راشی چې لغمان په خپلو مټو آباد کړو
نور محمد حیدری
لغمان کابل ته څیرمه یو مهم او ستراتیژیک ولایت دی چې ډیر مهمه اوترانزیتی لاره ددې ولایت په لمن کې کابل څخه تورخم ته غزیدلی دی.
اوس پنځه اداری واحدونه لکه دقرغیو ، علینګار، علیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالی لری .غرنی ولایت دی چې دکښت لپاره اوبه ډیرې خوآباده ځمکه لږه لری . اوسیدونکی یې پښتانه ، فارسیوانان ، پشه یان لکه ورونه او دیوې کورنۍ غړی د پیړیو را دیخوا ژوند کوی ، تنکو ځوانانو اوځلمیانو یې دخپلو پلرونو په شانته زده کړې ته مخه کړې
دلغمان میړنی ولس د ډیرو څخه مخکښې دافغانستان په نام اوننګ تورې ته لاس او د پخوانی شوروی یرغل په مقابل کې ودریدل، بې شمیره قربانی یی ورکړی، بچی یی یتیمان او میندې کونډې ، بورې پاتې شوی خو په خپلو وینو یې دافغانستان د آزادی ونه خړوبه کړه په همدی ډول دخپل مهم جغرافیوی موقعیت له امله د ختیځ څخه شمال ته دمجاهدینو دتګ راتګ با امنه اومیلمه پاله کور پاتې شوی دی. لغمانیانو دتاریخ په اوږدوکې دانګریزانو سره دافغانانو دجګړې څخه راونیسه بیا تراوسه غیرتی ،ننګیالی ، میلمه پال او په ناموس مین ؤ او دی . خو په ډیرې خواشنیۍ سره چې دلغمانیانو او زمونږ د باتوره ولس وینې تویدنو څخه نورو دځان جوړونو ، پرمختیا اودقوت دجوړولو لپاره ګټه واخستله اومونږ ته یواځې ورانی ، ویجاړی ، وروسته پاتې والی کنډر کنډر وطن او دمظلومیت بې شمیره مثالونه را په برخه شول ،چې لغمان او دلغمان میړنی ولس هم له دې تباهی اوقربانیو څخه بې برخې پاتې نه دی . په ډیر افسوس، سره لدی چې نن افغانستان کې د(47) هېوادونو په شمول دامنیت ساتنې او مرستې په نامه قوتونه راغلی اودلته میشت شوی دی اوپه تیرو لسو کلونو کې په ملیاردونو ډالر دلته راغله لاکن دلغمانیانو دخوړو په دسترخوان کې هم لکه زمونږ دنورو هېوادوالو په شانته بدلون را نه غی. بی وزلی ، بیکاری او کړاونه خپل اوج ته ورسیدل ځوانان اړ شول چې یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته مزدورۍ لپاره لاړ شی په خواشینی سره چی دوی په هماغه سفرونو کې هم دوسله والو مخالفینو لخوا ونیول شول اوپه بې رحمۍ سره ټپیان اومظلومانه ووژل شول چې دوه کال مخکې ایران ته دسفر په لار کې دهیواد په لویدیځ کې په ټولییزه توګه ددې مظلومو او سپیڅلو ارمانو لرونکو ځوانانو وژل او دژوندانه دتنیکو هیلو څخه ناهیلی کیدل یې ښه بیلګه دی.او د یو بل غم ټغر یی خور کړ.
لغمان ولایت سره لدې چې پریمانه اوبه لری چې د ارزښت له مخې دنفتو سره حتی له هغه څخه یی اوچت مقایسه کولای شو. خودوی بیا د کښت او څښلولپاره صحی اوبه نلری،او کرهڼیزی ځمکی یی شاړی پاتی دی. خلکو یې دخپل دولت اوسیمه ایزو چارواکو سره وعده کړې چې کوکنار نه کری ، وسله والو مخالفینو سره ملګرتیا نه کوی ، د ورانکارو اوتروریستی ډلو د نفوذ مخه به نیسی دخپل د ولایت څخه دفاع او ساتنه کوو، دقانون اطاعت کوو او ددولت دهرې ملی اواسلامی پریکړې ملاتړ کوواوپه خپلو وعدو کی پابند پاته شوی دی، خو په خواشینی سره نه چا ورته د ځمکو دخړوبتیا اوبریښنا په منظور داوبو بندونه جوړ کړل اونه هم چا بنسټیزو پروژه لپاره کوم کوچنی ګام واخیست ،چی د بیوزلی او بیکاری څخه مخنیوی و شی. اوهمدا اوبه په ډیرې مستی سره ګاونډی ملک پاکستان ته پرېوځی اوهغوی پرې مزې کوی . داځکه چې دلته دلغمانیانو دژوندانه دسمبالښت اوښیرازتیا لپاره په دولت کې چارواکو غوږونه کاڼه اوسترګې پټې کړی اوحتی د دولت په کچه د اوبو دراګرځولو په هکله په هیڅ اداره کې کوم ځانګړې بیړنی پروګرام نه لیدل کیږی.
چارواکی باید پدې پوه شی چې د کابل پلازمینی لپاره لغمان دآمن اوسوکالی یوه مهمه دروازه ده او د دې ولایت امنیت ،سوکالی اوپرمختیا ته پاملرنه دهریو دولتی چارواکی دنده ده . لغمانیان د ژوند سره مینه لری سوله یې آرمان دی او داسلام دمبین دین په رڼا کې دانسان په توګه په خپلو وجایبو اوحقوقو ښه پوهیږی، پکار دی چې ددې ولس دمیړانو او سرښندنو په لیدو سره ددوی ټول خدای ورکړی حقوق تضمین شی، دصحت لپاره یې روغتونونه ،ډاکتران او نورې اړیتاوې پوره شې ، د زده کړې لپاره یې عمومی اومسلکی ښوونځیو او فعال پوهنتنون ته اړه لیدل کیږی،چې باید په رغنده او کوټلی توګه پدې هکله ګامونه واخستل شی ،د دینی زده کړو لپاره مدرسو ته اړتیا ده چې داځوانان د دینی زده کړو لپاره دهیواد څخه بهر پاکستان ته لاړ نشی او هلته دورانکارو او دهېواد د دښمنانو په لاس کې دوسیلې په توګه دخپل کور د ورانولو لپاره پرې نه وځی .
دلغمان ځوانان نوې تکنالوژی اودهغه زده کړو ته اړیتا لری چې دا باید د دولت اونورو ملی اونړیوالو اړوندو بنسټونو لخواورته برابر شی او دافغانستان دولت ته پکار دی لغمان چی الحمدالله یو با امن ولایت دی دخلکو په مرسته ورغوی ،تاریخی ځایونه یې جوړاو دګرځندویانو دلیدو وړ وګرځول شی چې لدی لارې څخه ددې ولایت د خلکو په ژوند کې یوڅه بدلون ولیدل شی، دبیروکراسی او فساد د مخنیوی لپاره په کار دی چی ددولتی دکار کوونکو ظرفیتونه هم د ښه خد متونولپاره ور غوی. همدا ډول، بزګرانو ته دکرهڼیزو توکود ښه حاصلاتو لپاره اصلاح شوی تخمونه،سری او د حشراتو ضد دواوی ورکړی او د حاصلاتو دساتنې لپاره دخونو په جوړولو کې باید دولت اوبهرنی مرستندویان کلکه پاملرنه وکړی. لاکن متاسفانه چې پدې څوکلونو کې ویل شوی ، وعده شوې اوبیا دکاغذ پرمخ پاتی شوی دی.
لغمانیانو تل دخپل ولایت داړوندوکارونوپه سرته رسولو او سمبالولوکی د سیمه ایزی دولتی رهبری ، د ولایتی او ولسوالی شوراګانو د غړو سلا او مشوری چی د لغمان مخور او مخکښ شخصیتونه په کی حضور لری په پام کی نیولی دی او ټولو په ګډه ،د لغمان ولایت دامنیت څارنه کړې او ښودلې دی چې دوی امن پسنده خلک دی او دخپل دولت دلاسته راوړنو څخه ملاتړ کوی .
لغمان دا دی اوس اوس بیا دهغو ولایتونو په سرکې راغلی چې د نړیوال ايتلاف دامنیت ساتنې مفروزې دلغمان څخه وځی، سربیره پردې چې لغمانیان د نړیوالود قوتونو دمرستو اوقربانیو څخه منندوینه کوی ،داښه کار بولی چې دوی ووځی او امنیت افغانی پوځونو ته انتقال شی د لغمان میړنی ولس دخپل خدای او هیوادنیو ګټو سره تعهد لری چې دخپل وطن دین اوعزت دفاع اودتیرو لس کلنو لاس ته راوړنو څخه ساتنه اوننګه کوی او پری به نږدی چی ددی ولایت څخه امنیتی ستونزی و ټوکیږی.نو اړینه دی چی د ملی او ټول ګټو ودانیو او ښونځیو ،روغتونونو،لویو لارو د امنیت د سا تنی لپاره باید د خلکو له خوا په اړوند سیمو کی ولسی شوراګانی او تړونونه چی د پښتون قوم یواصل دی را منځ ته شی. اوراتلونکی به وښیی چې لغمانی ولس چمتو دی چې خپل امنیت دملی وسله والو پوځونو، قهرمانو بچو سره اوږه په اوږه ساتی اوحتی دبهرنیو قوتونو څخه به یې ښه وساتی اوخلکو ته به ډاډمن او د امن چاپیریال تضمین کړې، ځکه چی دا وطن دافغانانو دی او په افغانانو ډیر ګران دی او ددې وطن دساتنې او آزادی لپاره یې یونیم ملیون څخه ډیر شهیدان ورکړی داوسنیو ډیرو بدمرغیو اوستونزو یو مهم لامل هم دادی چې مونږ لاتراوسه دوطن په هکله خپلو ملی او اسلامی مسولیتونو ته پاملرنه ندی کړې اوتل مو بهرنیو ته سترګې نیولی دی .ډیره مهمه دی چی د غفلت او تمی له حالت څخه راووځواو وپوهیږوچی هیڅکله په پخوانی تاریخ کې داسې ندی شوی چې بهرنیو ځواکونو دچا هېواد ساتلی اویایې رغولی وی (پشکه د خپلی خیټی لپاره موږک نیسی). نوپکار دی چې مونږ دا احساس را ژوندی او پیاوړی کړو چې خپل هېواد او خپله سیمه په خپله وساتو او آباد یې کړو . نو زمونږ دنده ده چې ددې ولایت ټولی برخی ور غوو او په تیره بیاامنیت یې په خپلو مټو وساتو، خپل وروڼه او زامن دعسکری خدمت په برخه دملی پوځ لیکو ته وپیژنو چې په خپل همت زمونږ شمله لا اوچته کړی او دا وښی چې لغمانیان لمړنی خلک ول چې بهرنیو ته یې په مننه او درناوی مخه ښه وویلې او بیایې په خپله د امنیت د ټینګښت ، سوکالی او هېواد د آبادی لپاره لستوڼی پورته کړل خپل قلم او همت یی وکاروه دعلم ، پرمختګ اوټیکاو لپاره مبارزه اوهلې ځلې کوې. او ددې ترڅنګ پکار دی چې دینی عالمان ،مخور مشران خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړی چې دښه او ډاډمن امنیت لپاره د ورور ګلوی ، باور او ګډ ژوندانه پرمخ وړلو په موخه زمونږ دمرورو او وسله والو مخالفو ورونو سره خبرې اترې وکړی اوهغوی مصالحې اوجوړجاړی ته راوبولی ترڅو دا یووالی اوباور داغیار په سترګو کې اغزی شی او په ډېر نږدې راتلونکی وخت کې دیو پرمخ تللی،پر خپلو پښو ولاړ اوسمسور ټاټوبی خاوندان شو.