د امریکايي پوځي او ملکي چارواکو په اړه ځینې تازه معلومات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د امريکې دفاع وزارت وړمه ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د څېړنو له مخې په افغانستان کې د امريکايی ځواکونو پخوانی قومندان جنرال مک کريسټال په خپلو محکنیو مرکو کې داسې څه نه دي ويلي چې د دفاع وزارت له اصولو څخه سرغړونه وبلل شي. اعلاميه وايي،
چې دوی له يو شمېر شاهدانو سره تر مرکو وروسته دې پايلې ته رسېدلي. دغه اعلاميه په داسې مهال کې خپريږي چې جنرال مک کريسټال د هغې کمېتې د غړي په توګه معرفي شوی چې د امريکآيي پوځيانو له کورنيو سیره د مرستې لپاره رامنځته شوی دی. د دغې کمېټې نور غړي د باراک اوباما مېرمن ميشل اوباما او مرستيال ولسمشر جو بايډن دي
متقاعد جنرال مک کرسټل وروسته تر دې تیر اوړی له کاره ګوښه شو، چې رولنګ سټون مجلې د ده او د مرستیالانو په وینا رپوټ خپور کړ، چې په کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن په ګډون د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په اړه له تحقیره ډکې خبرې خپرې شوې وې
د امریکا د دفاع وزارت د یوې څیړنې له مخې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي
قومندان ،چی له کاره ګوښه شوی دی ناسم کار نه دی کړی ،د دې څیړنې له مخې د رولینګ سټون مجلې د هغې مقالې پر ریښتونولۍ شک شوی دی، چې د مک کرسټل په اړه یې خپره کړې وه او بیا دی له کاره ګوښه
شو،د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې له یو شمېر عیني شاهدانو سره مرکې کړې دي او د امریکا د پوځ د
تحقیق دوسیه یی بیا کتلی ده له دې څیړنو وروسته دې ادارې هغه مدارک نیمګړي بللي دي چې مک کرسټل یا د هغه همکارانو د امریکا د دفاع وزارت له معیارونو سرغړونه کړې ده
پوځ مخکې ویلي و، چې مک کرسټل او د هغه همکارانو په حقیقت کې د جګپوړیو ملکيانو په برخه کې ناسم بیانونه ورکړي و،خو د تفتیش ادارې معلومه کړه، چې ټولې پېښې له رپوټ سره سمې نه دې شوې. دغه اداره
مثال ورکوی چی دوی په ځینو مواردو کی شاهدان نه دی موندلې ،په څیړنه کې د هغو خبرو تایید نه دی شوی، چې په کې د هغو سرچینو په وینا چې د ولسمشر بارک اوباما او د جګپوړېو پوځي افسرانو له غونډې خبرو او مک کرسټل هلته ویلي و، چې ده فکر وکړ چې ولسمشر اوباما د دفاع وزارت له رپوټه ناراحته و او ویریدلی و
همدا راز د دفاع وزارت د تفتیش اداره هغه خبره نه تاییدوي، چې په کې یوه سلاکار ادعاء کړې وه چې مک
کرستل له اوباما سره وروسته له یوپه یو کتنی ډیر مایوسه وو ،لیکن دغه څیړنه دا تاییدوي چې مککرسټل او د هغه همکارانو د افغانستان د تګلارې په برخه کې د مرستیال ولسمشر جوبایډن له نظریاتو سره مخالفت کړی و
مک کرسټل د جون په میاشت کې وروسته تر دې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له قوماندانۍ لرې شو چې د رولینګ سټون په مجلې کې د ده او د ده د ملګرو په وینا تبصرې خپرې شوې. یوه میاشت وروسته تر دې مک کرسټل له پوځه تقاعد وکړ
د رولینګ سټون د مجلې د رپوټ له خپریدو وروسته د امریکا دفاع وزارت دقت پیل کړ چې پوځ څه ډول له
رسنیو سره چلند وکړی خو تیره اونۍ له نظامي کورنیو سره د مرستې د نویو هڅو د پیلیدو په یوې غونډې کې بارک اوباما له مک کرسټل سره مخامخ شو او له هغه سره یې روغبړ وکړ
ه پام کې ده چې جنرال ډیویډ پیتراییس د روان کال په پای کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د  عمومی قومندانی دنده پریږ دې،په دی اساس د امریکاد ملي راډیو دیوه راپور پر بنیاد په نظر کی ده  چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال دیویډ پیتراییس د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتي  اداری (سی،آی ،ای ) دعمومی رئیس په توګه وټاکل شې د امریکا ملي راډیو په عین حال کې پوښتنه کړې چې که جنرال پیتراییس ته وړاندیز وشي چې د سي آی اې مشري په غاړه واخلي نو ایا دی به دا وړاندیز ومني؟
د را پورونو پر اساس د سي آی اې د مشر په توګه د پیتراییس ټاکنه به د هغو ګڼو تغییراتو او تبدیلیو په لړ کې  
وی چی سږکال دامریکا دملی امنیت په ټیم کی را منځ ته کیږې ،د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د سي آی اې اوسنی مشر لیون پنیتا به د دفاع وزیر رابرت ګېټس ځای ونیسي چې د جورج ډبلیو  
بوش له وخته په همدی چوکی کارته دوام ور کوې ،ویل کېږي چې ښاغلی ګېټس به سږکال له خپلې دندې استعفا  
وکړی .خو پینتا ګون تر اوسه پوری په دی باب رسما څه نه دی ویلی ،له بلې خوا د امریکا راډیو وویل د ټولو قواوو د ګډ لوی درستیز مرستیال جنرال جیمز کارټرایټ به ښايي د اوسني لوی درستیزاډمیرل مایک مولن ځای ونیسي.مولن هم اراده لري چې د لوی درستیزۍ چوکۍ پرېږدي
دکلید درا پور پر اساس جنرال ډیویډ پیتراییس  په افغانستان کی  دامریکایی  او نا ټو ځواکونو  عمومی قومندانی  په داسی خال کی پریږ دي چی کال وړاندې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټینلي مک کرسټال له امریکایی مجلې رولینګ سټون سره په مرکه کې پر امریکايي جګپوړو چارواکو ملنډې ووهلې.
هغه د امریکا مرستیال جمهور رييس جوبایډن بې باکه وباله، په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري محافظه کار او ډارن ونوماوه، که څه هم امریکایان هغه د عراق د نیولو او سوبې اتل پیژانده، خو اوباما نوموړی واشنګټن ته وغوښت او امریکا ته یی د خدمتونو په درناوي له محاکمې تېر شو، خو نه یوازې دا، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو له عمومي قومندانۍ څخه یی ګوښه کړ بلکې چورلټ له دفاع وزارته وویستل شو
هغه مهال د مک کرسټال دا کارونه حیرانونکي وو، ځکه د کرزي پر ادارې د اوباما او د هغه د مرستیال له نیوکو سره سره، بیا هم په سفرونو او لیدنو کې هغه د امریکا د سفیر پر ځای له کرزي سره وو، پر کندهار د عملیاتو له پیلولو، چې له مودو یی پرې ځان ستړی کړی وو، د کرزي په غوښتنې تېر شو او بالاخره دا عملیات د نوموړي له پلان او نقشې سره ترسره نه شول.
هاغه مهال د جګپوړو امریکايي پوځي او ملکي چارواکو د اختلافاتو په اړه تبصرې او بحثونه کیدل او ان تر دې، چې ویل کېدل په دفاع وزارت کې د جمهوري غوښتونکي رابرټ ګیټس په شتوالي کې، دا وزارت لا هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې د جمهوري غوښتونکو او بوش د اوسپنیزې پنجې سیاست پلی کړي او د مک کرسټال دا دومره ترخې، تېزې او سپکونکې څرګندونې هم له همدې سیاست او اختلافاتو ټوکیدلې
دا چې یو کال وروسته  یو ځل بیا ویل کیږي، چې جنرال ډیویډ پټريوس هم په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قومندۍ ګوښه او پر ځای یی د قومندان سنټ کام مرستیال جنرال جان الم راځي او د هغه پر ځای مرستیال یی جنرال کرتیس سکاپاروتي ټاکل کیږي، د ځینو شنونکو هغه باور کره کوي، چې پټريوس د اوباما د مرستیال جوبایډن له نظر سره مخالف دی، له ایکنبیری سره په رقابت کې دی او له کرزي سره یی هم روابط ډیر ترینګلي دي
د هغه جګړیز پلانونه نه یوازې په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې اغیزناک نه وو بلکې لا یی د افغانستان ځینې سیمې له لاسه ورکړې او د دولت مخالفان څو برابره ځواکمن شوي
د ډېوېډ پټريوس دا مخالفتونه او جګړیزې ماتې داسې ځای ته رسیدلي چې اوس نو باید له افغانستانه کډه وکړي، اروپا ته لاړ شي او هلته د متفقینو د عالي قومندانۍ دندې ته اوږه ورکړي او دا هغه کار دی، چې نوموړی یی له مودو لیوال وو
سربیره پر دې جنرال پټريوس د سرطان ناروغۍ له امله هم کړېږي او د دوامدارې درملنې لپاره یی د افغانستان په پرتله اروپا مناسب ځای دی
په دې وروستیو کې د اوباما د دولت  له چارواکو او په تېره بیا جوبایډن سره  د امریکايي پوځي چارواکو د اختلافاتو دا لړۍ، وروسته تر هغې لا ډاګیزه شوه، چې د امریکا مرستیال جمهور رييس جوبایډن تر ۲۰۱۴ کاله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ خو سملاسي د جنرال پټرایوس لخوا رد شو
سره له دې چې امریکایي جمهور رييسان اصلي ځواک په واک کې لري،خو په تیره او اوسنۍ دوره کې د امریکا مرستیال جمهور رييسان اصلي جنجالونه ټوکوي،او دا چاره د امریکا پر سیاستونو ډير زیات اغیز لري
دیک چیني چې په دواړو دورو کې د بوش مرستیال وو،په عراق او افغانستان کې د امریکا د سیاستونو په طرحه کولو کې ډیر مهم رول ولوباوه،ان تر دې چې ځینو شنونکو خو پر افغانستان او عراق د امریکا د بریدونو طراح هم دی ګاڼه، او دا دی اوس د سپینې ماڼۍ پر سیاستونود جوبایډن د نظریو اغیز دومره دی چې د پټريوس او په افغانستان کې د امریکا د مشرۍ د بدلولو ځواک لري
د لیسبون په کنفرانس کې د ناټو ځواکونو لخوا، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو مسولیت سپارنې له پریکړې وروسته،په افغانستان کې د امریکا د پوځي مسولیتونو د څرنګوالي لپاره نوې طرحه وړاندې شوه،او دې طرحې نه شو کولای چې په افغانستان کې د امریکا په قوماندې کې جدي بدلون رامنځ ته کړي،چې دا دی د پټرایوس او د هغه د مرستیال له بدلون سره دا هر څه ښکاره کړه
د پټريوس بدلون چې په هر دلیل وي،په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ کې کوم جدي بدلون نه ښکاري،ځکه په داسې حالاتو کې پوځي قومندانان فقط د هغو سیاستونو پلي کونکي دي چې د امریکا د پوځي او ملکي ستراتیژستانو لخوا په سپینه ماڼۍ،پنتاګون،سي اي ای ادارې او بهرنیو چارو وزارت کې جوړیږي،او دا اوږد مهاله ستراتیژي وي چې کله ژر او کله په ځنډ د پټريوس په څیر خلک ورته ځي او راځي،خو اصلي سیاست پخپل ځای کې پاتې وي
د پټريوس له تګ سره باید به دا وګورو چې د هغه ځای ناستی به له جمهور رييس کرزي او په ټوله کې د هغه له دولت او د سولې له بهیر سره څه خیل چارچلند ولري؟له اوباما او په کابل کې د هغه له ځانګړي استازي او سفیر سره به څنګه اړیکي پالي؟او بالاخره وبه کولای شي چې په افغانستان کې د امریکا څو اړخیز او پیچلي پوځي سیاستونو مخې ته بوځي که یه؟
دا هغه څه دي چې تر دې دمه مک کرنین،مک کرسټال او پټريوس په کې پاتي راغلي او درې واړه قومندانان په ښه زړه له افغانستانه نه دي تللي.سلام خان