بالاخره دافغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتی تړون لاسلیک شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې له پاکستان سره د سوداګرﺉ او ترانزيت د تړون د تعمیل هغه ستونزې یې اوارې کړي چې دا څلور میاشتې یې ددې تړون تطبیق ځنډولی وو او له خنډونو سره یې مخامخ کړی وو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکټر انوارالحق احدي نن د پاکستان د تجارت د وزارت له سکرتر او پلاوي سره چې دا دوه ورځې په کابل کې ددې تړون د تعمیل د خنډونو د لرې کولو په سر په خبرو اخته وو، خبریالانو ته وویل چې ددې تړون د تطبیق په مخ کې دوه عمده خنډونه وو مالي تضمینونه چې پاکستاني اړخ د خپلو مالونو لپاره غوښته او بله دا چې لارۍ یو د بل په هیواد کې ونه پلورل او ورکې شي، احدي وویل چې دا دواړه مسئلې یې اوارې کړي د مالي تضمینونو پر ځای یې بیمه ایجاد کړې او د لاریو د ورکېدا لپاره یې د یوه ګډ صندوق چې عینا به مالي تضمین وي پر سر موافقه کړې ده.
ښاغلي احدي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ د تړون عملي کېدل به د جون له دولسمې پيل شي
هغه زیاته کړه چې ددې تړون د پېښېدونکو ستونزو د اواري لپاره یې هم د اپټاکا چې د دواړو هیوادونو د ټرانزيټ د همغږۍ اداره ده ایجاد کړې، دا اداره به په یوه میکانیزم کار کوي ترڅو د تړون په سر پېښېدونکې ستونزې چې رامنځته کیږي اواروي.
د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت سکرتر دا ډول وویل چې دا پرېکړې یې وروستۍ دي او بل هيڅ داسې خنډ نه ويني چې د تړون تطبیق شاته کړي، هغه وویل په درېيو ورځو کې دننه به د خپل هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره وروستۍ پرېکړې تر بحث لاندې ونیسي
افغان سوداګرو له تيرو څو کلونو راهيسي شکايت درلود چي په سلګونو کانټينر يي د کراچۍ او ګوادر په بندرونو کي ولاړ پاتي دي. تردې دمخه دغه اسانتياوي ډيري محدودي وې ،اوس د دواړو ملکونو سوداګريز مالونه له خنډونو پرته کولای سي د لارۍ موټرو په مټ د پولو د دواړو غاړو ټولو لويو ښارونو او کوچنيو ښارګوټو ته يوړل سي ،دغه مهم سوداګريز سند چي د جوزا مياشتي تر نيمايي وروسته به په عملي توګه کارول کيږي، نن د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستيال ظفر محمود تر منځ په کابل کي لاسليک سو ،
د احدي د وينا له مخه پس له دي به د پاک – افغان سوداګرو په وړاندي ټولي پرتي ستونزي له مينځه ولاړي سی
« زموږ د سوداګرو موټر اوس کولای سي چي د پاکستان د تورخم، کراچۍ، ګوادر، لواړګي، لاهور او نورو ټولو سوداګريزو بندرونو ته بې له کوم ممانعت څخه تګ را تګ وکړي او د پاکستان د سوداګرو موټر به هم په همدې ډول تر دی دمخه به دپاکستان سوداګرو مالونه یوازی تر افغان پولو او برعکس به را وړل کیدل
خو اوس به هغه مالونه افغان سوداګر له ممانعت پرته د پاکستان په خاوره کي افغانستان ته تيروي کوم چي له هند او د نړۍ له نورو ملکونو وارديږي ،د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال محمود وويل چي که د پاکستان لاره افغان سوداګرو ته د جنوبي اسيا له ملکونو سره د يوه نښلونکي پله په توګه ارزښت لري همداسي د افغانستان خاوره له منځنۍ آسيا سره پاکستان ته د يوه نښلونکي پله مانا لري ،دا ترانزيتي تړون ډير مهم دی، دا يو ښه پيل دی، دا پيل قوي ژمني له ځان سره لري، پاکستان به له منځنۍ آسيا سره نښلوي او افغانستان ته هم بې شميره ګټي لري
دا لومړي ځل دي چي په تيرو لسو کلونو کي د پاکستان او افغانستان تر منځ په دي کچه د يوه مهم ترانزيتي سند پر سر هوکړه کيږي ،د سوداګرۍ وزارت رسمي شميري ښيي چي د پاکستان او افغانستان تر منځ هر کال د کابو يو نيم مليارد امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريزي معاملې کيږي .پای سلام خان