لنده کيسه :: رفيع الله روشن
دماسختن لمونځ مې داليکين ژېړې رڼاته په داسې حال کې اداکړ،تابه ويل چې په کوټه کې دې ګرد چاپېره ژېړپلاستيک نښلولى دى،خوددې اليکين له رڼانه مې دومره خوند واخست باور وکړئ چې د راډ يابرق رڼاکې هغومره خوند نه وو،له لمانځه نه وروسته مې له خپلو درې تنو ملګروڅخه له يوه سره دزړه غوټه پرانيستله
لمونځ مې وکړ بيامې دى راپورته کړ خبرې مې ورسره پيل کړې، خبرو يې ډېر خوند وکړ،څومره نازدانه اوله جادوډکه ژبه يې درلوده، خوداچې دشپې يې ولې راسره خبرې ونکړې ،ددې علت به زما په نظر داوه ،چې ماورسره سمې خبرې نشواى کړاى ولې چې تر يوې نيمې بجې پورې مې هغو دوه نورو سره خبرې کولې،خودوى داسې وو،چې يواځې يې له ماسره خبرې کولى شوې،په خپلوکې يې سره خبرې ،رازاونيازنه شواى کړاى.
يوڅه چې زما ورته فکر ونه شو چې درته مې داګلالي ملګري درپېژندلي واى،فکر کوم تاسوبه واياست چې ماخوددې ملګروته نومونه هم تاسوته وانه خستل،اندېښنه مه کوى اوس هم لاڅه تللي راغلي ندي، اوس به يې دروپېژنم، يو ملګرى مې،(شړل شوى لمر)ښکلى ناول چې عمراسحق ليکلى او دهېواد تکړه اوبااستعداده ځوان ګل رحمن رحماني ژباړلى دى ،دوهم ملګرى مې،د(پاچاخوب)چې ګران بديع الزمان هاشمي په ښکليوټکوليکلى دى چې په زړه پورې نادر داستانونه پکې دي اودريم ملګرى مې هم د(لښکرګاه)په نوم يوه ښکلې اورنيګينه مجله وه چې دهلمند دفرهنګپالوځونانولخواپه ښايسته او مؤثرومضامينو،مقالو،شعرونو،غزلواوادبي ټوټوپسولل کېږي.