دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
شپږمه برخه
دوعاکوئ چې له ستر اوراوتوهينوونکي وکيل نه موخدای وساتي.
ليک
هيڅ ليک ښه ليک دی.
داسې ډاډمن لکه ليک په پوست کې.(فرانسه)
ليک نه شرمېږي.(لاتين)
اوس به يا چوې اويا به ټينګېږې(مقاومت کوې).
بربنډ بې وروره ملا ده.(ايسليند)
کله چې اړتيا زياته وي دورور مرسته غوره ده.
ديوې وينې ورونه ،خو اخلاق يې ډېرکم يوراز وي.(ويند سيوسل)
ورونه په کور کې شخړه کوي خو بهر ډېرژر ديوبل ددفاع له پاره توره راوباسي.(جاپان)
بد تربور په بد ځاې کې په کارېږي.(افغانستان_پښتو[ژ])
دورونواړپېچونه(اختلافات) په مرګ او ژوندکې وي.
برګې غواګانې برګ خوسکي زېږوي.
هيڅ غواته برګه نه ويل کېږي ترڅوچې ټکي ونه لري.(سوېډن)
ژړانده ناوې موسکۍ مېرمن.
څه چې سړی په بيديا کې پېداکوي ،دناوې بستر نه غواړي.
څه چې کارول کېږي ناسم هم کارېدای شي.
دبيرجوړولو ځای ډېر ښه درملتون دی.(جرمنی)
تنبل بير جوړونکی ښه بير جوړوي.
کله چې دوړکتون ښوونکي هغه ښکل کړه،نجلۍ وويل: ”دواده مزه يې کوله”.
هغوۍ چې پرو سږکال يې ودونه درلودل، هغوۍ ټول سږکال نه خاندي.
چاچې خپل واده ته ونه بللم،په خپلو ښخولو کې به هم ما ونه ګوري.(عربي)
۲۶
هيڅ واده بې ژړا، او هيڅ مړی بې خندانه وي.(ايتاليا)
بوټي په يخو شپو کې زيات نه غټېږي.(امريکا_دتورانو له ژبې څخه)
مخکې تر دې چې دوښمن راشي کور مه سېځه .
څوک بايد خپله شمع له دواړو سرونو نه روښانه نه کړي.
چاچې يو ځل خوله سوځولې وي هغه سوپ (شوروا) ډېره پوکي.(سوېډن)
په شيدو سوی اوبه هم پوکي.(افغانستان_ پښتو[ژ])
دګاونډي دديوال سوځېدل ،ستا هغې ته خطر دی.(لاتين)
لومړی هغه سوځي ،چې اورته نږدې وي.(دنمارک_يوليند)
مسکو دموم يوې کوچنۍ شمعې سوځولی.(روسيه)
څوک چې خپل کر(کرل شوی تخم) سېځي هغه پَست دی،ددې له پاره چې هغه يوکال دروزلو ربړ ګاللی.(دنمارک_لوېديزيوليند)
ځينې کله يوازې په تودولوخپل لاسونه سېځي.(انګرېزي _دمهاما ټاپو)
بې ډوډۍ شراب ښکاره مرګ دی.
کله چې څوک دکليسادمحراب له پاره شراب ولري ،نودامين ويونکوله پاره بايد اوبه ولري.
(دنمارک_لوېديز يوليند)
شراب وڅښه،بير وڅښه،هر هغه څه وڅښه چې زړه دې يې غواړي،او بټوه دې ورته ساتلې،خوعقل دې مه څښه.(فنليند)
دشرابو له پاره پېسې تل اوچتې پرتې وي.(سوېډن)
که شرابو،سکرو او قيرمرسته ونه کړه نومرګ نږدې دی.(فنليند)
په تازه هوا کې شراب څوک نه وژني.
ښه ودکا(يوډول روسي شراب دي[ ژ]) مرۍ او څېره تازه کوي،زړه ته وينه ورکوي او جېب سپکوي. (روسيه)
شراب هيڅکله دومره ګران نه دي چې دپېسو ارزښت ونه لري.(سوېډن)
انسان يوازې په خواړوژوندی نه دی.(بيبل)
ديو کور ډوډۍ اودبل کورډوډۍ سره ورونه دي.(روسيه)
په پردي هېواد کې هم ښه ډوډۍ پخېدای شي.
۲۷
کله چې ډوډۍ ښه خوندوره وي،نوڅوک پوښتنه نه کوي چې دا يهود پخ کړې که ترک.(ارمني)
سړی خپله ډوډۍ هلته ولټوي چې چېرته پېدا کېږي.
تر بې پتۍ لوږه ښه ده .(ايتاليا)
پاکه ډوډۍ په خپله کڅوړه کې ښه ده،نه حرام سره زرپه بټوه کې.(اووم فيدر)
خپله ډوډۍغوڅوه،هيڅکله نه وږی کېږی.(ايرليند)
هغه څوک چې دډوډۍ په غوڅولو پوهه نه شي،نوپه ګټلو يې هم نه پوهېږي.(بلجيم_والنوسک)
هيڅوک نوې ډوډۍ نه شي موندلی ترڅو چې پښه يې نه کړي.(اووم فيدر)
له ناوې نه مخکې سړې بايد ځان ته ډوډۍ پېدا کړي .(ايسليند)
لومړی ډوډۍ وروسته ناوې.(سوېډن)
سخته ډوډۍ مخ سورکوي.
دکلکې ډوډۍ له پاره بايد تېز غاښونه وي.(ايتاليا)
زيات لومړی ډوډۍ مومي ،کله چې هيڅ غاښونه نه لري.
تردې چې هيڅ ډوډۍ ونه لری توره ډوډۍ ښه ده.
نيمه ډوډۍ تر هيڅ ښه ده.(فيدر لول)
تردې چې دڅکلو له پاره هيڅ نه وي سخت کېک ښه دی.(سوېډن)
دمرغۍ له آواز نه ډوډۍ ښه ده.(سوېډن)
سړی زيات وخت تر هغو سپينه ډوډۍ خوري،څومره چې دتورې ډوډۍ آرزو لري.
که دوه ډوډۍ لرې نويوه وپلوره او يو ګل پرې واخله.(چين)
سړی چې ورځنۍ ډوډۍ نه لري ،دې ته چمتو دی چې يوڅه غوره وګڼي.(فرانسه)
هغه څوک دډوډۍ سَت کوي چې ډوډۍ لري.
هيڅ کار بې ډوډۍ ،اوهيڅ نڅا بې شرابو نه کېږي.(روسيه)
خوړل شوې ډوډۍ ژر هېرېږي.(سوېډن)
ديومرګ،دبل ډوډۍ.
غلا شوې ډوډۍ تل خوږه وي.
کله چې خدای موږ ته ډوډۍ راکړي خلک يې دغوړولوغم خوري.(يديشي[ زړه يهودي])
۲۸
هغه چا چې دډوډۍ ديوې ټوټې پر دواړو خواو يې پټۍ لګولې وه وويل: ”چاته چې ډوډۍ ګرانه وي ښه کېدای نه شي”.
دنرۍ ډوډۍ ټوټه دکوچو غله ده.(فريسي )[دهاليند به شمال لوېديزکې دفريسيانو ژبه[ ژ]
هغه څوک چې سپينه ډوډۍ خوري،ښايي وروسته توره وخوري.
هغه غواړي چې ښه ډوډۍ ولري،تردې چې له وړو نه جوړه وي.(انګلستان)
هره ورځ کېک مه غواړه.(هند)
لارس (دسړي نوم دی [ژ])چې کله هيڅ پېدا نه کړل ،نو ويې ويل: ”کېک”.
غله(دانې) کېک درکوي اخيستل شوې ډوډۍ لوږه.(پيدر لول)
څاه
کوچنۍ څاګانې ژر کېندل کېږي.(اووم فيدر)
ژورې څاګانې هم وچېدای شي.
له کوچني کوهي نه هم سړی اوبه څښلی شي.(فيدر لول)
کله چې يوکوهی وکيندل شو په زرونو کسان له هغه نه اوبه څښلی شي.(چين)
سړی هغه چاته له اوبوورکولو ډډه نه کوي ،چاچې کوهي کيندلې وي.(آفريقا_سواحلي)
ټول کوهيان ښې اوبه نه لري.(سوېډن)
دخوږواوبو کوهی تل تش وي.(مصر_عربي)
کله چې ماشوم ډوب شو دکوهي داوبو ايستل ناوخته دي.
کله چې ليندۍ زياته کش شي شلېږي.
ليندۍ تل کش نه وي همدارنګه انسان هم آرامي غواړي.(هسپانيا)
ترڅوچې دی غشی سم نه وي ايښی ليندۍ مه راکاږه.(انګلستان)
دابايد وچه ليندۍ وي چې غشی تر سپوږمۍ ګوزار کړي.
ښه ليندۍ لرم ،خوپه ماڼۍ کې پرته ده.(انګلستان)
يوغشي ويشتونکی چې مم مم کوي،يودرواغ جوړوي.(هسپانيا)
له خطرنه کش کړې ليندۍ ښه ده.(سوېډن)
سېرلی
که کورکې يوسېرلی(وز)وي،نوهرومروبدبويي ده.(اووم پيدر)
څوک بايد سېرلی په باغوانۍ ونه ګوماري. (سوېډن)
۲۹
سېرلی(وز)پوهېږي چې ښکر لري. (سوېډن)
زوړسېرلی نيغ ښکر لري. (فريسي)
غوړه مالي
هغه چې ځان زيات قاتوي(غوړه مالي کوي)په لغته وهل کېږي.
دلته په دنيا کې سړی پورته نه شي تللی ،څوچې ځان کوږ نه کړي.(جاپان)
پطلون
هغه چې پطلون ګنډي بايد دمتيازوکولوله پاره سوری په پام کې ونيسي.(هند_هندي)
هغه چې هيڅ پطلون نه لري بربنډه کونه تلی شي.
ترڅوچې پطلون نه دی ټينګ شوې سړی بايد مخکې ولاړ نه شي.
داهغه(ښځه) ده چې پطلونونه اغوندي.(انګلستان)
مېرمن پطلون لري.(فرانسه)
له دې څرمنې هيڅ پطلون نه جوړېږي.
چې دبل پطلون يې اغوستی وي په اسانۍ سره پر اورکښېناستی شي.(فنليند)
پړسوب
ترهغې چې هيڅ مېړه ونه لری،پړسېدلې ګېډه ښه ده. (سوېډن)
بنسټ
دغريبوخلکو هم بنسټ (شجره) شته.
په بدبختۍ کې بنسټ شته که څه هم ډېر کښته وي.
چې تَل يې نه وينې،په هغواوبو کې پښه مه ږده.
تَل ته يې لاس واچوه چې پوست شوي غنم په لاس درشي.
بې بنسټه لټون په سختۍ نتيجه ورکوي.
بوټي
هغه سړی په بوټو کې ننه باسي.
هغه چې له بوټوډارېږي،ځنګل ته وروستی راځي.(پيدرلول)
ستر ښار ستره زړه تنګي .(ايتاليا)
په بل ښارکې ښکلې نجونې پېدا کېږي.(سوېډن)
کله چې آبادي کوې،نودکار خونه دې پراخېږي اوپخلنځی دې کوچنی کېږي.
۳۰