هدايت الله هدايت
د لبنان رسنۍ او د السفير ورځپاڼه
کله چي په عربي سيمو کي دورځپاڼو په څرک پسې څوک پل را اخلي او هغه سپړي نو د مصر څخه وروسته لبنان لټوي . لبنان په منځني ختيځ کي د مطبوعاتو، رسنيو او د خپرونو د مرکز او د هغوی د ځالي په صفت پېژندل کيږي . د رسمي احصاييو له رويه همدا اوس په لبنان کي تر ۵ زره زياتي خبري مؤسسې ،
ادبي، فرهنګي او ټولنيز انجمنونه فعاليت کوي . دغه هيواد د کورني او بهرني خبريالانو ، د ورځپاڼو، د هغوی د کارکونکو او چاپي او غير چاپي رسنيو د فعالينودموجوديت په وجه د منځني ختيځ په هيوادو کي يو بې سياله هيواد دئ .
لبنان د خپل نادره موقعيت او د خپل ځانګړي اجتماعي جوړښت په درلودلو سره تل د شرق او غرب ترمينځ د يوه پُل حيثيت درلودلی دئ، دغه هيواد د مطبوعاتو د آزادئ او د اطلاعاتو د خپرولو په ساحه کي هم ښه ځلانده سابقه لري . لبنان شپاړلس کاله د کورنيو جګړو او د اسرائيلو د پوځ د پرله پسې او ظالمانه حملو په وجه تقريباً بيخي ګړوب سوی وو، خو د تيرو شلو کالو په اوږدو کي چي د جګړې د ختمېدو او د تايف د لوزنامې نه تيريږي، دغه هيواد اوس يو ځل بيا خپل ځان سمبالوي او سر را پورته کوي .
لبنان ته لا د پخوا څخه د نوي نړۍ سره د تماس په وجه او په دې هيواد کي دچاپ د صنعت د راتګ په خاطر د مخکښه يو هيواد نوم ورکړل سوی وو، او د کتاب د چاپ او د خپرونو د خپرېدو د مرکز په نامه هم يادېدئ . حتی داسي مشهوره متل هم د خلکو په منځ کي رواج درلود چي ويل به يې « کتابونه په مصر کي ليکل کيږي، په لبنان کي چاپيږي او په عراق کي لوستل کيږي !» له همدې کبله لبنان « د عربو د مطبوعاتود صنعتي پايتخت په نامه هم شهرت درلود . لاتر اوسه چي دغه هيواد زیات کورني او بهرني لانجې او جګړې شاته پرې ايښي دي او بحران خېزه هيواد دئ، خو ددې هيواد مطبوعاتي مرکزونه همداسي مخکښه پاتي دي . ددې نه علاوه لبنان د طايفو، مذهبو ، قومونو او د سياسي ګرايشاتو د ډېرښت له وجهي نه هم د سيمي د اهمو هيوادو څخه دئ چي په هغه کي د يوه بې نظيره فرهنګي تنوعاتو انداز هم پکښې ليدل کيږي .
د لبنان همدغه فرهنګي تنوع او د هغه ترڅنګ تاريخي قدامت ددې باعث ګرځېدلی دئ چي په دې هيواد کي قسماقسمه ګوندونه او رنګارنګه فرهنګي مؤسسې او انجمنونه شکل و نيسي او د خپل ږغ د پورته کولو دپاره په عربي، انګريزي، فرانسوي او ارمني ژبو په سلهاوه مجلې او ورځپاڼي او راډيويي او ټلويوزوني شبکې تاسيس کړي . همدا اوس په لبنان کي د سلو نه زياتي فعاله ورځپاڼي او مجلې چاپيږي او غیر رسمي رقم يې و ۵۰۰ عنوانو ته رسيږي .
په لبنان کي د لسهاوو ورځپاڼو په ګډون د لسو په شاوخوا کي ټلوېزوني شبکې هم فعاليت کوي چي غير له يوې څخه يې نور ټولي شخصي دي . په دې کتار کي د ال بي سي LBC يا (Lebanese Broadcasting Corporation)او د المنار ټلوېزوني شبکې تر ټولو زيات شهرت لري . د ال بي سي شبکه د مسيحيانو په جناحو پوري تړلې يوه شبکه ده چي په خبري او تحليلي برخو کي خورا غني مطالب او زيات ليدونکي لري حال داچي المنار شبکه بیا د حزب الله ويندويه ده . دغه دوې شبکې په واقعيت کي يو د بل په مقابل کي صف نيولی دئ .
ددې هيواد د ورځپاڼو څخه د السفير، النهار، المستقبل، اللواء، الانوار، الديار، الکفاح العربي ، الانتقاد او نوري زیات لوستونکي لري ، خو د السفير ورځپاڼه د هيواد په دې ټولو کي زياته مشهوره ده . د السفیر عربي ژبې ورځپاڼه د ۱۹۷۴ م کال د مارچ ۲۶ مي راهيسي په لبنان کي د طلال سلمان لخوا چي د لبنان د مشهوره کيڼ اړخی ژورناليستانو څخه دئ ، تأسیس سوې اوخپريږي . خو د کورني جګړو په وجه يو کال ځنډېدلې وه . ورځپاڼه دسیاسي،اجتماعي، اقتصادي ، فرهنګي او د نړۍ د روانو حالاتو په برخو کي مغزن خبرونه او تحلیلونه لري چي په خپل بشر دوستانه موضع سره په عربي نړۍ کي خاصتاً د ځوان قشر په منځ کي پراخ شهرت لري . طلال سلمان مخکي تر دې چي د السفیر ورځپاڼه را وباسي، د «الحوادث» په مجله کي او بيا د« الصباد » په مجله کي کار کاوه . په السفیر کي د سلمان سرمقالې چي په روان او ادبي نثر خپريږي د عربي لیکوالانو په کتار کي تر ټولو بهتريني سرمقالې ارزيابي سوي او تر اوسه د څو جلده کتابو په شکل خپرې سوي دي . د السفير په ورځپاڼه کي عربي او غیر عربي ليکوالان خپل قلم چلوي ، همدغه ځانګړ تيا ددغي ورځپاڼي خبرونه اوليکني په عربي او ټوله نړۍ کي زيات لوستونکي ځانته را جلب کړي دي . ورځپاڼي کوښښ کړی دئ د هر رازي ديني او قومي تمايلاتو څخه ځان ليري و ساتي او خپل مستقل خط ټينګ کړي . د السفیر ورځپاڼه د يوې انقلابي تګ لاري په درلودلو سره زیاتره پر عربي نشنليزم باندي اتکاء لري ،او خپل ځان په لبنان کي د مقاومت ورځپاڼه بولي کوم چي تر اسرائيلي ظالمانه حملو لاندي شپې سبا کوي . دغي ورځپاڼي خپل شعار چي : «السفير د هغه چا ږغ دئ چي ږغ يې و ځای ته نه رسيږي»، يا ؛ « السفيرپه نړۍ کي د لبنان ږغ او په لبنان کي د عربي نړۍ ږغ دئ» ټاکلی دئ .
ددې ورځپاڼي خبريالان په پاریس، قاهره، لندن، دمشق، عمان، ماسكو، روم او بن کي فعاليت لري . د السفير ورځپاڼه د هر عربي هيواد په مطبوعاتي غرفو کي هر سهار تر لاسه کېدای سي . سره ددې چي د السفير ورځپاڼه يوه قوي کيڼ اړخې قومي عربي ورځپاڼه ده خو د يکشنبو په ورځو کي چي د مسيحيانو رسمي رخصتي ده نه چاپيږي .
مأخذونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/As-Safir
http://www.assafir.com/pdf/templatechannelpdf/index.htm