دبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه په ډېردرنښت سره دکونړځوانانوکولتوري ټولنې ټولوغړو او ټولوکونړي یارانو ته د کونړ سیند مشاعرې ددرېیمې کلیزي د رارسېدو مباره کي وايي .
موږ په تاسو ویاړو چې دپردېسي له درنو درنو غمونو سره سره دخپل ګران هیواداو مورنۍ ژبې دحفظ لپاره مو دکونړ سیند په نوم درنه مشاعره دود
دا چې دګڼ شمېر ستونځو له کبله ستاسو درنې لمانځنې ته نشو درتلای هیله ده چې موږ ته بښنه وکړئ .
ستاسو ټولو عزتمنوخویندو او وروڼو درانه حضور ته په ناغه کې دایونوی شعر چې همدا نن مې ولیکه درلېږم هیله ده چې په چاونه غمیږي البته که تخنیکي امکانات وي زه به دتیلیفون په لیکه تاسوته خپل شعر ډالۍ کړم .
محمدامین بسمل دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب
وه دکونړ سینده
لس کاله یې کیږي لر اوبر په پښتنو لو دی
مال مو وړي کمال مو وړي زموږ په ښوونځو لو دی
هغه چا چې غوښتل له روسانو ملک آزاد کاندي
خپل وروڼه یې قتل کړل اوس ګورو په هغو لو دی
کونج په شېخ تنور شولو رندان هم سرګردان ګرزي
برګ غوبل روان دی په پیالو او په تسپو لو دی
تا خو یاغي یاره هم خپل ځان او هم جانان کړ خوار
څه بیړه دې وکړه اوس پخپلو او پردو لودی
هغه عنبري زلفې له ننګ او له ناموس سره
ټول یې ننداره کړو په هغو پاکو کمڅو لو دی
ځه الله دې وبښي پخوانی کفنکښ ډېر ښه و
راغلل نړیوال لېوان په پېغلو او زلمو لو دی
نن دپښتنو په جنازو او په ودو باندې
سرې سکروټې ووري هم په ورځو هم په شپو لو دی
موږ یې دخلقي او دطالب په نوم پکو کړلو
نورو مزې وکړې زموږ خوارو په سرو لودی
ته وا دغه نور دي سپین چرګان یو پښتانه کافر
خویندې مو په سپو داړي په کلیو اوقریو لو دی
لس کاله یې کیږي اور مړ نه شو لا یې زور واخیست
غله راغلي چور ته نه یې وینئ په کانو لو دی
هم یې په کونړپکتیا هلمند اوکندهار اوربل
هم مې خیبر سوځي پېښور او په بنو لو دی
ای داجنبیانو ګوډاګیه رب دې ژر واخله
ستا مردار له لاسه دشېرشاه په اولادو لو دی
وه دکونړ سینده څه ته ګورې پسې پاڅېږه
خړکربوړي ټول وېسه په موږ ددغو سرو لو دی
څنګه زه بسمل پټه خوله کښېنم ځان افغان بولم
هم مو نسل وژني هم زموږ په تاریخو لو دی
لس کاله یې کیږي لر اوبر په پښتنو لو دی
مال مو وړي کمال مو وړي زموږ په ښوونځو لو دی
یادونـــــــــــــــــــه :
دنړۍ په مخ ټولو خورو ورو افغانانو ته په ډېره خوښي سره خبر ورکوو چې بېګا شپه کلن ښار ته څېرمه د Leverkusen په ښار کې دکونړ سیندمشاعرې درېیمه کلیزه په ښه برم سره ولمانځل شوه هیله ده چې پوره رپوټ به یې په نږدې راتلونکې کې دمسؤلینو لخوا په تفصیل سره خپور شي .
دیادولو ده چې پورتنی شعر په مخامخ ډول د تیلیفون په کرښه له مونشن ښار څخه دغونډې درنو ګډونوالو ته واورول شو.