د ترهګرو ځالې دافغانستان په کليو او بانډو کې نشته
سلام خان
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حا مد کرزي څرګنده کړه چې د ا مريکا يې ځوا کو نو له خوا د پا کستان په ايبت اباد ښار کې چې اسلام اباد ته څيرمه پروت دي د اسا مه بن لا دن وژل کيدو په تروريزم ضد جګړه کې د افغا نستان ددايمې دريځ رشتينولى ثا بته کړه،
جمهور رئيس چې د ولسواليو د پرمختيا يي شورا ګا نو دملي کنفرانس په دريمه ورځ خبرې کو لى په دي اړوند زيا ته کړه د اسا مه بن لاد ن په وژل کيدو سره له څو اړ خو نو په تروريزم ضد جګړه د افغانستان ددريځ رښتينولى ثابته شوه لو مړۍ دا چې اسا مه بن لادن دسپتا مبر ديوولسمې نيټې له پيښو مخکې ، کلو نه کلو نه د افغانستان د خلکو په وژنې او زورونې لاس پورې کا وه او تر نن ورځې پورې يې هم د افغا نستان د خلکو و ژنې ته دوام ور کا وه بله دا چې د افغا نستان خلک په تروريزم ضد جګړه کې لو مړۍ درجه قربانيان دي اودغه را ز موږ په کلو نو کلو نو په وار وار او په تکرار سره ويل چې د تروريزم ضد جګړه د افغا نستان د مظلو مو خلکو په کليو او کورونو کې نه ده ، بلکي دهغوى په پټنځايو نو او روزنځايو نو کې ده جمهور رئيس زيا ته کړه موږ په داسي حال کې چې د ا مريکا دسرښندنو اومرستو قدرکوو ،غواړو ،په هغې جګړه کې چې ددوي جګړه نه ده او مظلوم پکي را غلي دي زموږ د خلکو دقربانيو او زغم يادونه و کړى ځکه لا زمه نه ده چې په تروريزم ضد جګړه کې د افغانانو د قربانيو په باب کومه خبره ونه شي جمهور رئيس د خپلي وينا په يوه بله برخه کې وويل: هيله لرم د القاعده دمشراسامه بن لادن په وژل کيدو سره هغه کسان چې پيروان يي دي په دې پوه شي هغه څه چې دوي يې تر سره کوي د اسلام او مسلما نا نو پرضد دى رښتينې مسلمان زموږ د هيواد مشر او سپين ږيري دي چې زيار باسي حلاله ډوډي تر لاسه کوي او په جومات کې د لوى خداى (ج) په عبادت لاس پوري کوي خودالقاعده پيروان د همدغو خلکو په وژنې لاس پوري کوي نو د اسا مه پيروان بايد د مسلما نا نو له وژنې څخه لاس وا خلى اودوي د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کې محتاج او بد مرغه نه کړى جمهور رئيس يو ځل بيا طالبان مخاطب کړل او وي ويل په هغو طالبانو چې ويلي يې دي جګړه پيلوي اود سو لې د عالي شورا په غړو بريد کوي غږ کوم ايا اسا مه بن لادن ته ښايې چې دايبت اباد ښار په عسکري قشلو کى پټ وي او ووژل شي او يادا ښه وه چې په خپل هيواد اويا کوم بل ځاى کې ژوند او اسلا مي نړۍ ته يې خد مت کړى وي طالبان بايد دالقاعده د مشر له وژل کيدو څخه عبرت وا خلي ، له جګړې اود خپل هيواد له ويجاړولو څخه لاس وا خلى او خپل هيواد له دربدري څخه وژغوري جمهور رئيس نړيوالى ټولنې ته په خطاب کې وويل تاسو ته وايم چې ستا سو همکاران يو ، افغان سپين ږيري او مشران زموږ د هيواد په کليو او بانډو کې ستاسو متحدين دي دوي بايد ونه وژل شي او کورونه يې ويجاړ شي موږ هيڅکله دخپلو پو ليسو او اردو له وژل کيدو څخه شکايت ونه کړ او له دى وروسته به هم ونه کړو خو دخپلو ماشو مانو ،ښځو او خلکو دوژل کيدو له ا مله زوريږو او غواړوو چې د وي خوندي و او سي لکه څنګه چې ا مريکا يې ځوا کو نه له خپل هيواد څخه زرګو نو کيلو متره لري دخپلو ګټو په خا طر افغا نستان ته را غلي دي ، موږهم د خپلو ګټو په خا طر ټينګار کوو چې د تروريزم ضد جګړه زموږ په کورونو اوکليو کې نه ده او له دي ا مله بايد هغه بنده کړى ، اسا مه بن لادن په لوګر ، يا پکتيا او پکتيکا اود افغا نستان په نورو ولايتونو کې ونه وژل شو بلکي د پا کستان په ايبت اباد ښار کې پيدا شو او ووژل شو له دى ا مله موږ دخپلو کورونو اود هيواد د بچيا نو خونديتو ب غواړو او په هغه ځاى کې چې تروريزم وي دهغه پرخلاف مبارزه کې به د نړۍ همکاران و اوسو،اسلام اباد ته په ډیره نژدې سیمه ایبټ اباد کي د القاعده د ډلي مشر اسامه بن لادن وژل کېدو دا خبره نوره هم پخه کړه، چي په پاکستان کي د ترهګرو لویي ډلي، مشران او روزنیز مرکزونه سته،د بن لادن تر وژل کېدو وروسته د سیاسي چارو کتونکو په تکرار سره بیا هم وویل، چي پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او په وړاندي یې مبارزه په نمایشي ډول کوي،د راپورونو له مخي، چي د بن لادن کور په ایبټ اباد کي پوځي اکاډمۍ ته په ډیره نژدې سیمه کي و او ددغه کور په جوړېدو په میلیونونو ډالره لګول سوي وه،د ځینو سرچینیو په خبره، چي د اسامه بن لادن د کور هر دیوال څلور متره بر درلود او دی به کله په همدغه کور کي و او د خطر په وخت کي به د پاکستان نورو با امنو سیمو ته تلی،د چارو شنونکي دې ټکو ته په اشاره وايي، چي د پاکستان استخباراتو او حکومت ته دا معلومه وه، چي اسامه چیري دی؟د پاکستان او افغانستان ډیر سیاسي کتونکي وايي، چي پاکستان ترهګر ساتل او د افغانستان او نورو هیوادونو پر ضد یې کارول،
د دوی په خبره د اسامه وژل د پاکستان په یوه پوځي سیمه کي، پاکستان ته د خطر د زنګ مانا لری،خو باکستان تل ویلی وه چی تر هګر او مشران یی په پاکستان کی نسته .پای سلام خان