تړون ته زه نه پو هیږم چه دا نه تایید او غیر ګمارلی اشخاص ددی اختیارات لری چه دا کار وکړی یا هم مو جوده قانون دا اختیارات داسی اداری ته ورکولای شی نور افغانان داتړون په څه نوم یاد او څه ډول بر خورد ورسره وکړی  .
یاداچه ( ایساف ازادی کامل وبلا مانع دارد که در سراسر خاک افغانستان و فضای ان حرکت نماید ) اوس خوکه  هغه ته داازادی او صلاحیت وی دده له سراسری  حرکت نه دا ولس  باید  په تنګ و نه اوسی بیا هم ایساف ډیر مراعات کوی ممکن په منځنی ډول دورځی شل تنه افغانان ووژنی له پردیو ګیله ندی پکار له هغه چا سره چه ځان افغان بولی او دا تړون یی لا سلیک کړی  لمړی حسابی وشی او نور پټه خوله او ارام کښینا ستل جرم او لویه ګناه دۍ .
کله چه ایساف ته کامله ازادی  ور کړ شویدی اوهم که دهر سیاسی دینی اجتماعی رهبر مشر سره دلیدو کتو اجازه یی ورکړی وی دار تباط حق لری دملک الطوایفی حق هم لری  نور بیا دانظام او حکومت کومی دندی لری اوداچه عام و تام مصونیت لری نو بیا دا خاوره خوددی قوم نه ده موږ په خپل کلی کور کی مصونیت نلرو مګر هغوی پدی کور اوکلی کی مصو نیت لری ځکه خود تر جمان صاحب دانیک شهرت دتاریخ به پاڼو کی په زرین خط ولیکل شو او کامل صلاحیت ددینی نژادی او فرهنګی برخو مطالب دادی چه هغوی په قانونی  ډول دلته کلیسا جوړولۍ شی  نژاد او نسل کرلۍ شی فرهنګ بد لولۍ شی او دلته ددین  نژاد او فرهنګ واګی دهغوی په اختیار کی دی .
زه به دلته خپل یو لنډ سر ګذشت بیان کړم  په  ۱۹۸۲  کال کی دفرانسی هیواد له لوری  دشهید قوماندان     عبد الحق احمد ضیا مسعود( دکرزی پخوانۍ مرستیال) به ګډون بلل شوی وه چه زه دځینو ستونزو له امله په لمړی سر کی حاضر نه ومه چه فرانسی ته سفر وکړم هغه فرانسوی چه زموږ دکار دنده یی په غاړه درلوده راڅخه خواهش وکړ چه راځه یو ځل شهید مجروح صاحب ته ورشو ما ور سره ومنله مجروح صاحب چه د دافغا نانو دافتخار وړ شخصیت وه ماته یی وراره ویل چه بد بختانه دوطن ددښمنانو له لوری په شهادت ورسیده فرانسوی ور سره په فرانسوی ژبه خبری شروع کړی نور یی ماته مخ کړ چه زه درته وایمه چه سفر ته ولاړ شه ستونزی دی چه بیرته را وګرځیدی حل  کړه ما هم د هغه خبره ومنله دیوی میاشتی په سفر فرانسی اوله هغه ځایه ځینی نورو ارو پایی هیوادو ته سفر وکړچه احمد ضیا مسعود پدی وخت کی له موقع ګټه پورته کوله چه یوازی به وو داسی څرګندونی  کولی چه دملی وحدت دملی ګټو  په خلاف وی چه یوه ورځ شهید قوماندان عبد الحق جدی شو چه موږ دافغانانو نمایندګی کوو نه دیوی سیمی وروسته له هغه می   زړه ډاډه شو چه شورای نظار او جمعیت  سره دافغانستان دکشالی کوم فکر نشته تګلاره یی خپلو شخصی ګتو او ژبنی تعصباتو ته لمن و هل دی چه په هغه کال کی دفرانس یوی موسسی به نوم د (BIA ) داروپایی هیوادو مرستی را ټولی او مسعود ته یی ور ولیږلی  ګر چه دیوی میاشتی سفر کی مو ډیر څه تر سترګو  شوی وه ضرورت یی دلته نه وینم چه ذکرشی .
که نن ورځ احمد ضیا مسعود په هوایی ډګرونو کی د ډالرو سره نیول کیږی او یا یی هم نوره ډله ټپله دهیواد پرسر معاملی کوی زما لپاره کومه نوی مسله ندی ځکه چه ما دنظار ډله له ۱۹۸۲ کا راپدی خوا پیژندلی وه او دنظار اوجمعیت ډلی دروسانو له وخت څخه دهیواد پرسر معامله کولوکی تجربی او سابقی هم لری چه یو بل مثال یی داحمد ضیا مسعود خبری تیر کال دامریکایی سناتورانو سره برلین کی دهیواد دتجزی پر سر وی  نن ورځ جمعیت او نظار خپله بریا او بقا دهیواد پرسر معامله کولو  دثروت لاس ته راوړلو او دهیواد په تجزیه   کولو کی وینی چه ددی هدفونو دتر لاسه کولو لپاره هیڅ اقدام څخه مخ نه اړوی .
دوروستیو لسو کلونو مالی او ځانی زیا نونه چه زموږ ځوریدلی ملت ګاللی دی ددی مسولین هغه څوک دی چه دا تړونونه یی  داشغالګرانو سره لاس لیک کړی او دملت وینی  یی هغوته ور بښلی دی .
اوس دکابل داداری اعتماد ضرب دصفر شوی ځکه چه دوی هر څه په پټه له ملت څخه تر سره کوی او ډیره ګرانه ده چه د ملت باور تر لاسه کړی او څرنګه دوی ته یی ضمیر اجازه ورکوی چه دستراتیژیک تړون لپاره لویه جرګه راغواړی کرزی به دروسانو په شان قلابی لویه جرګه جوړه کړی هغه به دتیرو جرګو په شان افغا نانو ته دمنلو وړنه وی اونه به مثبتی پایلی ولری .
شرم حیا ضمیر افغانیت شته اوکه  ټولو کډه کړیدی ډبل عبدالله یو نس قانونی نورهم لدی ملته توقع لری     هغه څه چه له شروع دراتګ دایساف  یی هر څه پرهغوی  پلورلی دی .
دکابل په اداره کی بر لاسو جمعیت شورای نظاردا سی تاریخی کار نامی تر  سره کړی چه شاه شجاع ته یی برآت ورکړ او ددی ایجاب کوی چه ووایو هزار بار تحسین بر شاه شجاع .
په درنښت