قبلې بدلیږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرلوڅ مرادزی

د المان د دویچې ویلې د خبر له مخې د روسيي  ولسمشر ديمتري ميدويدف به د مۍ په ۱۹ مه د پنجشنبي په ورځ د کريملين ماڼي کي د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري هرکلي وکړي . مسکو کي د پاکستان د سفارت وياند راجه عبدالقيوم وویل : « په اقتصادي برخو کي همکاري به د دې سفر اصلي ټکی وی »


د روسيي خبري اژانس ايتار تاس سره په يوه مرکه کي زرداري هيله څرګنده کړې چي دغه سفر به دوه اړخيزه اړيکو ته نوي ساه ور وبښي «  زه روسي ته له خپل سفر څخه ډير څه ته سترګې په لاريم .» زرداري زياته کړه « زه هيله من يم د دغه سفر په ترڅ کي به د دواړو هيوادونو اړيکو کې يو نوی پرمختګ وشي .» نوموړي د دواړو هيوادنو تر منځ اقتصادي او سياسي اړيکي د یو بل په ګټه بللي دی .
د يوې اقتصادي ورځپاڼې په وینا ، روسيي ته د زرداري د سفر اصلي موخه دا ده چې روسيي سره د 450 ميلونه يورو په ارزښت يو ابتدايي تړون لاسليک کړي چي هغه کی به د روسيي په مټ پاکستان کي د یوی جوړی شوی اوسپنې بټۍ  بيا نوي کول هم شامل وي .
خو زرداري خپله موخه نه پټوي او په دې تمه دی له دې سفر څخه به پاکستان ته چې نن سبا له هرې خوا تر فشار لاندې دی او په تېره بیا امریکا ترې د ورکړو ډالرو حساب غواړي ، ډېر څه ترلاسه کړي .
د پنجاب زړه ته نږدې ایبټ اباد کې د بن لادن ښکار او مرګ  پنجاب په نړیواله کچه سخت رسوا او افشا کړ . هغه پاکستان چې تل به يي ویل که نړۍ او افغانستان دعوه کوي چې پنجاب ترهګر روزي او د ترهګرو ځاله ده نو باید شاهد او لاسوند وړاندې کړي . د بن لادن وژل د یوه پیاوړي او غښتلي لاسوند پتوګه د پنجاب ټولې پلمې ، چلوټې او دوه مخۍ په اوبو لاهو کړي . نن سبا پنجاب د نړۍ په وړاندې د ټګمار ، دوکه مار او دوه مخي دولت پتوګه پېژندل کیږي . پنجاب ورو ورو خپل ټول زاړه ملګري او انډیوالان له لاسه ورکوي او اړوځي چې پرونیو دوښمنانو ته په ننواتو سره پښو کې پریوځي . ماسکو ته د زرداري سفر په همدې موخه ترسره کیږي او غواړي د خپلو ټولو ګناهانو سره یوځای ځان د ماسکو په غیږ کې واچوي .  
د سپينې ماڼۍ دملي امنيت سلاکار تېره اوونۍ وویل « څرنګه چې داسامه بن لادن وژنه ناوړه پايلې لري دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په روان کال کې پاکستان ته د سفر نيت نه لري . د سپينې ماڼۍ دملي امنيت سلاکار تام دانيلون د ان – بي - سي له تلويزيوني جالګې ( شبکې ) سره په مرکه کې څرګنده کړه  دپاکستان په ايبت آباد کې د ثور دمياشتې د دولسمې نيټې له پيښې وروسته چې داسامه بن لادن د وژنې سبب شوه پاکستان ته د جمهور رييس د سفر پروګرام په پام کې نه دى »
بلخوا د امریکا مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر جان کیري چې دا مهال پاکستان کې دی ، هغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې د کانګریس غړي د پاکستان په خاوره کې د بن لادن له وژل کېدو وروسته دغه هیواد ته د ملیاردونو ډالرو مرستو په باب سختې پوښتنې کوي .

« سناتور جان کیري د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی پاکستان ته د دې لپاره نه دی راغلی چې ایبټ اباد کې د بن لادن پر کور د امریکا د پټې حملې په  اړه معذرت وغواړي .ده پاکستاني چارواکو ته د امریکا د غوښتنو یو لیست وسپاره.

جان کیري پاکستان ته وویل چې خپله خاوره کې د سخت دریځو د ځالو د له منځه وړلو لپاره خبرو ته اړتیا نشته ، عمل دې وکړي .

راپورونه وايي  جان کيري په دې ليدنه کې په ډاګه کړه چې پاکستان کې د اسامه شتون امريکا او نورې نړۍ ته يو شمېر پوښتنې راولاړې کړې ، چې پاکستان يې بايد ځواب ورکړي »
همدارنګه تېره اوونۍ د هند لومړي وزیرکابل ته سفر ، کابل پوهنتون کې د استاد ستانکزي په وینا ،  د اسلام اباد پر سر یو دروند ګزار دی . دا سفر چې هند ، د افغانستان په بیا ودانۍ کې د مرستو ژمنه کړې یو بریالي سفر ګڼل کیږي .
د هند دا غوښتنه چې پاکستان دې د بمبۍ پېښې مسولین چې هلته دېره دي هند ته وسپاري ، پر پاکستان نوره هم د فشار کړۍ تنګوي .
لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه پاکستان نن سبا د خپل تاریخ سختې شیبې تېروي ، له هغه ځایه چې د پخوانیو دوستانو په وړاندې يي څېره بربنډه شوه ، اړ دی چې پخوانیو دوښمنانو یا نویو دوستانو ته پنا یوسي . پاکستان څه له پاسه شپېته کاله روسيي سره د دوښمنۍ په پلمه له لویدیځ ، عربی او نورې مسلمانې نړۍ  څخه خیرات ټول کړ .افغانستان يي شپېته کاله په دې پلمه چې ماسکو سره ښې اړیکې لري سااخیستلو ته پرینښود .سیمه او په تېره بیا افغانستان يي د اسلام په نوم  وخوړ . ساده افغانان او پښتانه يي د اسلام جال لاندې خپلو منځو او د سیمې په وړاندې وجنګول . ترهګر يي له نړۍ څخه په دې پلمه چې اسلام په افغانستان کې له خطر سره مخ دی پاکستان ته اشر کړل او په دې توګه يي میلیاردونه ډالر تر ګوتو کړل . کله چې د بن لادن په مرګ دا ټوله لوبه افشا شوه  د سترګو په رپ يي خپل تېر تاریخ هېر کړ او په یوه ټوپ غواړي دا ځل د ریاض او واشنګتن پرځای ماسکو او بېجینګ خپله قبله وګرځوي .
البته ملي ګټې هر هېواد او ملت لري ، خو دا ګټې د نورو ملتونو او هېوادونو په ویجاړۍ ، د ګاونډیانو په تباهۍ او د اسلام په نوم د مسلمانانو په ټولوژنه د څه لپاره او ولې ؟
زه له خپلو ځینو ساده افغانانو او پښتنو څخه پوښتنه لرم : تاسو ولې اوس هم اسلام سره د پنجاب په دوه مخۍ او درغلۍ شک لرۍ ؟ اسلام د پنجاب لپاره د سوداګرۍ او معاملې یوه وسیله ده نه د خلکو عقیده او باور !
د اسلام په نوم پنجاب دېرش کاله تاسو تېرایستلۍ ، ويي وژلۍ او هېواد يي درته لوټې لوټې کړ !   
دا يي وخت دی چې طالبان ، ګل بدین ، حقاني او د افغانستان په دولت دننه د جهاد ټيکداران له پاکستانه پوښتنه وکړي چې دوی يي ولې دېرش کاله « افغانستان کې اسلام  په خطر کې دی » تر نوم لاندې استعمال کړل ، ماسکو سره په دوښمنۍ يي ټول افغانان ووژل او اوس يي همغه ماسکو ته پنا یووړه !
که افغانستان او لره پښتونخوا کې مذهبي ګوندونه او د جهاد ټیکداران زیاتې غوښتنې نه ، خو که لږ اسلامي ننګ ولري « افغاني ننګ خو نه لري » او په دې پوه شوي وي چې پاکستان له اسلام او په نوم مسلمان سره جفا او درغلي کړې باید د خپلو ټوپکونو خولې د پنجاب په لور ورواړوي . همدغه يي وخت دی !
پنجاب ځان لپاره یو ډول او نورو لپاره بل ډول اسلام غواړي .
همدغه د منافقت لویه نښه ده !
اخځونه :
ــ تاند او ځينې نورې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د مۍ ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی