دډاکترسپنتا شرطونه دافغانستان په ګته دي:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دیپلوم انجنیرعبدالصبور

داستراتېژیکواړیکو درلودل دهریوملک حق دی چه دچاسره په کومه اندازه اومعیارکې ئې دحقوقي او بین المللي قوانینواوملي ګټوپه پام کې لرولوسره منځ ته راځي یا انعقادمومي دلته هغه دملک دوګړو پورې اړه لري چه څومره خپل ارزښتونه په پام کې نیسي اوله خپلوګټوسخه معقوله استفاده کوي،

زمونږ ګران هېواد چه له سولسیځوراپدېخواه دخپلووګاوڼډیانوله خواه دیوسونوکرصفته افغانانوپه مرسته داور په لمبوکې سوځي په تېره بیا دایران اوپاکستان لخوا، ایران موږته دژبې اوفرهنګ د وژولوهڅې شروع کړي دي زمونږپه سچه دري ژبه ته نوي اصطلاحات رااستوي چه زمونږ ژبه د دري نه پارسي ته ماته کړي اوهم دسني اوشیهٔ ترمنځ اختلافات ژوندي وساتي دفدرالیزم اوغرجستان نارې وهي،غواړي زموږپه اوبوقبضه ولري اودلپاره چه لږې ډیرې اوبه ورته لاړې شي سو سو واري زمونږ په سلما بندباندې بریدونه د تره ګوروپه مرسته  ترسره کړه دپنځویشتوکالونه زیاته موده وشوه چه دسلما دبند کارشروع شوې لاتروسه نه بشپړکېږي .
پاکستان چه دپیدایښت نه تروسه زمونږپه غوښوئې خوله خښه کړې ده نورغواړي چه زمونږ هډوکي هم وزبېښي داچه ولې امریکایان دلته راغلل اواوس د پاتیکیدو هیله لري داټول دګاونډیانوسوغات ده مونږته،اودبلې خوادامریکا خپلې ګټې په دغه سیمه کې دي چه د دوي لخوا ورته لاره هواره شوه ، خوهغه څه چه مونږبایدترینه ګټه وچته کړودازمونږپورې اړه لري زمونږګران هیواد ډیرشتمن هیواددي مونږهرسه لروخوزړه سواند نلرو چه دداټولو شتمنیونه معقول کارواخلې دالته غواړم یومثال ورکړم دآلمان هیواد دلته هم امریکایان شپېتهٔ کاله پراته ؤخودخپله آلمانیانو وښیارتیاوه چه څرنګه ئې خپل ملک جوړکړمونږکه په خپله غلام نشو هیڅوک مونشي غلام کولې همدااوس پاکستانته همداافغاني ګوډیاګیان کارکوي که بل څوک؟ معلومه ده چه مونږپه خپله ئیو،چه هم کولای شووران کړو ویا آباد کړو ، ضرورباید خپلوملي ګټوته پام ونیسووهیچاته ددې خبرې اجازه ورنکړو چه زمونږګټې ترپخو لاندې کړي دا امریکاوي که پاکستان که ایران،اوس که چرته امریکایان دافغانستانه ووځي ایامونږ دې د توان لرو چه په خپل دغه وران ویجاړ اقتصاد باندې دګاوندیوپه تېره دپاکستان مخه ونیسوپه داسې  حال کې چه پاکستان غواړي افغانستان د دوي یوه خودمختار صوبه وي. زماله نظره نشو کولی،ولې ډیرخلک دغریبۍ له وجې، دناپوهۍ له وجې دډوډۍ پیداکولولپاره هرکارته لاس اچوي اودایوخه ارزان قوت ده زمونږ لخوا ددښمن پلاس کې، که زمونږاقتصاد وچت وي خلک مولازم سوادوسوکاله ژوند ولري په دې وجه موږ کولای شوچه د دښمن لاس لړنډکړو.ددلپاره مونږ مجبوریوچې یوقدرت سره ځان نږدې کړوالبته دخپلوملي ګټوپه پامکې ساتلوسره سم چې دیوه خوا زمونږ اقتصادښه شي اوله بلې خوادګاوندويوله ګذاره خلاص اوسو. داستراتېژیکواړیکو په اړوند داکتررنګین سپنتا دولس مشر دملي امنیت سلاکارپه ولسې جرګه کې ووایل؛

«ترهغه پورې چه دخبرو مشري زماپه لاسکې ده هیڅ کله به هم د (‎ویټو)حق ګاونډیانوته ورنکړشي.
ډاکتر سپنتا وویل؛زه دیواستراتژیک  تړون پلوی یم چه دامریکاسره لاسلیک شي خوپه دې شرط چه دامریکې هیواد زمونږملي حاکمیت اوزمونږ دحکومت بشپړ کنترول په حکومتی چاروکې ومني اوهم  په دې شرط هرحرکت په هره هډه کې دافغانستان حکومت په کنترول کې وي،اوهم په دې شرط چې د هېڅ یوافغان کوردخارجیانولخوا ونه لټول شي .اوهغه سه چې موږئې ووائیوقانونمندشي».
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې زمونږګاونډیان دامریکا د اوږدمحاله شتون خلاف دي.
ډاکترسپنتاپه دې هکله ووایل؛
«موږپه داسې حال کې چه دیپلوماتیک ارزښتونه ودګاونډیو حساسیتونه ټه احترام لرو خوپه همداحال زه پرخپله په ټینګه غواړم ووایم هغه ملکونوچې په بلوچستان کې ئې اټومي بم والوځووه ،یائې هم په اسلام آبادکې دلسوکالو راپدېخوادجهاني تروریستانو مشرئې پټ وساتهٔ زمونږنه ئې کومه پوښتنه ونکړه چې داوکړو که ونکړو،موږهم حق لروچه ووائېودچاسره دوستي کړو اود چاسره دښمني کړو. زمونږ افغانانو غرور اوشهامت ته ښائې چه پرخپلوملي ګټوپه اړوندپه خپله پرېکړه وکړو»

دښاغلي ډاکترسپنتا داخبرې ډیردجرأت اوشهامت نه ډکې خبرې وې،زماله نظره که په ریښتیا د ډاکتر سپنتا دغه ټول شرطونه ومل شي بیابه استراتېژیکې اړیکې ډیرې ښې پایلې به ولري. اوس خبره داده چې موږددې توان لروچې خپل ټولې غوښتنې په امریکې ومنواوکه نه؟ خویوخبره جوته ده که چېرې موږ یوکلک عزم اواراده ولرواوخپلې ملي ګټې په پام کې ونیسویولاس اویوه ژبه اوسوبیابری زمونږ په برخه دی اوکه هریودخپلو ګټویادقام اوژبې پسې لاړشوبیا به زمونږ ملا را ماته کړي. دلته غواړم دښاغلی زلمی رسول دافغانستان دبهرنیوچاروزیرخبرې د داګترسپنتا خبرې سره  چه ډیر توپیر درلود په ګوته کړم، ځکه چه ښاغلی زلمی رسول دډاکترسپنتا خبروپه هکله چپه خوله ودفقد همدونه ئې ووایل چه دګاونډ یانو اندیښنې په پام کې نیسو خودخپل ملې ګټوسره به سم عمل وکړو داخبردو اړخه لرلې شي دګاونډیانو اندیښنې که دداکترسپنتا خبره کمه کې د ډاکتررسول ملي کټي نغښتې دي؟که
دافغانستان سفیرښاغلې« محمدعمرداؤدزی » خبره وڅېړوچه وايي « ضرورنده چه په ترهګر و بریدوکې دې پاکستان یاد ISIلاس وي» له دې خبرې نه داسې معلومیږې چه دابهرنیوچارو وزارت خبره ده اوغواړي چه دپاکستان سره اړیکې ولري چه دابه د افغانستانته دځان وژنې حیثیت ولري اوکه دا افغانستان سفیرپه اسلام آبادکې ده زه پوه نشوم چه ښاغلی داؤدزی افغانستان ته کارکوي اوکه پاکستان ته! ملي امنیت ویاند وائې چه تروریستي حملی له پېښور، اسلام آباداو یاله کویټه نه رهبري کیږي اما سفیرصیب وائې خبرنده داسی په خپل سري اویا دپاکستان غلامی ته ځان جوړول اوپرې نه شرمیدلوکې دځینو کسانوڅه کټه ده؟ اوولې دپاکستانه دومره وېره لري اوبل داچې پاکستان څه شی لري چه مونږترینه ګټه واخستلې شو یواټومي بم لري چه هغه ئې هم دافغان مهاجردکومکونونه دغلاکولوپه ځور جوړکړې ده خلک ئې دلوږې مري خپله دامریکې جیره ته ناست ده چه هرکال ئې ترلاسه کوي. خوزه دښاغلی کرزي نه نیولې ترکښته پورې ټوله ته غږ کړم چه دپنجاب غلامي نه ځان ساتۍ دبادارغلامي که شرم وي بیا دغلام غلامي ته مرګ دخدایه وغواړۍ دا به تاسوته ډیره خه وي.
نن چې دامریکا دغلامي نه تښتئ اوپاکستانته سرکوزوئ سبابیا دپاکستانه چاته سرکوزولو ټه ورځۍ ، خوداخه ده چه خپل حیثیت وساتئ اودخپلوخلکو ملاټړله ځانه سره ولرئ ترسوسباڅوک په قبرمو لاړې تو نکړي.
بل هغه څه چي د ارزښت وړدي داچې داخبری داسی یووخت کې کېږي چې زمونږملی ولسې جرګه لاتروسه ترسوال لاندې ده چه داولسې جرګه دخلکو استازيتوب کوالی شي او کنه؟ ځکه چي دلوی سارنوال له اړخه ځنې استازي په ټګۍ اوبرګۍ سره ولسي جرګه ته لارموندلې ده اولاتراوسه دځانګړې محکمې له لوري کمه پریکړه نده شوې.
اوس دغه ولسې جرګه چې په ټګۍ اوبرګۍ منځ ته راغلې څرنګه به دخلکو ګټې په پام کې ونیسي څرنګه چې ویل کېږي دافیصله دولسي جرګه لخوا لاسلیک کیږي نوپه داسي حال کې بیا دلوې جرګې راغوښتل دڅه لپاره دي که لويه جرګه پریکړه ونشي کړی بیاراغوښتل دمشورې لپاره یو اضافي مصرف ده اوهم قدربه ئې کم شي ،ښائې داچې ځانګړې محکمه خپله فیصله مخکې ترمخکې له دغه استراتېژیک قراردادنه ملت ته اعلان کړي ترسودملت واقعي استازي خپل ځای ونیسي.
دبلې خوادګټوخوندي کولولپاره ملي اردو ملي پولیس اوغښتلې امنیت ته اړتیالیدکېږي ایا زمونږ ملی اردواوپولیس وامنیت دچالاس کې ده؟ حکومت اواجرائیه قوه خودداسوخلکوپه لاس کې ده چه د افغانستان خلک ترېنه خوشال زړه نلري نودوۍ به څرنګه ملی ګټې په پام کې ونیسي که واقعاً ښاغلې ډاکترسپنتا غواړي چه دې د شرطونه په صحي توګه عملی شي اوله هغه نه نظارت وشی نو ښائې دا چي دهرڅه نه دمخه ملي امنیت چې دی ئې سلاکارده ملی اردو اوملی پولیس په خه توګه غښتلي کیدوته لارهواره کړي ،اوهم په نن روځني اومدرن ووسائلو اوسأیطوسنبال شي دابه دملت ارمانو پوره کاندي ملي امنیت ته داسی کسان راشی چه بی له خداي(ج)اووطن بل څه ونه پېژني باتقوأ اوایمانداره اودلوړې پوهی خاوندان وي.
پای