بســــــــــــــــــــــــمل
قدرمنو لوستونکو !
دسلامونو او درودونو په وړاندي کولو سره تاسوټولو ته ښې چارې غواړم هیله من یم چې په ورځنیوچارو کې بریالي واوسئ .
نن تاسوته دسیاست اودیپلوماسي له کرغېړنې دنیاڅخه بهر د ژوند په یوه بله اړینه او خورامهمه برخه یو څو کرښې باسم ، هغه دشعر او موسیقي برخه ده.
دشعرپه اړوندخوبه نېغ په نېغه تاسوته دومره عرض کړم چې د پاک رب سوغات دی چې په خپل بنده یې لوروي همداراز موسیقي او ښکلی هنري غږ هم دالله تعالی لورېینه ده چې په یو نیم کس یې لوروي .
خبره ډېره نه اوږدوم یوازې دموسیقي یا هر هغه هنر په اړوند چې تاسو په رښتیني ډول خوښوي دومره لیکم چې حرام نه دی .
زما په نظر هغه څه حرام او غیر معقول دي چې دانسان روح او روان مړاوي یاشیته کړي .
که تاسومعقوله اوسنګینه موسیقي هر څومره زیاته هم واورئ بیابه هم دتاسوزړونه ونه وهي خوکه دنڅا اوګډا دا ناروا موسیقي ته دوه درۍ ځلې غوږ شئ خامخا به مو نا ارام کړي دا ځکه چې پایله یې په انسان او ټولنه منفي اغیز شیندي مانا د انسان روح او روان تر منفي اثر لاندې راوړي نوله دې کبله یې حرامه او نا مطلوبه موسیقي بللای شو .
اوس راځم دښکلې شاعري او ښکلې موسیقي نړۍ ته ولو که په هره ژبه او هره اله وي .
شاعران خو ډېردي سندرغاړي هم له حسابه وتي دي خو د شاعر علامه اقبال او ګران فطرت صاحب سیالي هر څوک نه شي کولای .
دعلامه اقبال په زړه پورې اشعار د درانه استاد ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس په سندریز ،هنر ي او زړه راښکونکې غږ کې له سړي څخه واک وړي .
څه چې زماپه ذهن کې پر له پسې ډېوې بلوي هغه زما د تنکي زلمیتوب زلمۍ اولېونۍ شېبې دي چې د هر ماخستن له لمانځه څخه وروسته به زه دګران ډاکتر صاحب محمد صادق فطرت ناشناس د خوږو سندرو په اورېدو په داسې حال کې ویده کېدم چې لمړی به مې فطرت صاحب ته دادعا وکړه چې الله پاک دې ډېر عمر در کړي .
اوس هم شکر له خدای تعالی څخه مشکور یم چې په موږ ګران ډاکتر صاحب ناشناس یې راته جوړ او په عزت ساتلی خو خپه له زماني، زمامدارانواو یو شمېر خپلو افغانانو څخه یم چې دسړي په قدر نه پوهیږي .
قدرمنو!
نور مو وخت نه نیسم دا لاندې لینک چې له تاند څخه رااخیستل شوی کښېباسئ او دخدای تعالی ددې دواړو بنده ګانو ، علامه اقبال او فطرت صاحب وړتیاوې پخپله وارزوئ :
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taanda&article=26255
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15460