محمدامین بسمل
درنو لوستونکو!
مخکې له دې چې دروهي له پاڼې څخه را اخیستل شوی خبر ولولئ لمړی ستاسو پام دا لاندینیو کرښو ته را اړوم :
له جنګسالار عطأ سره دجانکیري دمغرضانه لیدنې په غبرګون کې ما څو ورځې دمخه په یوه لیکنه کې داسامه مړینې ته داسې اشاره کړې وه :
زموږ په بډایه سیمه ددائمي تسلت اواسیائي شتمنوهیوادونودچور لپاره افغانستان دامریکا لپاره هم لمړنی هدف و او هم وسیله .
دې ارمان ته درسېدولپاره امریکا په هرنیرنګ لاس پورې کوي نږدې لس کاله پخوامړ شوی اسامه یې یوځل بیا راژوندی اوپه څو شېبو کې یې داسې په درغو مړ کړ چې نه یې چا سر ولید او نه تنه .
زما پوره لیکنه په دې لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15601
دا لاندې خبر زما د مالوماتو پوره پخلی کوي .
اسامه مړی له تربیلا څخه ابېټ آباد ته وړل شوی
یوې امریکايي برېښنايي مجلې د ابېټ آباد عملیاتو په اړ یو رپورټ خپور کړی دی چې پاکستانيو ورځپاڼو يې هم ځینې برخې راخېستي دي. په رپورټ کې ویل شوي دي چې اسامه له ابېټ آباد عملیاتو څخه مخکې مړ شوی و او مړی یې په تربیلا کې په کنګل حالت کې ساتل کیده. امریکا پاکستان ته ګواښ وکړ چې مړی دوی ته ورسپاري کنه نو د دوی پر اټمي تاسیساتو به برید وکړي.د عملیاتو په شپه یوې پاکستانۍ چورلکې د اسامه مړی ابېټ آباد ته ولېږداوه او امریکایانو ته یې وسپاره. امریکایانو د دې عملیاتو په ترڅ کې د یوې ډرامې په ډول امریکايي چورلکه ړنګه کړه. او په دې ځای کې ډزې هم د ورروانې چورلکې د انتظار په شیبو کې کیدلې . د عملیاتو تر بشپړیدا وروسته درې امریکايي او یوه پاکستاني چورلکې افغان پولې پر لور والوتلې. د رپورټ له مخې پاکستاني چارواکیو د ۲۰۱۰ په آګسټ میاشت کې په ابېټ آباد کې د نوموړي کور په اړه له امریکاسره استخباراتي معلومات شریک کړي وو. تر دې وروسته امریکایانو د خپلو استخباراتي سرچینو په مرسته دا معلومات ترلاسه کړل چې په دې کور کې د اسامه کوچنیان ژوند کوي.کله چې ریمنډ ډیوس د ۲۰۱۱ په جنوري کې په پاکستان کې د سي،آی ،اې د مشر په توګه یې خپله دنده پیل کړه نو هغه د آی اس آی او القاعده تر منځ د اړیکو په اړه د معلوماتو پر راټولو کار پیل کړ. د جنوري پر ۲۷ د هغه یوه مخبر هغه ته له لاهور څخه د ټېلفون له لارې د یوه مهم مطلوب کس په اړه خبر ورکړ او د ټېلفون له لارې یې د زیاتو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. ریمنډ ډیوس په یوه کرايي موټر کې لاهور ته ولاړ. د هغه ساتندوی د مرمۍ ضد موټر په هغه پسې روان و . په دې ډول ریمنډ ډیوس آی اس آی تېرویست او له خپل موټر څخه یو ساعت مخکې لاهور ته ورسید اوله خپل مخبر سره یې ولیدل.آی اس آی دهغه لنډکروزر موټر تعقیباوو. مخبر هغه ته په تربیلا کې د یوې استخباراتي ودانۍ څو انځورونه او د یوه ټېلفون د ثبت شویو خبرو یو کېسټ ورکړ. ریمنډ ډیوس داسې وګڼله چې ګواکې هغه د سرو زرو یو کان وموند. هغه خپلو امنیتي کسانو ته زنګ وواهه ځکه هغه پوهیده که آی اس آی ته په لاس ورغی نو له لاهور څخه به ژوندی ونه وځي. کله چې آی اس آی ته پته ولګیده نو خپل دوه جاسوسان یې په هغه پسې کړل. کله چې ریمنډ ډیوس ته دا څرګنده شوه چې هغه تعقیبیږي نو هغه دواړه کسان یې ووژل. هغه داسې انګیرله چې ګواکي آی اس آی ته دا راز معلوم نه دی چې هغه څه ترلاسه کړي دي.د آی اس آی له یوې څانګې پرته بل چا ته دا معلوم نه و چې اسامه مړشوی دی او د هغه مړی په تربیلا کې کنګل ساتل شوی دی. ریمڼد ډیوس په دې اړه معلومات ترلاسه کړي وو. کله چې پاکستان ته د مارچ پر ۱۷ نېټه دا څرګنده شوه چې هغه نور خپل لوبونکی کارډ نه شي لوبولای نو لوی درستیز جنرال کیاني مطبوعاتو ته په یوه خبرپاڼه کې پر ډرون بریدونو نیوکې وکړې. دواړو جنرال ډیوډ پټریاس او ولسمشر اوباما غوښتل چې د اسامه له وژنې څخه سیاسي ګته واخلي. په دې حالت کې د اسامه د مړینې تصدیقیدل پاتې و. په راتلونکې میاشت کې امریکايي چارواکیو په پرلپسې ډول پاکستان ته سفرونه درلودل. ټولو له جنرال کیاني څخه غوښتل چې د اسامه مړی دوی ته وسپاري. د پاکستان دریځ همدا و چې " کوم اسامه؟" تر دې وروسته امریکا پاکستان ته ګواښ وکړ چې که د اسامه مړی دوی ته ونه سپاري نو د پاکستان پر اټمي تاسیساتو به برید وکړي. جنرال پټریاس د ۲۰۱۱ ز کال د اپریل پر ۲۶ جنرال کیاني ته ګواښ وکړ چې یا اسامه وروسپاري او یا یې د نه سپارلو پایلو ته ځان تیارکړي. هغه ورته روښانه کړه چې که پاکستان د هغه خبره ونه منله نو امریکايي پوځیان به په پاکستان کې عملیات وکړي. او تر دې وروسته امریکایانو د روان زیږدیز کال د مې پر دویمه د شپې پر مهال په ابېټ آیاد کې عملي ګام پورته کړ.
له روهي ویبپاڼې څخه مننه کوو