عبد الله او امرالله غواړي د افغانانو پام بله خوا واړوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سرلوڅ مرادزی
د ۲۰۱۱ کال د مۍ په ۵ مه د یوې غونډې په ترڅ  کابل کې د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح د سولې په نوم روان بهیر د افغان حکومت یوه معامله وګڼله او د امید ــ تغییر ټلګۍ مشر عبدالله عبدالله  د احمد شاه مسعود قاتل اسامه بن لادن په ګوته کړ او پر کرزي يي نیوکه وکړه چې نوموړي ولي د بن لادن د وژنې په اړه خپله وینا کې ونه ویل چې احمدشا مسعود د بن لادن په لاس وژل شوی دی !

سوله یځ لاریون یا هر راز غونډه چې هېواد کې د جوړونکو او رغونکو غوښتنو د پلیتابه په موخه وشي د هر افغان مدني حق دی ، خو هیڅوک حق نلري چې لاریون او یا غونډه  د داسې موخو لپاره وکاروي چې ملت او دولت ته د ننګونو په مهال سردرد او د ملي ګټو پر ځای ، د پردیو د غوښتنو او ګټو لپاره تمامه شي .
نن چې پنجاب د بن لادن او نورو ترهګرو د ملاتړ پر سر د افغانانو او نړیوالو تر سختو نیوکو لاندې دي ، په داسې مهال پکار دي چې ټول افغانان لکه یو موټي او سوک د پنجاب پر سر یو ګوزار شي  . په داسې مهال د افغانانو په کور دننه اختلافاتو ته لمن وهنه د دوښمن په ژرنده اوبه ورسمول دي . عبدالله او امرالله صالح دواړو دا غونډه په داسې مهال وکړه چې افغانان او دولت  يي پنجاب سره د القاعدې او نورو ترهګرو پر سر په پریکنده شخړه کې ښکېل دي . له افغانانو سربېره نړیوالو هم پنجاب تر سخت فشار لاندې نیولی دی . په داسې وخت د لستوڼي مارانو لخوا افغان دولت له خوږې ګوتې نېول چې خپله هم د دولت غوړه برخه جوړوي ، د پنجاب لپاره لویه مرسته ګڼل کیږي .    
بلخوا عبدالله عبدالله چې دا خبره کوي چې احمدشا مسعود د بن لادن په مټ وژل شوي د خبرې ثبوت لپاره هیڅ لاسوند نه وړاندې کوي . عبدالله غواړي په دې توګه د بل په ویر کې خپل مړي وژاړي . بن لادن د رباني د واکمنۍ پر مهال چې مسعود په دې واکمنۍ کې هرکاره و، د اریانا په الوتکه کې له سوډان څخه افغانستان ته راوړل شو . په افغانستان کې د جمعیت او نظارشورا په وسیله ځای په ځای او ونازول شو .
همداراز په مذهبي سخت دریځۍ کې د مسعود او بن لادن تر منځ د چین دیوال نه لېدل کیږي . دواړه د یوه .... غوږونه دي . د بن لادن سره په مذهبي سخت دریځۍ کې کېدای شي د مسعود یوازیني توپير دا وي چې بن لادن یو پان اسلامیست مذهبي سخت دریځه او مسعود  یو تنګنظره سیکټاریسټ مذهبي سخت دریځه و .
د مسعود په وژنه کې  د بن لادن پر ځای ددې احتمال زیات دی چې نوموړی د خپلو انډیولانو په لاس ښکار شوی وي . ډېری افغاني او بهرني څېړونکی په دې اند دي چې قسیم فهیم ، عبدالله عبدالله او قانوني د مسعود د وژنې مسول دي . د مسعود د پانګې زیاته برخه هم ددې پر ځای چې د هغه کورنۍ او وروڼو ته ورسیږي ، عبدالله عبدالله او د هغه نورو نږدې یارانو تر خيټې لاندې کړې ده . دا چې په نوموړې غونډه کې عبدالله عبدالله په ژړاند غږ کرزی غندی چې ولې په خپلو ویناوو کې بن لادن د مسعود قاتل نه اعلانوي ، غواړي په دې وسیله ځان د مسعود له قتل څخه تبریه کړي او د مکر په ژړا سره هغه شک چې د مسعود په وژنه کې د عبدالله او دده د شریکباڼو پر اوږو پروت دی ، ایسته کړي .
بلخوا غونډه کې امرالله صالح وايي « د سولې په نوم روان بهیر د افغان حکومت یوه معامله ده »
خو امرالله دا هېره کړې سیاست کې معامله چې د ملت په خیر او ښېګڼه وي او  د ولس  په خبرتیا تر سره شي نه یوازې دا چې ناروا نه ده بلکې روا ، قانوني او ګټوره ده . سیاست له معاملو پرته عملي مفهوم نلري . خو دا سیاسي معاملې باید لکه څنګه چې مخکې وویل شول د ملي ګټو او ښېګڼو لپاره وي . افغان دولت حق لري ، افغانستان کې د سولې په موخه مخالفینو سره چې دولت سره جنګیږي ، معامله وکړي . هغوی ته په دولتي واک کې برخه ورکړي او واکمنۍ کې يي شریک کړي . که طالبان د پنجاب ، القاعدې ،عربو او نورو له منګولو راخلاص شي او د خپلو افغاني وروڼو په څنګ کې ودریږي او د هېواد په ودانۍ کې لاس پکار شي ، ددې معاملې کومه برخه ناوړه ده ؟
دوی نن بیا د اهل حل وعقد د شرمېدلې او ناکامې غونډې په ملاتړ که ښکاره څه ویلای نشي خو که هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره لويه جرګه جوړه شي له هغې خپله کرکه نه پټوي . دوی له یوخوا هر ملي اقدام او وسیله او بلخوا هره ملي موخه او ګټه د شک په سترګه ګوري .
که یوه لویه جرګه ، جګړه ځپلي افغانستان ته سوله راوړي څه تاوان لري ؟ ایا تاوان يي همدا دی چې د افغانانو یو ملي دود دی ؟ نوم يي لویه جرګه ده !  اهل حل و عقد یا بل څه نه دي !
د ملي دودونو او اصطلاحاتو سره دوښمني د هېواد د بربادۍ په بیه ! اخر دا لیونتوب تر کومه !  
شمالټلوالې تېر مهال په ۹۰ کلونو کې د ډوکټور نجیب الله د روغې جوړې تګلارې په اړه هم دغسې منفي دریځ نیولی وو . هغه مهال هم دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې کړنلار تس نس کړه. همدوی وو چې د پردیو په لارښوونه يي کورنۍ جګړه پيل کړه .
د مۍ د ۵ نېټې غونډه کټ مټ سړي ته د تېر مهال د شمال د بغاوتونو د پیل ورځې رایادوي .
امرالله صالح چې وايي «  قسم د تکبیر په نعره که ته زموږ غږ ته غوږ کې نږدې او د عدالت غوښتنې او ترور ضد حوزې شرایط د خپلو کارونو لارښود ونه ګرځوې نیټه نه ټاکم خو یوځل بیا به موږ منظم شو او واټونو ته به را ووځو. »
ښاغلی امرالله  دې لومړی د شمالتلوالې له قصابانو لکه قسیم فهیم ، عبد الله عبد الله ، قانوني ، عطا نور او نورو څه ځان جلا کړي او د دوی په پخوانیو جنایتونو دې لاړې ورتوکړي او بیا دې په دولت کې دننه همدغه ترهګر د سولې او د دولت د نیمګړتیاوو او ناخوالیو د لامل پتوګه په ګوته کړي او د دوی پر ضد دې واټونو ته راووځي بیا هله که غواړې د عدالت په اړه څه ووايی خلک یي کېدای شي خبرو ته غوږ کیږدي . که نه ددغو قاتلانو په ملتیا د امرالله خبرو ته هم څوک دوه توته ارزښت نه ورکوي او دی هم د مالګې په کان کې مالګه شوی بولی .
که امرالله د ملاعمر ، ګل بدین ، حقاني او نور سړیخورو سره چې یو شمېر افغانان يي یرغمل نیولي او هڅه دا ده چې دغه یرغمل د دوی له منګولو راخلاص شي د یوې سیاسي معاملې څخه ځان باسي ، نو بیا په کوم لامل د رباني ، قسیم فهیم ، ډبل عبدا لله  ، قانوني ، عطا ، محقق ، خلیلي ، سیاف او نورو سړیخورو او لنډغرو سره چې په هیڅ دلیل له یاد شویو سړیخورو څخه کم نه دي او دوی بیا نور افغانان یرغمل نیولي یو ځای کیني ، یو ځای غونډې کوي او لاریونونه په لار اچوي او د عدالت د پلیتابه خبرې کوي ؟!
عبد الله او امر الله کوښښ کړی چې ددې غونډې په مټ د افغانانو پام د بن لادن له پېښې بله خوا واړوي . د افغانانو پام له پنجاب څخه په کور دننه چارو ته راوګرځوي او پر پنجاب باندې د افغانانو فشار کم کړي .
نن سبا چې تاریخ افغانانو ته یو ښه چانس په لاس ورکړي او افغانان يي باید د ملي پیوستون او یووستون په مټ د پنجاب پر وړاندې وکاروي ، ځیني غواړي دا چانس د افغانانو له لاسه واخلي .
اوس باید کورني توپيرونه یوې خوا ته کیږدو او پنجاب چې د افغان کور يي وران کړی او اوس هم خپله خاوره کې ترهګر روزي او افغانستان ته يي رالیږي په سیاسي هوښیارتیا  رسوا او مات کړو او خپل ولس ددغه ابلیس او شیطان له منګولو بچ کړو .
اخځونه :
بېلا بېلې بریښناپاڼې
د ۲۰۱۱ کال د مۍ ۷ مه
سرلوڅ مرادزی