سلام خان
افغان حکومتي چارواکي وایي، پاکستاني چارواکو هیڅ داسې وړاندیز افغان حکومت ته نه دی کړې، چې په هغه
کی دافغانستان ملی ګتي په خطر کی وی، په دی باب د ولسمشر ویاند وحید عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د ځینو رسینو هغه رپوټونه په کلکه رد کړل چې ګواکې په دې وروستیو کې پاکستانی پلاوی،
د پاکستان صدراعظم یو سف رضا ګیلاني چې له یو پاکستاني پلاوي سره د تیرې شنبې په ورځ افغانستان ته راغلی وو، د هغه له سفر وروسته ځینو رسینو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګویا پاکستاني چارواکو، افغان حکومت ته د امریکا د ستراتیژیک ټړون په مقابل کې ځیني مهم وړاندیزونه کړي،درسنیو له لوری دپاکستانی چارواکو دغه ځو ماده یی وړاندیزونه په لاندی ډول تر اوسه داسی په ډاګه شوی دې
. ۱- د امریکا د ستراتیژیک تړون د منلو لپاره په را بلل کیدونکی لویه جرګه کې د ډیورنډ کرښه باید په رسمیت وپیژندل شي
۲- د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او د ملي امنیت د ریس په ټاکلو کې د پاکستان نظر حتمی دی
۳-- په راتلونکي حکومت کې د جلال الدین حقاني شبکې لپاره باید ځای ځانګړی شي
۴-- په افغانستان کې د هندوستان، سیاسي فعالیتونه را محدود او له ترکمنستان څخه د ګازو له پایپ لاین څخه د هندوستان بې برخې شي
هغه پاکستاني بلوچان، چې د افغانستان په خاوره کې فعال دي، باید افغانستان یي وباسي ---5
۶--- د افغان ځواکونو د شمیري د زیاتیدو په باب د اسلام آباد مشوره اړینه ده
. ۷-- پاکستان ته د افغانستان د کانونو په استخراج او نورو لویو پروژو کې ونډهورکول
. ۸-- د افغانستان د اوسنی او راتلونکو حکومتونو په جوړښت کې د پاکستان ستراتیژیک رول -
. ۹-- پاکستان ته د افغان ملي پوځ او پولیس سرتیرو په روزنې کې د کلیدي رول ورکول
. د افغانستان د لوړو او منځنیو زدکړو په ادارو کې پاکستاني روزونکو او مربیانو ته د پراخي ونډي ورکول1-
.هغو پروژو له پلي کولو مخنیوی چی له افغانستان څخه پاکستان ته د بهیدونکو اوبو مخه نیسي --11-
۱۲--- له ناټو او امریکا سره د هر راز ستراتیژیکو اوږد او لنډ مهالو قرار دادونو په برخه کې په وخت او زمان د پاکستان خبرول او له اسلام آباد سره یې د جزیاتو شریکول
که څه هم دغه پورته شرطونه تر اوسه د هیڅ یوي رسمي سرچینې له لوري ندي تاید سوي، خو ویل کېږي چی
ولسمشر کرزی تر اوسه ددغو شرطونو په باب ځه نه دی ویلې، ولی کرزي هم له ګیلاني سره تر ځرګند ونو وروسته په کابل کې یوي خبري غونډي ته په وینا کې وویل چی ګیلاني په خپل دغه سفر کې افغان لوري ته خپل یو شمیر وړاندیزونه راوړي او بې له دې چې د دغو وړاندیزونو پر جزییاتو وږغېږي هغه یې ډیر مهم وبلل،وروسته افغان ولسمشر حامد کرزی وویل چی غواړی له امریکا سره دپاکستان داحتمالی شرطونو په اړه خبری
وکړی او ویل کېږي چی د امریکا لوی درستیز جنرال مایک مولن هم د همدی موخې لپاره افغانستان ته را رسیدلی تر څو له ولسمشر کرزي سره د پاکستان د وړاندیزونو په باب واضح خبري وکړي او له دغه ځایه پیغام امریکايي مشرانو ته یوسي .پاي سلام خان.