سرلوڅ مرادزی
د غوايي په اتمه د نظارشورا ، ستمیانو او پرچمیانو کې ځانګړي ډلې د کارمل ـ بریالي په مشرۍ چې په ټوله کې ګډې سیاسي او ستراتیژيک ګټې لري د افغانستان په ضد کودتا وکړه .
دا کودتا چې ښکاره د پخواني جمهور رییس ارواښاد ډاکټر نجیب الله او د هغه له واک سره په دوښمنۍ کې تر سره شوه
دا کودتا د ارواښاد سردار داوودخان د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ مې او یا د غوايي د اوومې نېټې د کودتا پشان نه وه چې هلته د حکومت تغییر او یا دولت کې د سیاستونو تغییر اصلي موخه وه ، بلکې ددې کودتا اصلې موخه دا وه چې اوږدمهال کې د افغانستان نښچه په بله واوړي ، ملي هویت بدل شي او تاریخ د ټاکلې ایتنکي ګروپ په ګټه له سره تفسیر او یا افغانستان تجزیه او د دوی په خوښه نوي واکمنۍ رامنځته شي .
که تېرې کودتاوې د حکومتونو او سیاستونو پر ضد وي خو د غوايي د اتمې کودتا د افغانستان په ضد کودتا ګڼلي شو !
د غوايي اتمې نېټې کودتا کې د نوموړو سیکټاریستي ډلو سره ، اسلامي جمعیت چې د جهاد په مهال يي د پان اسلامیزم ډبره پر سینه وهله او د واک په مهال د سیکټاریزم په ډنډ کې غوپه شو او د هزاره ګانو جهادي ګروپونه هم د خټې او ګټې په لحاظ ملګري وو .
کودتا لپاره چمتووالی لامخکې هغه مهال نیول شوی و ، چې رباني له پنجاب څخه د حرکت تنظیم د مشرمولوي محمدنبي محمدي په ګډون ماسکو ته تللي وو .
دې کودتا کې نه یوازې ملا محمدي بلکې نور مجاهدین هم ساده ښکار او یرغمل ونیول شول . دا خبره چې د غوايي د اتمې کودتا د مجاهدینو په مټ ترسره شوې ، هسې خندنۍ ډرامه ده . کله چې کودتاچیانو هرڅه ترسره کړل او دولتي واک يي خپلو کې سره وویشه ، اسلام اباد چې لا پخوا تر هرڅه خبر او کودتا يي په سلا ترسره شوي وو ، بویه په جریان کې شو . ای ایس ای وښورېده او پنجاب کې پاتې مجاهدینو ته يي لاره اواره کړه چې کابل کې د واک ، غنایمو او د جهاد فضایلو په ویش کې له نظارشورا او نورو څخه روسته پاتې نشي ، هلته وو چې مجاهدینو پر بریتونو ګوتې کش کړي چې ګوندې د دوی جهاد ثمر ته ورسید او په کابل راپریوتل .
نظارشورا او جمعیت چې د واک اصلې زیرمې يي خپلو موټو کې ټينګې کړې وې په نورو جهادي ډلو کې یوازې خپلو ګمارل شویو کسانو ته یوه نیمه چوکۍ ورکړه او نور يي د واک په تمه زړه شیني او ځاره چاودي پریښودل . دوی له شمال سربېره په جلال اباد ، کندهار او نورو ختیځو او سهیلي سیمو کې هم خپل پلویان او خواخوږي وټاکل . په جلال اباد کې د قدیر او حضرت علي سړیخواره اوس هم په غټو خبرو کې د نظارشورا د لارې پلویان دي .
کله چې د مجاهدینو نورو ډلو د لیوه او ګېدړ دا ویش ولید ، فکر يي سر ته راغی خو بیا وخت له وخته تېر وو . د لېوه او ګېدړ د همدې ویش په پایله کې کورنۍ جګړه پیل شوه او د جهاد اصلې څېره چې لا مخکې مجاهدینو سره د مرستې او پلانونو د کوردینه کوونکي امریکايي سلاکار بریژینسکې په مټ انځور شوې وه ، د سپيناوي ډګر ته راووته . بریژینسکې هغه امریکايي دی چې ځیني مجاهدین يي د پنجاب د پخواني دیکتاتورضیاالحق پشان د جهاد پلار ګڼي . د جهاد د شعارونو پير پای ته ورسید او د هغه د ثمر وخت راورسید . ټول هغه څه چې د لویديځ او پنجاب لخوا د ساده زړو افغانانو د تېرایستلو لپاره د سپيڅلې جهاد تر ماسک لاندې په مهارت پټ شوي وو ، یو به بل پسې ښکاره او ولس ته د لېدو وړ وګرځېدل. کابلښار د ویجاړۍ نښچه پلې شوه . ۶۰ ــ ۷۰ زره بېګنا کابلیان له تیغه تېر شول. ټول افغانستان لوټ او چور شو ، پنجاب او نورو هېوادونو ته وچلول شو . خو کال ته دا ټولې ورانۍ او کنډر شوی کابل د غوايي په اتمه د جشن په دودیزه کې د کابلیانو ، افغانانو او نړیوالو په مخ کې نندارې ته کیښودل شوو !
دا چې هر کال د غوايي اتمه چې واک ته د نظارشورا د رسیدو ورځ ده ، د نورو مجاهدینو لخوا لمانځل کیږي د شرم خبره ده . اوس هم کابل کې واک د نظارشورا دی ، جشن د نظارشورا دی ایا شرم نه دی چې د مجددې ، پير سید احمد ګیلاني ، د کرزی شاوخوا ، افغان ملت او نورو ډلو استازي ورته اتڼ اچوی او په پردي جشن کې څڼې غورځوي !
نظارشورا او اسلامي جمعیت د کارمل ــ بریالي هغه پرچمیانو سره چې په خټه پښتانه وو او له ناپوهۍ څخه دوی سره په لار ملګري شوي وو ، هم وفا ونکړه . دا شورا چې د دوی په مټ واک ته رسیدلې وه د دوی یو شمېر يي له مهمو دندو وشړل او یو شمېر يي له تیغه تېرکړل . دلته يي د بېلګې پتوګه د نور الحق علومي د ورورعبدالحق علومی او محمد قسیم نومونه رااخلم .
اوس که د جهاد ټوله ثمره او توښه رالنډه کړو : ولسونه پکې قتل عام شول ، پښتنانه روشنفکران او نور ملي کسان پکې له یو مخې پوپنا شول ، ټول افغانستان پکې لوټې لوټې او کنډر کنډر شو .
امریکا پکې سیمې ته راغله . پنجاب پکې اباد ، په خېټه موړ، متمدن او عصري شو او نظارشورا پکې واک او جشنونو ته ورسیده . د جهاد مافیا پکې شتمنه شوه . د افغانانو او په تېره بیا د پښتنو پکې سټه ووته او دا لړۍ اوس هم روانه ده !
که مبارزه ، غورځنګ ، جهاد او یا په داسې نومونو بل هر شی د ملي ګټو ، د هېواد ابادۍ او د ولس سوکالۍ لپاره مرستندوی نه وي که هر سپيڅلی نوم ورکړو ، دوه توته ارزښت نلري .
هغه ملت چې له خپل تاریخ څخه يي نه زده کوي ، بیا بیا تجربو ته اړوځي !
د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی