اوباما ویلی چه نړی به بی له اسامه امنتره وی که دامریکی جګړی نه وی نوره به هم امنتره وی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزی
په ننی عصر کی دهیوادونو تر منځ اکثره مسایل دد یپلوماتانو او یا هم داستخباراتی کړیو له لوری پر مخ وړل کیږی پدی کی شک نشته او رسنیوته   معلو مات ډیر لږ او ناوخته   رسیږی .  
امریکایی منا بعو داسامه دمرګ به هکله  لمړی سرکی وویل چه اسامه دمقاومت له امله ووژل شو
او یوه ښځه یی دسپر په توګه نیولی وه مګردوهم ځل یی وویل چه اسامه وسله نه درلوده او نه یی کومه ښځه دسپر په توګه نیولی وه بیا پوښتنی پیدا کیږی چه ولی ووژل شو او ژوندی ولی ونه نیول شو چه  ډیر مسایل به روښانه او ډیری پوښتنی به ځواب شویوی مګر نن دهری نوی څرګندونی سره نوی پوښتنی را منځ ته  کیږی چه هغه پرونۍ اسامه په افغانستان کی وه که پاکستان کی که سرحدی سیموکی ایران کی که یمن او که امریکا یانو سره بندی وه  او دنورو بیماریو تر څنګ دپښتورګو په بیماری اخته اسامه له پخوا په حق مرګ مړشوی وه که نن وژل شوی  دی مړی یی ولی ونه ښودل شو ؟
داسامه او تروریزم ډرامی سره دولسونو په منځکی یو ډول حساسیت پيدا شویدۍ ځکه دا لس کاله پدی هکله پاکستانی او امریکایی چارواکو ولسونه ځورولی او دروغ ویلی چه نن ورځ  یی په رښتیا هم باور نه کوی دبل لوری دهری ورځی په تیریدو سره داسامه دژوندانه اومړینی په اړه نور غیر عادی معلومات را بر سیره کیږی .
امریکی اسامه سره دافغانستان جهاد په دوران کی په مستقیم او غیر مستقیم ډول ددی په خاطر مرستی کولی چه پخوانۍ شوروی په افغانستان کی  مات اوسړه جګړه دافغانانو په وینو غرب وګتی .                           دپا کستان صد راعظم دخپل هیواد پارلمان ته دڅبرو پروخت وویل چه امریکی  دالقا عده په جوړولو کی مرسته کړیدی که دا خبره  حقیقت نه وی اوتهمت وی ولی امریکایی سفارت او یاهم نورو ادارو غبرګون ونه ښود دلته دسکوت اختیارول دحقیقت په معنی دی .  
داسی ګمان کیږی چه دپاکستان د آی اس آی  اداری له( ۲۰۰۱) کال څخه را پدی خوا دالقاعده په تنطیم کی نفوس کړی وی او نن ورځ دپاکستان استخباراتی شبکه په القا عده کی برلاسی وی .
دنړی یو شمیر هیوادونه  په جنګی یا بشری ضد جنایتونو باندی تورن دی چه دژنیو دکنوانسیون خلاف له خپلو تیرو کړنو څخه په ویره کی دی او دبین المللی جنایی محکمی له غړیتوب څخه هم ډډه کوی لکه امریکا  چین  اسرایل  شمالی کوریا  اود لیبیا هیوادونه دی  مګر امریکا جنګی مجرمین نوموړی محکمی ته ور پیژنی مثال دبالکان سیمی په جنګی جرمونو ککړ کسانو به نیولوکی دجنایی محکمی سره همکاری کوی  .
دامریکی ولسمشر بارک حسین او باما کورنی او بهرنۍ ستونزی ورځ تر بلی مخ په زیا تیدو دی  دمثال به توګه لمړی سرکی دهغه عربی اسلامی ریښی   درنګ  یعنی تور پوست چه مخالف ګوند ورته ستونزی جوړی کړی   بل یی دبودجی ستونزه دی چه مخالف ګوندونه  ددفاعی بودجی د کمښت غوښتونکی او له بهرنیو هیوادو څخه دعسکرو را ایستل غواړی .
داو باما د ډیرو نورو بهرنیو ستونزو او دری بی انجامه جګړوڅخه علاوه یوه بله د الفتح  او حماس  فلسطینی دو ډلو بیا یوالی دۍ چه داسریلولپاره ښه خبرندی  اوهم مصری منابعو ویلی چه دغازی سیمی بند یزونو ته به د همیشه لپاره دپای ټکی کیږدی او خپله پو له به نوره ونه تړی .
دمصر ولس خوا خوږی دفلسطینیانو سره مخ په زیاتییدو دی  مګر حسنی مبارک  داسرایلو دګټو په خاطر دفتح او حماس ډلود یوالی مخالف وه  او نن ددی انتظار هم کیدای شی چه امریکه او اسریل په ګډه دبنیاد ګرایی سره دمبارزی  تر نامه لاندی دمصرلپاره کوم نوی پلان جوړ کړی ولری  مګر دابه ډیره ګرانه وی چه دعمل جامه ور واغوندی ځکه ننۍ مصر پرونۍ مصر ندی د بل لوری دمصر اخوان المسلمین ډله ډیره اوږده سیاسی سابقه او تجربه هم لری .
دامریکایانو دتروریزم پر ضد جګړه کی دپاکستان پر صداقت بی باوری مخ په ډیر یدو دی مګر ددی سره سره بیا هم امریکا کوشش کوی چه پاکستان راضی وساتی او پا کستان هم دامریکی مرستو او تخنیک  ته اړتیا لری مګر د پا کستان ولس دامریکی پر ضد پاریدلۍ اود حکومت بی با وری هم پر امریکی مخ په زیاتیدو دۍ .
پاکستان دامریکی دبی پیلوټه الو تکودحملو څخه نا راضه اواعتراضونه کوی  اقدام  ځکه نشی کولای چه د امریکی سره پدی مورد کی  تړون  لری  چه تیر کال یوه امریکایی سناتورویلی وه چه دا حملی د یوه تړون پر بنیاد تر سره کیږی     
څینی منا بعو  داسی ښودلی  وه چه امریکی داسامه په عملیاتو کی  دپا کستان رادار سیستم غیر فعاله کړی وه  چه داڅر ګندونی  پاکستانی منابعو بی بنیاده ګڼلی او ویلی یی دی چه که موږ وغواړو دامریکی بی پیلوټه الو تکی په نښه کړو هم کولی شو لدی څخه معلومیږی چه دکستان حکومت اعتراضونه دامریکی په وړاندی ملت ته دفریب ور کولو په خاطر سره دی  اوهم پاکستان دامریکی عملیات داسامه د وژل کیدوپه خاطر هم خبر شوی وه یعنی دامریکی الوتکی دپاکستان له را دار څخه پټی نه وی  .

دپاکستان او امریکی بی باوری مخ په زیا تیدو دی امکان لری چین پا کستان ته ډاډ ګیرنه ور کړی وی او دټکر زمینه را منځ ته شی لکه چه( لیمور هرش )امریکایی لیکوال چه دڅیړنو  په راپور کی بی پردی ویلی چه همدا اوس دامریکی یوه لویه کما ندویی قطعه داو باما امر ته په انتظار دی چه دپاکستان پر اتومی          تأ سیساتو برید  وکړی  لیمورهرش  دا خبره به هغه میلمستیا کی چه دپاکستان سفیر دامریکی لپاره ښاغلی حقانی  د کشمیرکنفرانس دغړو په ویاړ کړی وه وکړه اودا یی هم زیا ته  کړه چه امریکا تر څو (۱۰۰٪) مطمینه نشی قو مانده به ور نکړی .
د امریکا یی منابعو دڅرګندون په اساس چه اوس داسامه دکمپیوټر په پلټلولګیا دی وبه لیدل شی چه دتروریزم او اسامه پر ضد جګړی ته نور دپای ټکی کیښودل کیږی   جګړه ګړندۍ کیږی      ددی جګړی نوم بدلیږی  اشخاص او کمپنۍ پکی راګیریږی   او یا هم نور هیوادونه ددی جګړی  په لمبو کی را ګیریږی  .

نوربیا