زموږکلي اوبانډې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دسمیع الدین  افغاني لیکلنه

پينځمه  برخه
د نوي کال  یاد نوروز میله :
د نوروز میله په لغمان کې  لکه زموږ دهیواددنورو ولایاتوپه شان په ډیرو شاندارو مراسموسره لما نځل کیدله ، د کلي هلکانو به هم په دی ورځ کې ځانګړي پروګرامونه  درلودل، هغه داسې چې  ټول  به دکلي ومخې ته  د ونودتازه ښاخونوسره چې  د نوي کال په موسم کې نوی غوټۍ او پاڼی کړې وې  راوتل او دکلي د هر کور د ور مخې ته دا ترانه  په لوړاواز اوروله  :


ګــــل ګـــــــل د نــــــــــو روز
خدای دې درکي شتمن روز
دشتمــــن روز برخه راوړی

ددې ترانې په اوریدلو سره به دکور خاوند دکوره څخه څه خوراکي ټوکي لکه   وریجې ،غوړي، پیاز اونورهغه مواد  چې د پخلي   لپاره پکاریدل هلکانو ته  نذرانه کول ، چې په همدی ډول هلکان به  دکلي ټولو کورونو ومخې  ته  ورتلل او په کافي اندازه دضرورت وړ مواد به یې تر لاسه کړل۰
کــله چې به یې مواد را ټول کړل بیا به هلکانو بشـــقابونه ، دیګ ، کاسې ، کفګیر ،غوړي ،مالګه او مسالې  دخپلوکورونو څخه راوړل او په  مناسب ځای کې به یې دپخلی تدابیر   نیوه  ۰
ورو سته له هغه به هرڅوک  یو کار ته  وګمار ل شو، چابه نغری جوړاوه  چا به دسون  لرګي   برابرول ، څوک بـه په اشپزی بوخت شو، چابه دناستی  ځای  برابراوه، او یوې  ډلې به د تیګې اچولو مسابقه  کوله او څوک به بیا دخپلې دتبعې ملګروسره په ګپ،شپ لګیاوه ۰
څو شیبې ورو سته به ډوډ ۍ  تیاره شوه ،دسترخوان به  هموار شواو هلکانو  به په خوشحالي او خوندسر ه دنوی کال ډوډ ۍ یوځای نوشجان کوله  ۰                                                                    

دنوي کال یادپسرلي په موسم کې هوا معتدله  او د تفــــــریح   لپاره مناسبه  وي ،دښتې او غر ونه ، باغ او باغچې  شنې او سرسبزه ،   دغرونو په لمنوکې  غاټول او ډول ډول  خود رویه ګلان شنه کیږ  ي چې داموسم او طبیعت  لغمان ته ځانګړې ښکلا او رنګ ور بښي ۰

دمهترلمک ع لمړنۍ  ښوونځی :
محترمو لوستونکو!   
کله  چې مونږ  دحیدر خـانیو د کلیوالي   ښوونځی څخه  فارغ  شوو، ورسته دمهترلمک په لمړنۍ   ښوونځی کې چې دده زیارت دکلي  په جومات کې یې موقعت  درلودشامل شوو،دا ښوونځی  زموږ
د کلي څخه تقریبالس کیلومتره لرې پرته وه چې موږ به هره ورځ دې ښوونځی ته   پلې ورتلو چې دا و ا ټن   په اوله کې  ستړ ی کیدونکی  وه خو بله چاره نه وه ، دکورنۍ غو ښتنه  داوه په هر ډول چې  وي موږ بایدد درس او تعلیم  نه  بې  بهرې پاته نه شو۰

څه موده وروسته  د مهتر لمک لمړنۍ  ښونځی د ده زیارت  د  جومات  څــخه خپل اصلی ځای ته چې  نوی یې دجوړ یدوچارې بشپړ ې شوې وې  او دزیارت دکلي په جنوب شرق او یو کیلو متری کې موقعت درلود انتقال شو ه ۰

دمهترلمک په لمړنۍ   ښوونځی کې زموږ تمام همصنفیان په څلورم  ټولګي کې شامل شول، داښوونځی دعمرزیو،چاردهي دسیمو او دلغمان د ولایت په مرکز یت کې موقعت درلو د چې پوه او مجرب  استادان یې در لودل ، دهغو د جملو څخه  ښاغلی  استاد علینګاری چې ډیر با احساسه شاعر هم وه، ښاغلی  استاد عظیم خان چې د ریاضی استاد وه، ښاغلی  مولوی صاحب فضل الرحمان خان،  ښاغلی حسین خان چې  په بزرګ مشهوروه، ښاغلی خواجه محمدخان ،  ښاغلی ستارخان ښاغلی سـر معلم صاحب حبیبالله خان ، ښاغلی محمد اجان،  ښاغلی سرمعلم صـــاحب غفورخان  ښاغلی محی الـدین خـان  او ډیر  نور ښاغلي  او د قدر وړ استادان وه چې د هغوی له برکته ډیر شاګردان     د پوهې او تعلیم  لوړو مدارجو ته   ورسیدل، او د وطن پرستي او پوهې  په لباس سمبال ټولنې ته وړاندې کړل  شول۰

لکه څنګه  چې مخکې مو د ښاغلي  علینګاري  صاحب او د هغه  د شاعرۍ په اړه یادونه  وکړه لازمه ګنم چې دهغه دشاعرۍ په اړه    څو کرښې اضافه کړم ۰  د استاد الینګار ي  اکثر اشعار د خوږ  ژبی   هنر مند پاینده او نوروسندر غاړوله خواکمپوز شوی دی، برسیره پردې   علینګاري  صاحب زموږ دښوونځی دهنراوکلتورپه برخه کې پوره همکاري   درلوده، په   ښوونځی  کې  د قلمی   دیوا لي  
جریدې  او همدارنګه په ښونځی  کې دترانې د ټیم   فعالول  او نور علمي  او فرهنګي  پرګرامونو په مخ بیولوکې خاصه ونډه درلوده،  دښوونځی  دترانې ټیم  هر سهار  په شاګردانو تمرین کیده چې  د ښوونځی په مراسمو او دولایت په رسمي  محافلواوتجلیلونوکې زموږ دترانې ټیم  خاص ځای  درلود او ډیر ښه   وطني  ، با احساسه  اشعار  یې د ترانې تیم  ته برابرول او شعرونه به یې  په خپله  لیکل چې  دهغه له جملې څخه یوه ترانه  چې څو بیته یې همدا اوس هم  په ذهن کې راسره دي  لیکم :
انسان  په  پوهه  کامل   انسان  شي
عقل یې سالم شي روح د جهان شي
شرف  حاصل  شي  علم  او ادب نه
نه  چـــــې د مال  اوملکو نصب  نه
علینګاری به ســـــتاپه فرمان شي
عقل یې سالم شي روح د جهان شي

زموږ دښوونځی  دترانې ټـــیم  ددې ترانې په  اورولو سره په هغه محفل کې چې  دروښان په لیسه کې جوړ شوی وه لمړی مقام تر لاسه کړ۰
زموږ لپاره د مهتر لمک لمړنۍ   ښوونځی په زړه پورې په دې وه چې دلته   دحیدر خانیو ددهاتي ښوونځی  په پرتله هر څه مرتب او منظم وه، درسي صنفونه ، منــــظم  تقسیم اوقات ، دهر مضمون لپاره مشخص استاد، د ښونځی  ادا ره اونور هر څه نوي وه۰د ښونځی سیمه به هره ورځ د ښوونځی  د ملازمينو په واسطه پاکه او  اب پاشي  کیدله  ، شاګردان مجبور وه چــې  په ټاکلي  وخت درس ته راشي او د ښوونځی نظم او مقرررات مراعت کړي،که څوک به  بې موجبه  ناوخته ښونځی  ته  راغی او یا کومه بله بې دسپلــینی به یې وکړه ، هغه ته به د ادارې له خوا جزا ور کول کیده۰
---------------------
نور بیا