د جلالکوټ ادبي خوځښت ٣١مه اونيزه غونډه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دروېش
د تېرې جمعې پرورځ چې د روان لمريزکال د  غويي دېرشمه کېده،جلالکوټ ادبي خوځښت خپله پرله پسې ٣١مه اونيزه غونډه په جلال ابادکې د بي بي حوالېسې ترشاد ننګرهارټولنيز مرکزمېديوتېک په انګړکې د الله محمد حسنزي په وياندويۍ وکړه.

د قرآنکريم دڅو سپېڅلو ايتونو ترتلاوت وروسته چې محمود خزان وکړه،د تېرې غونډې رپوټ بختيارولوست،ورپسې جانان زمري د ادبي درس برخه وړاندې کړه،بياد ذهني ادبي ازمېښت برخه اميديارپرمخ يوړه.
د کره کتنې برخه کې احمدجمال جمال خپل نظم وړاندې کړ او وروستۍ برخه د مشاعرې وه چې نېږدې شلو ځوانو شاعرانو پکې شعرونه واورول.
بلې غونډې ته پريکړه وشوه چې اميديار به د ادبي درس برخه چلوي او فضل الرحمان زيارمل به خپله ادبي ټوټه کره کتنې ته راوړي.
د خوځښت مشرارشادرغاند او يوشمېر غړي پردې ورځ په کامې ولسوالۍ کې د عبدالرحيم مسلم دوست د کتابونو مخکتنې ته تللي وو.