سلام خان
د کابل بانک یو شمېرسهم لرونکي چې د یاد بانک د پورونو په نه ورکړه تورن دي وایي چې که پخوا یي له کابل بانک څخه پورونه اخیستي و، هغه یي د ټکټانې له فیصدئ سره ادا کړي او اوس مهال د دې بانک پوروړي نه دي
ملي پانګوال محمود کرزی چې د کابل بانک له عمده سهم لرونکو څخه دی، د مرکزي بانک ريیس عبدالقدیر فطرت پرې تور لګولی چې د کابل بانک دوه ویشت میلیونه ډالره پور یي تر اوسه نه دی ورکړی،
محمود کرزی د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل چې ده خپل ټول پورونه، په ټاکلی وخت، کابل بانک ته ورکړی دی ده دا هم وویل، چې اصلي خبره د بانک د خرڅون خبره ده، نه داسې خورې ورې موضوعګانې چې اوس مهال پرې بحثونه کیږي،ما د کابل څخه درې کاله دمخه درې ځلي پور اخیستی و او درې واړه پورونه مې پر ټاکلي وخت له ټکټانې سره ور ادا کړي دي،د ټولو د بیرته ورکړې اسناد پراته دي، دا موضوعګانې څیړنو ته ضرورت لري، باید ژرتر ژره پیل شي چې کابل بانک چا ړنګ کړ، زه په دې ګیله مند شوم چې زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم او د پوروړو په لست کې مې نوم ذکر شوی دی
د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د مرکزي بانک او د کابل بانک نوی رییس ، د مالیي وزارت له یو شمېر چارواکو سره په ګډه د ولسي جرګې په غونډه کې د کابل بانک د ځینو لویو سهم لرونکو نومونه واخیستل چې د یاد ،په دې نومونو کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي په نوم سربیره ، بانک پوروړی دي
د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهیم د ورور نوم هم ذکرشوی د ی،عبدالغفار داوي یوبل پانګوال دی چې ویل کیږي، له کابل بانک څخه اوه دیرش میلیونه ډالره پوروړی دی،ده ازادۍ رادیو ته وویل چې له وروستیو درې کالو راهیسي له کابل بانک سره هیڅ ډول مالي اړیکي نه لري او د یاد بانک پوروړی هم نه دی،
زه د کابل بانک سهم لرونکی نه یم او نه ترې پوروړی یم او خواشینی یم چې د مرکزي بانک چارواکي زما نوم د کابل بانک په پورو ړو کی اخلی د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وایي، چې له کابل بانک څخه د سهم لرونکي په ذریعه، په مجموعي توګه شاوخوا نهه سوه او شل میلیونه ډالره د پورونو په نوم ایستل شوي دي
د مرکزي بانک ريیس عبدالقدیر فطرت دا هم وویل، چې که د کابل بانک پوروړي د دوي حسابونه تصفیه نه کړي باید له هېواد څخه بهر تګ ته، پرې نه ښودل شي،چا چې له کابل بانک څخه پورونه اخیستي، ودانۍ او ښار ګوټي پرې جوړوي، د ځینو ښارګوټو ضمانتونه مو اخیستي، د دوستي او استقلال په نوم د خلیل فیروزی ښار ګوټی او د حسین فهیم د سروزرو د خرڅولو مارکیټ د تضمین لاندې دی،له ټولو هیله ده، چې د دوي تضمینونه پاخه کړي، په دې برخه کې د څارنوالۍ او نورو دولتي ارګانونو همکاري غواړو،د کابل بانک په هکله دا هم ویل کیږي، چې له سلو څخه زیاتو خلکو ترې پورونه اخیستي چې د دولت لوړ پوړي چارواکي او د ولسي جرګې یو شمېرغړي په کې شامل دي،دا هم ویل کیږي چې د کابل بانک په پورونو په بهرنیوملکونواو په تیره په عربي متحدو اماراتو کې ځمکې او ودانۍ اخیستل شوي دي.پای سلام خان