دسمیع الدین افغاني لیکلنه
(اومه برخه)
حشر یا مشترک کارونه
حشر یا مشترک کارونه په سیموکې د بیالوپه پاکولو د سر بندونو په جوړولو ، د شولو د بزغلیوپه کرلو ، د سرکونو اولویو لارو په جوړولو او همدا رنګه په کلیو او باندو کې د بامونو د کاګلولو ، د کروندې د محصولاتو په راټولولو، په مړي او ژوندي او ډیر نورو هغه کارونو کې
په لغمان کې د چاردهي د سیمې لویه بیاله چې د بي بي حاحب د زیارت په ساحه کې د الیشنګ د سیند څخه سرچینه اخلي او د راه دار یا سخي پله څخه ورسته دچاردهي د سیمې دمځکو د خړاوبه کولو او په ورځیني ژوند کې دخلکو دګټې په اخستلو کې موهم اوحیاتي رول لري ۰
ددې اونورولویو بیالو د اوبودعادلانه ویش او دګټې اخستلو په موخه هرکال نوی میراو یادبیالې مسول ټاکل کیږي۰
ټاکل شوی میراو دنده لرې چې د بیالې ، بندونواوسربندونو د جوړول اودهغو د فعالیت څـخه تل با خبره وي او د اوبو عادلانه ویش په نظر کې وساتي که نه نو د بې خبره اوبې انصافه میراو دکارپه پایله کې دکلو د اوسیدونکو دنفاق اوشخړولامل ګرځي چې داشخړې او ستونزې کله بیا په مرګ، ژوبلې او د سرونو په ماتیدوهم ختمیږي۰
په لغمان کې دګرمیو په موسم کې دلوړوغرونو واورې اوبه کیږي او په همدې موسم کې ډیر ی وختونه ګلۍ ،بارانونه ، تالنده اوبریښنا د سیلابونودراوتلو لامل ګرځي چې په ځینو وختونو کې د مالې او ځانې تاوانونو تر څنګ د فصلونو د خرابیدوسبب هم ګرځي۰
داسیلابونه د دریابونو اصلي مسیرونه بد لوي ، لوې لوې ونې او کمرونه چپه کوي ، کورونه او
څاروي له ځانه سره په مخه کوي ۰
څرنګه چې سیلابونه دوچو دښتواو خوړونو څخه تیرږي چې شګې ، خاورې او بوټي له ځانه سره لیږ دوي چې دا خړ سیلابونه د دې سبب ګرځي چې دسیندنوپه استقامت لوی سربندونه ویجاړ او بیالې د خاورواوخټو په کیناستلوسره ډکې کړ ي چې د اوبو دبهیدو کمیت په بیالو کې کموي، په همدې د لیل کلیوال هر کال دبیالو دبیا پاکولو او دسر بندونو د بیاجوړولو په تکل شریک کار یا حشر تر سره کوی۰
څه وروسته کله چې دالیشنګ د سیند د اوبو سر چینې یادغرونو د لوړو څوکو واورې د ګرمي د زیاتیدو له امله اوبه شي نو د سینداوبه هم ورو ورو کمیږي چې ورو سته بیا په دې لوی سیندکې دیوې بیالې په اندازه هم اوبه نه وي ، په همدې دلیل د چاردهي دسیمې خلک مجبوردي چې د خپل د اړ تیا وړ اوبه د الینګار د سیندڅخه چې همیشه یې اوبه ډیرې وي استفاده وکړي هغه د اسې چې د الینګار د سیند څخه یوه بیاله دالینګار دهمدې د رې په غربی برخه کې دغونډیو له پاسه چې ډیر له پخوا نه کیندل شوې ده د چاردهي دسیمې په شرو ع کی د الیشنګ دسیند سره یوځای کیږي همدا بیاله هرکال د چـاردهی دسیمې اوسیدونکــي د سر بند څخه ترمیم اوپاکوي او د اوبو د نشتوالي ستونزه په اوړي کې د حشرونو په سرته رسولو سره حلوي۰
شفیع ماما یا دکلی نائي
زموږ دکلی نائي محمد شفیع نومیده ،هغه به د کلي داو سیدونکو او هلکانو د سر ویښتان ور اصـــلاح کول۰
دکلي هلکانودلنډو ویښتانوسره دومره لیوالتیانه ښودله خومشران داوږ دو اولویویښتانوطرفدار نه وه ، هلکان یې مجبورل چې د سر ویښتان لنډ کړي خو سره له دې نائي به د هلکانوویښته برابر او ښایسته جوړول، هغه به نه هلکان او نه مشران خپه کول۰
شفیع ماما به دکلیو هلکانو اواوسیدونکـو خبر په میاشت کې یو ځل اخيسته او دسر ویښتان به یې ورته اصلاح کول چې په اوجور ه کې به یې د فصلونو د لوګډ په موسم کې په کروندو ګرځیده او خپله برخه د لو شوي فصل صدرۍ یا ګیډۍ تر لا سه کوله او وروســته بیا ددرمند دتللو په وخت کې هم نائي ته برخه بیلیدله۰
لکه څنګه چې مووویل شفیع ماما تنها زموږ دکلي نائي نه بلکه دچاردهي دنورو کلیو اوبانډو اوسیدونکـونائي هم وه چې د فصلونو د لوګډ په موسم کې به د ډیرو غلو دانو څخه برخه مند وه، هغه به تل په کلو او بانډو ګرځیده او په سیمه کې به د ټولو پیښو څخه با خبره وه نو په کلیو کې چــې به کومه د خوښي ، مړي یا ژوندی خبره وه هغه دنده درلوده چــې خلک خبرکړي ۰
د روژی مبارکه میاشت
د روژی په مبارکه میاشت کې دکلي سپین ګیري،ځوانانواو هلکانو ټول د روژه ماتې لپا ره دکلي جومات ته راتلل، روژ ه ماتی،خیر ات يانذر به یې له ځانه سر ه جومات ته راوړه ، دجومات ومخې ته دماښام دلـمانځه د اذان څخه څو شیبې دمخه د کلي هلکان او مــاشومان را ټوليدل ،نوکله چې به ملا صاحب دالله اکبراوازپــورته کــړ، ټول ماشومان بــه دکلي په کوڅو کې په لوړ اواز ویل ، روژه ماته کړی د روژه ماتې اذان وشو چې په همدې ډول به ماشومانو او هلکانو د کــــورنیو روژه دارانو تــــه خبر ورکاوه تر څوهغوي په اطمینان سره خپله روژه ماته کړی ۰
د کلي اوسیدونکــي د ماسختن د تراویح لمونځونو ته هرو مرو راتلل د تراویح لمونځ زموږ له پاره ډیـر په زړه پورې وه، هلکان به حتمي لمانځه ته راتلل خو تعامل دا وه چې هلکان به دلمانځه
په وخت کې دجمعې په ورستي صف کې دریدل۰
هلکان به روژه نیولو ته هوسیدلو چې د جومات ملا او د کلی سپین ګیرو تشویقول او ویل به یې چې په دې عمر کې روژه نیول ډیر ثواب لري او خدای پاک یې تاسو ته اجر درکوي۰
---------------------
نور بیا