اسامه بن لاډن خپل ژوند او مرګ دواړه امريکې ته وقف کړل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدایت الله هدایت

د ۲۰۱۱ م کال د مې ۷ مه
تحليګران او شنونکي په دې باوردي چي د اوسامه بن لاډن وژنه کوم چي د امريکې د پلان سره سم يوځل بیا ووژل سو، داسي فکر نه کيږي چي ګويا په نړۍ واله کچه به د ټروریزم کارنامې  خاصتن په اسلامي هيوادو کي پای ته ورسیږي او يا  لا اقل  هغه به کمي سي .  په اوسنيو حالاتو کي ځکه د بن لاډن دوژلو سناریو را میدانته سوه

چي نه يوازي ‏ د امريکې عظیم نظامي او مالي لګښتونه چي د عراق او افغانستان غوندي نورو هيوادو کي د لاسوهنو په خاطر مصرف کيږي توجیه کړل سي، بلکي ددې دپاره هم وه چي د بن لاډن دغه اوسنۍ وژنه   و بارک اوبا ما ته په راتلونکي انتخاباتو کي د بري يوه  بهتره  فضا را منځته کړي . او باما لا د اوسه د هغه څخه د سیاسي ګټي اخستل شروع کړي دي .
امريکې لا دوخته  کولای سوای چي اسامه له منځه  يوسي ، خو دا کار يې و يوه مناسب فرصت او زمانې ته پرې ايښی وو، د لاډن د مرګ  د ډرامې نه وروسته واشنګټن اوس په عربي هيوادو کي و خپلي پراخي راتلونکو مداخلو ته  لاره خلاصوي .  نن سبا چي امريکې   د خپلو ګټو په خاطر د روانو سیمه ئزه او نړۍ والو بحرانو اداره  په خپل لاس کي نيولې ده او خاصتاً هغه وروستی پرمختیاوي چي  په عربي هيوادو او هغه اقدامات چي  د ناټو سره يې يو ځای په لیبیا کي تر سره کوي، په نړۍ واله سطحه د پرګنو د اعتراض او خښم سره مخامخ سوي دي . واشنګټن ددې دپاره چي خپل دغه ماجراجويانه کړني توجیه او  عامه افکار بلي خواته واړوي د بن لاډن د مرګ خبر يې اعلان او د نړۍ  پاملرنه يې و دې خواته را جلب کړل .
اوس ډېر په دې باور دي چي د اسامه په وژلولو سره به د القائيدې شبکه ضعیفه نسي ، دا ځکه چي نسي کېدلای  د يوه داسي سازمان پر استقلاليت باندي څوک باور وکړي چي  پر افغانستان باندي د شوروي د یرغل نه وروسته پخپله د سي آی اې لخوا جوړ  او اوسامه يې  هم  د مشر په حيث د همدې سازمان  لخوا  وګمارل سو. نوموړي خپل ټول کارونه  د امريکا د ګټو سره سم همآهنګه کړي وه .
که څه هم ويل کيږي چي ګويا اوسامه د سي آی اې او امريکا څخه ځان لير ي کړی وو، خو د هغه فعاله کردار  چي نوموړي څه د پخواني شوروي لخوا د افغانستان د اشغال په کلو کي او که څه هم بیا را وروسته  په ۲۰۰۱ م کال کي د امریکې د اشغال  په اوسني دوران کي ادا کړ، د واشنګټن د جيو پوليټيکو ګټو سره  سم   پرمخ بیول کېدی  . په واقعیت کي دا د واشنګټن سره د اوسامه مستقیمه وفاداري او تړاو وو چي نوموړي  هم خپل ژوند او هم  خپل مرګ د امريکې و ګټو ته وقف کړ .
د بن لاډن په مرګ سره  په  نړۍ کي د  ټروريزم  سره د مبارزې   وضعه  ځکه جدي بدلون نه خوري، ځکه چي په دې وروستيو کلو کي بن لاډن  عملاً د القاعدې پر  اجراآتو باندي کنترول د لاسه ورکړی وو  او دا نور وه چي په دې سازمان کي يې خپل کردار  ادا کاوه . امریکا عملاً د هغوی د نامه څخه استفاده کوله او د همدې القاعدې او طالبانو سره د مبارزې په نامه و افغانستان او د مرکزي آسیا و سیمو ته يې  پښې را وغزولې.  داخبره د امکان نه لیري  ده چي القاعده او هغوی ته ورته ډلي به داسي ژر د سیمي څخه وزي ، داځکه چي نن د هغوی موجوديت او فعاليت  د امريکا د اوږدمهاله ګټو سره غوټه سوی دئ، حتی که القاعده او طالبان  نه وي،   امريکا به ضرور يو بل دا سي  څه جوړ کړي تر څو د هغوی د جيوپوليټکي اهدافو په لور ګام واخلي .
داسي معلوميږي که چيري  د سیمي هيوادونه د لويو قدرتو د سیاسي او امنيتي ګټو په مسیر کي ځان را کښېباسي، يو دبل سره   بې باوره کيږي او بې اختیاره به  دبیګانه ګانو د ګټو  د پاره به  خپل کردار عياروي . نن که هغه ملتونه چي د تاریخ په اوږدو کي  يې غیر له سیاسي زدوبندو څخه يو دبل تر څنګ دوستانه ژوند کړی وو،   خپل اعتماد د لاسه  ورکوي ، نو ددې کار مسؤلیت به د سیمي د جفا کاره دولتو لکه د ایران او پاکستان په غاړه  وي او ددې کار منفي عواقب به قطعاً بیرته هغوی ته راجع کيږي ، درست لکه مفسده پاکستان چي نن يې لاسونه  د خپلو خلکو او زموږ د هیواد د په میلیونو انسانانو په وينو سره دي  .