ولې نظامي اډې؟!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله (روشن)
له کومې ورځې چې په افغانستان کې دامريکا لخواددائمي اډو دجوړولوغوښتنه شوېده ،له همغې ورځې نه داخبره شاربل کېږي   اوپه رسينوکې هم دسرټکى همدامسئله ګرځېدلې ده،هردقلموال اودنظرخاوند يې په اړه خپل مثبت او منفي نظرونه وړاندې کړي اولايې هم وړاندې کوي.

دافغان دولت لوړ پوړي چارواکي هم سره هم اهنګ ندي،هغوى هم ضد اونقيض خبرې کوي،په دې وروستيوکې افغان ولسمشرحامدکرزي په پلازمېنه کابل کې  يوه کنفرانس  ته دخبروکولوپرمهال په همدې اړه معلومات ورکړل،هغه ديوه ژورنالېست ددې پوښتنې په ځواب کې چې :ايا افغان دولت به له امريکايانوسره په افغانستان کې ددائمي اډوپه جوړولوکې موافقه وکړي اوکه نه؟
وويل: چې داددولت وظيفه ده چې ددې خبرې ټولې اجزاوې وڅېړي او له هغوى سره پرې په هغه صورت کې موافقه وکړي چې دملت رايه واخلي، خودا دمنلو اونه منلو کارزما ندى ،داپه ملت پورې تړلې خبره ده ،هغه همدارنګه وويل  چې موږدنظامي اډودجوړولوپه صورت کې دامريکا لاس اوپښې ورتړلې دي،اوداسې شرايط مو پرې ايښې دي، چې هغه دافغان دولت او ولس په منفعت باندې راڅرخي ،اوچې دملت او ولس ګټه اومنفعت پکې نه وي داسې هېڅ کار به ددولت لخوانه ونه شي.
کرزي داسې کوم ټکي ته اشاره ونکړه چې کوم شرطونه  يې په امريکا باندې ايښي دي،خويوڅه يې چې وويل هغه داو  چې موږله امريکايي چارواکيوسره داخبرې کړي دي ،چې امريکا بايد ددې اډودجوړولوپه صورت کې افغانستان ته څومره پيسې ورکړي ،څومره مرستې ورسره وکړي، په کومه برخه کې يې وکړي،دامرستې په کومه برخه کې په مصرف ورسيږي، په دې هېواد کې ددوى خپلسري عمليات ودرول شي،دلته به ددوى شتون قانوني کېدل څنګه شي........ او ډېر نور شرايط په وينايې چې داټولې خبرې به په راتلونکيودوه يا درې مياشتو کې رابلونکې لويې جرګې ته  وړاندې کړي اوبحثونه به پرې وشي،هغه چې منل کېږي اوکه رد کېږي داپرهغوى پورې اړه لري،خوډېرى سياسي شنونکي بياپه دې حالاتوکې لويه ياعنعنوي جرګه هم ناقانونه بولي او وايي چې په جرګه کې بايد دملت استازي،ددولت لوړپوړي چارواکي، رئيسان اونور خلک ګډون ولري ،ترڅو دټولو نظر سره يوشي،خوددوى په فکر چې اوس به په دې راتلونکې جرګه کې يواځې او يواځې دولسمشرکرزي په خوښه اشخاص ګډون وکړي اوبس.
په هېوادکې له نظامي  اډوسره ډېرى خلک مخالف دي، ولې چې هېڅ افغان له بهرنيوڅخه کومه خوږه خاطره نلري،چې هغې ته په کتلوسره دې دوى ورسره همغږي شي ،خوبياهم نظرونه مختلف دي، څوک يوڅه وايي اوڅوک بل څه،په اوايلوکې دافغانستان ددفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردګ وويل چې دولت بايد امريکاته   دنظامي اډو له ورکولوسره موافقه وکړي،ولې چې په دې کې دافغانانوډېرې ګټې دي خوهغه يې ګټې په ګوته نه کړې،چې په مقابل کې يې داوبواوانرژۍ  سرپرست وزيراسمعيل خان له دې خبرې سره کلک مخالفت وکړ،حتى تردې چې خلک يې وهڅول چې ددې کار مخه ونيسي،خودهېواد دکورنيو چارو وزير بسم الله محمدي چې تېره ورځ دپارلمان لخوا وربلل شوى و، وويل چې داهسې هوايي خبرې دي ،نه کرزى کولى شي چې داډو په اړه له امريکاسره موافقه وکړي ،نه وزير اونه هم کوم بل څوک ،څوک چې کولى شي په دې اړه پرېکړه وکړي هغه يواځې اويواځې دملت استازي دي،اونورهېڅ څوک په دې اړه دکوم تصميم نيولو حق لري.
داچې په افغانستان کې دامريکا لخوادنظامي اډو په جوړولوکې امريکا کومې ګټې او افغانستان کوم تاوانونه لرلاى شي، په ډاګه ده اوهرچاته معلومه ده، ګټې يې دامريکالپاره ټولې دي،اوپه هره برخه کې دي.
١:يوخوداچې ددې اډو له جوړولوسره به افغانستان يوځل بيا دتېرپشان ددوى دوزلوبې،  ميدان وګرځي.
٢:بل داچې دوى به په ډېر ه بسيطه توګه وکولى شي،چې هغه شتمني او زېرمې چې افغان هېواد يې په خپله ارته  لمن کې لري ترلاسه کړي.
٣:بل داچې په دې کارسره دوى په افغانستان کې خپل شتون  قانوني کوي.
همدارنګه نورې ډېرې ګټې دي،مطلب داچې يوځل به دشاتوپه بيلرکې پرېوځي چې هرطرف ته يې څکي نوخوږ به وي.
اوداچې دافغانستان لپاره يې زيانونه کوم دي، هغه هم روښانه دي، کومې ګټې چې امريکالري او ومو يل چې دشاتو په بيلرکې پرېوځي، نو ټول به خوږ خوږ وي ،خوافغانستابه دزهرپه يوه ډنډکې پرېوځي چې هرطرف به يې ستونى ترخوي اوخوند به نه ورکوي ،داسمه ده چې کوم فيصد ګټه به هم لري خوهغه به داسې ګټه وي،چې نه به پرې مري اونه به ژوندى وي چې هغه   ګټه به کېداى شي داوي،چې په امريکا باندې ددې اډو دجوړولوپه صورت کې دهغې ځمکې چې دوى پرې اډې جوړوي،دهغې کلنى يامياشتنى ټکس ياماليه پرې کېښودل شي،دغه يې فايده ده،نور هېڅ ګټه نلري، اوزماپه نظر داکاربه هغه وخت افغانانوته دمنلو واى،چې امريکا يان دافغانانوپه خوښه راغلي واي، عمليات يې دافغانانوپه خوښه کړي واى او دافغانانوپه خوښه وتلي واى ،کنه نور هېڅ امکان نلري چې څوک ورته غاړه کېږي اوزړه ښه کړي، ولې چې هېڅوک نه غواړي  تل په ستونزو او  مشکلاتو کې ژوند وکړي، هرڅوک دخپل ژوند دبهبود لپاره هڅې کوي.