سلام خان
د یادولو وړده چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یو شمیررسنیو خبرورکړ چې په قطر او جرمني کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې شوي دي خو تر دې دمه نه افغان دولت په دې اړه څه ویلي دي خو طالبانو دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دوی په قطر کې د دفتر د پرانستلو غوښتنه نه ده کړ ،که څه هم د خبرو اترو نور جزیات نه دي په ډاګه شوي
په تاند کی دیوه را پور پر بنیاد په افغانستان کې د امریکا پخواني افغان الاصل سفیر ډاکټر زلمي خلیزاد د چارشنې په شپه له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې ومنله، چې طالبان هیله لري چې له امریکا سره نیغ په نیغه خبرې وکړي ،خلیلزاد دا هم وویل چې څه موده وړاندې هم د افغان دولت په سلا او مشوره په جرمني کې د امریکا او طالبانو لومړنۍ خبرې اترې ترسره شوې وې خو ده په دې اړه ډیرمعلومات ورنه کړل ،خلیلزاد د افغانستان په مسله کې د پاکستان رول مهم وباله، او په وینا يې چې له امریکا سره د افغان دولت د اوږدې مودې د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د لاسلیک په هکله باید له پاکستان سره خبرې وشي او د دغه تړون له لاسلیک وروسته که بیاهم د پاکستان لازمه همکاري نه وي، فکر نه کوي چې له وسله والو مخالفینو سره ژر سوله وشي
ډاکټر خلیزاد زیاته کړه، په پاکستان کې د مې په دویمه د امریکا لخوا د القاعدې د ډلې د مشر له وژل کیدو وروسته اوسمهال امریکا د خپل کانګرس ترسخت فشار لاندې دی چې له پاکستانه وغواړي چې په خپل سیاست کې ژور بدلون راولي څو د ترهګرۍ په روانه جګړه کې کوټلي او اړین ګامونه پورته کړي ،خلیلزاه همداراز وویل چې په راتلونکې کې غواړي یو سیاسي ګروپ رامنځته کړي خو د کومې دولتي څوکۍ د لاسته راوړلو په تکل کې نه دی.
له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو مسئله نن سبا په رسنیو کې خورا ګرمه شوې، ځکه دا لومړی ځل دی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې کېږي ،د مذاکرتو په دې بهیر کې د طالبانو لخوا د ملا عمر نږدې ملګری او سلاکار طیب اغا او ورسره دوه نور ملګري ګډون لري،خو دا چې د امریکا لخوا به څوک وي، لا څرګنده نه ده ،کله چې له طالبانو سره د خبرو اترو طرحه د کرزي له دویم ځلي جمهور رييس کیدا وروسته اعلان شوه، نو ډېرو دا د کرزي یو ځانګړی سیاست وباله او په دې باور وو، چې ګواکې د ملي مشورتي جرګې او د سولې عالي شورا جوړولو چاره له نړیوالې ټولنې جلا د کرزي ځانګړي ګامونه دي، خو بلخوا بیا ځینو نورو لا هماغه مهال په دې دلیل، چې کرزى په افغانستان کې د ځواک د یوې برخې په توګه دا توانایی نه لري، چې له خپلو هغو نړیوالو ملګرو، چې په افغانستان کې هم خپله وینه بهوي او هم پیسې لګوي داسې یوه مهمه پریکړه کړې وي ،په همدې ترڅ کې ډیر ژر جرمنیانو له دې بهیر سره ۵۰ ملیونه ډالره مرسته وکړه او دا یی ډاګیزه کړه، چې لویدیځ له دې تاکتیکه ملاتړ کوي، وروسته، چې کله امریکا هم د ۵۰ ميلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ، نو خبره لاپسې جوته شوه چې د دغې پروسې رامخې ته کول یوازې د کرزي کار نه دی ،دا مسئله هله لا روښانه شوه، چې جرمني اوس د دغو مذاکرتو کوربه توب كوي او امریکایان هم بې برخې نه دي پاتي، نو له دې ښکاري، چې امریکا او جرمني له پیله د د دغو مذاکرتو مسؤلیت پر غاړه لاره، چې په ځینو ځایونو کې به افغان دولت ته هم برخه ورکوي ،امریکایانو، چې د لیزبون په کنفرانس کې دا لسیزه افغان ځواکونو ته د امنیتي واکونو د لېږد او امنیت راوستلو لسیزه وبلله او اوس د اوږد مهالو استراتیژیکو همکاریو د تړون پر لوري درومي، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو مسئله یی هم یوه برخه ده، نو د طالبانو د ځینو ډلو په نه ورګډولو سره خپلو موخو ته ځانونه نه شي رسولای ،دا کار باید تر ۲۰۱۴ کاله او د کرزي له رخصتیدا سره ترسره شي،ځکه تر هغه وروسته امریکا هم له جګړې لاس اخلي،او پخپلو اډو کې ځای پر ځای کیږي .
تیر ځل چې لا امریکا په افغانستان کې نوي پړاو ته نه وه ننوتې، کله چې ملا برادر وغوښت د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي، نو سملاسي د پاکستاني ځواکونو لخوا ونیول شو، خو اوس چې د ملاعمر استازي نیغ په نیغه له امریکایانو سره ګوري، نو حالت او سیاست یو څه بدل ښکاري ،یقینا چې دا مذاکرات به کومې هر اړخیزي او وروستۍ پایلې ته ونه رسیږي، خو راتلونکو خبرو ته به یوه څه لاره هواروي، دا چې پاکستان به بیا هم د تیر په څير له راستنیدا وروسته په مذاکراتو کې ګډونوال طالبان ونیسي، نو لرې خبره ښکاري، ځکه دا مذاکرات داسې مهال ترسره کیږي چې د امریکا لخوا داسامه تر وژنې وروسته پاکستان تر سخت فشار لاندې دی ،که په داسي حالاتو کې پاکستان د دغو کسانو د نیولو هڅه وکړي، نو د لویدیځ له لا سختې مخامخیدنې سره به مخ شي، چې دا په هیڅ ډول د پاکستان په ګټه نه ده،خو که دا استازي په جرمني کې هم سرزوري وکړي،او امریکایي استازو ته زغرد ځوابونه ورکړي،نو یقینا چې پاکستان ته په راستنیدا سره به له سختو ستونزو سره مخ شي
په اوسنیو نویو حالاتو کې چې ویل کیږي ملا عمر ورسره مخ دی، نو مطمینا ځینې نور کسان به د طالبانو او القاعدې په مشرۍ د دغو مذااکراتو په اړه نظر ورکوي، خو دا چې کوم کسان به وي، نو تر ډېره د کوټې شورا پورې اړوندیږي، چې د ملاعمر لاسلیک به هم اخلي.
دا خبری په داسی حال کی کیږې چی د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس دجون په څلورمه نیټه مخکی تر دی چی کابل ته خپل اخیرنی سفر وکړی په سينګاپور کي يو امنيتی کنفرانس ته وويل چي که پر طالبانو پوځی فشارونه زیات شی نو د روان کال تر ژمی پوری کيدای شي له هغو سره خبری اتری وشی،د ده په خبره دغه کار به هله تر سره شي چی په افغانستان کی ميشت د ناټو ځواکونه پر طالبانو خپل فشارونه جارو وساتي او د جګړی په ميدان کی پرمختګ وکړي، نوموړی داهم ویلی دی چی طالبانو سره په جګړه کی پرمختګ،دخبرو اترو لپاره لاره هواره وې.که مونږ وشو کولای چی په افغانستان کی د خپلو برياليتوبونو څخه ساتنه وکړو، د امنيت په برخه کی لا پرمختګ وکړو، کافي شواهد په لاس کی ولرو چي طالبان تر فشار لاندي دي، نو کيدای شی چی د طالبانو سره په راتلونکی ژمی کی خبری اتری پيل شي او د ښو پايلو اميد تري وشی
په عین حال کی د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې ومنله چې دوى په تير يوه كال كې د ملامحمد عمرپه مشرۍ د كويټې له شورا، حقاني شبكې او د حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له يو شمېر استازو سره د سولې د خبرو اترو په موخه لومړني تماسونه نيولي او ګټورې خبرې اترې کړي دي ،استاد رباني زياته كړه ، بريتانيا، امريكا، جرمني او په ځانګړې توګه ناروې هېواد څو ځله د طالبانو له استازو سره خبرې اترې كړي دي، خو دوى له ټولو نړيوالو غوښتنه كړې چې د سولې بهير دې افغانانو ته پرېږدي چې په دې وروستيو كې نړيوالو ورسره منلې او په كلكه يې ملاتړ هم كوي پای سلام خان